No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون په دوحه کې د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې رتنيو مرسودي او د قطر دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال وزيرې لُلوة الخاطر سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کې په افغانستان کې پر بشري، اقتصادي او تعليمي وضعيت هر اړخيزې خبرې شوې دي.

: ‏تېره شپه وسله والو غلو د کابل ښار اتمه ناحیه کې د ذبیح الله عبدالرحيمزي په نوم يو ځوان د یوه موبایل پر سر وژلی دی.

د ذبیح الله کورنۍ وايي، نوموړی پرون ماښام کور ته پر لاره و، چې وسلوالو غلو يې مخه نيولې، موبایل یې ترې وړی او بیا یې په چړو وهلی او وژلی دی.

: ‏د افغانستان بانک سبا سې شنبه ۱۲میلیونه امریکايي ډالر د یوې ازادې پروسې له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏د کندهار د استخباراتو ریاست په دې ولایت کې د « ملت غږ» او « څانګې» په نومونو دوې راډیوګانې تړلې دي.

د ملت غږ راډیو مسول بسم الله وطندوست وايي، چې استخباراتو د ملت غږ راډیو درې کارکوونکي هم له ځان سره بېولي دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن په دوحه کې د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره لېدلي. بهرنیو چارو وزارت وايي، په‌دې لېدنه کې له قطر سره د کابل هوايي ډګر د قرارداد په تړاو د پرمختګونو او په افغانستان کې د ښوونې بهیر او اقتصادي ننګونې په اړه خبرې شوې دي.

: ‏د بلخ امنیې قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، نن له غرمې وروسته په‌دې ولایت کې د یوه موټر د ګازو بالون چاودنه کړې چې له امله یې دې موټر اور اخیستی او چلوونکی یې هم مړ شوی دی.

: ‏د ا.ا.ا چارواکي وايي چې په ننګرهار کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولي ده. نظامي چارواکو ويلي، د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې يې يو کس، چې پاکستان ته يې وسلې قاچاق کولې، نيولی دی.

: ‏په لويديځو ولايتونو کې د ګوزڼ واکسينو پسرلنی کمپاين پيل شوی دی. د هرات والي نوراحمد اسلام جار د ياد کمپاين د پرانيستې په مراسمو کې له خلکو غوښتي چې د واکسيناسيون له ټيمونو سره د کمپاين په تطبيق کې مرسته او همکاري وکړي.

: ‏له افغانستان سره د هند د مرسته شويو غنمو د انتقال لړۍ راتلونکې مياشت بشپړيږي. د پاکستان ډان نيوز ويلي چې د يادو غنمو پنځمه جوپه، دوه زره ټنه غنم چې په ۳۹ لاريو کې بار شوي له واګې بندره د تورخم پر لور روان شوي دي.

: ‏ملګرو ملتونو د هېواد په شمال کې د اقتصادي مرستو په موخه د مزد په بدل کې د کار پروژه پيل کړې ده. د ملګرو ملتونو هبیتات څانګې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې د افغانستان د ابادۍ په نامه دغه پروژه له بېوزله وګړو سره مرسته کوي څو د کار په بدل کې مزد ترلاسه کړي.

: ‏د هرات د سوداګرۍ خونه:

۳۰ ټیلرو کې مو د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د وچې مېوې او قالینو محموله اروپا ته روانه کړه.

: ‏کندهار ـ خاکرېز: د تازه لنګې شوې غوا ورږو ۴۳ کسان مسموم کړي؛ یو ترېنه مړ شوی دی.

: ‏طلوع نیوز: خوست، مندوزیو کې ځوانانو د وزګارخېلو په نوم دفتر جوړ کړی.

د تمسخر په توګه جوړ شوي د لایه چارو دغه ریاست ته ځوانان ورځي او ټوله ورځ لډو په کې کوي.

: ‏د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحم الثاني:

هیڅ هېواد د افغانستان پر اوسني حکومت نفوذ نه لري.

وایي، دوی باید نړیوالو سره د کړیو ژمنو په رڼا مې یوه پالیسي جوړه او اعلان کړي.

: ‏چین د افغانستان په تړاو د ګاونډیانو غونډه رابولي، افغانستان یې هم وربللی.

خو د امریکا تر سیوري لاندې د دوحې اقتصادي فورم کې د افغانستان څوکۍ خالي پاتې شوې.

: ‏د پاکستان خارجه وزیر:

نړیوال دې افغانستان نه هېروي.

وایي، که نړۍ بیا افغانستان کې ماته شوه، ترهګري، کډوالي او مخدره توکو قاچاق به وده وکړي.

: ‏د کرنې نړیوال سازمان:

د افغانستان ژوند ۸۰ سلنه په کرنه روان دی خو بیا هم اتیا سلنه خوراکي او کرنیز مواد له خارجه واردوې.

وایي، دا وخت د افغانستان د کرنیز سکټور د جدي ملاتړ اړتیا ده.

: ‏د بشري او مدني حقونو د ملاتړ ۱۳۸ بنسټونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د عملیاتو درولو غوښتنه کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې په یمن کې روانه جګړه چې تل پکې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي باید ژر تر ژره ودرول شي.

: ‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د يوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین غوښتي چې په اوکراين کې اوربند ته غاړې کيږي او د بشري مرستو د رسولو لپاره شرایط برابر کړي.

: ‏د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر لرونکې وړاندویوونکې مېرمن بابا وانګا په ۱۹۷۹ کال کې له نامتو لیکوال او انځورګر والنټین سیدروف سره مرکه کړې ده او ویلي یې دي، چې هر څه به د یخ په څېر ویلي شي خو یو څه چې په خپل شان او شوکت به هسک ولاړ وي هغه به پوتین او روسیه وي.

: ‏په اوکراين کې د جګړې له کبله د اوښتي مالي زيان کچه له ۶۰ ميليارد ډالرو واوښته. کيف ويلي، اټکل کوي چې د جګړې له پيله بيا تر اوسه د ور اوښتي زيان کچه به ۶۳ ميلياردو ډالرو ته رسېدلې وي.

: ‏شورای امنیت سازمان ملل بار دیگر با نشر اعلامیۀ بر ممانعت دختران بالاتر از صنوف ششم به مکاتب ابراز نگرانی کرده و از دفتر یوناما در کابل خواسته است تا با مقام های ا.ا، چهره های سیاسی و طرف های دیگر در مودر بازگشایی مکاتب دختران بحث و گفت‌وگو نماید.

: ‏توماس ویست نمایندۀ خاص امریکا برای افغانستان در صفحۀ توییترش نگاشته است که با رتنو مرسودی وزیر خارجۀ اندونیزیا در مورد وضعیت افغانستان و توانمندسازی زنان افغان بحث و گفت‌وگو کرده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک