No-IMG

قوشتېپې کانال؛ حقوقي اړخ

کمال الدین کامل

 

ټاکل شوې چې سبا به د قوشتېپې کانال د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له لوري افتتاح او چارې به یې پيل شي. د قوشتېپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره پلنوالی او ۸.۵ متره ژوروالی لري، د بلخ ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د آمو له سیند څخه پیلیږي؛ د حیرتان له اوږدو دښتونو څخه تېریږي او دولت آباد او د جوزجان او آقچې ولسوالۍ څخه په تېرېدلو د فاریاب په اندخوۍ ولسوالۍ کې پای مومي.  ‏د دې کانال هدف په شا او خوا پرتو سیمو کې د ۵۵۰ زره هکتاره ځمکې خړوبول دي. دا کانال د دې وړتیا لري چې په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متره مکعب اوبه انتقال کړي، چې په ترڅ کې به یې شا او خوا پرتې شاړې صحراوې او دښتې ټولې  زرغونې کړي.

د معلوماتو له مخې ‏د قوش تیپې کانال درې پړاوونه لري. لومړی پړاو یې چې ۱۰۸ کیلومیتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پیل کیږي او د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ ته رسیږي. د دوهم پړاو اوږدوالی ۱۷۷ کیلو میتره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه ‏پیل کیږي، د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسیږي. دریم پړاو پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی. دغه پروژه به په شپږ کاله کې تکمیلیږي چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې ‏نیول شوی دی. او تخمیني بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې ده.

د قوشتېپې کانال پروژه که تکمیلېدو سره په افغانستان کې د یو زراعتي انقلاب رامنځته کېدو خوشبیني شته دی. دغه کانال تکميلیدل به افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څخه د غنمو له وارداتو خلاص کړي او هم به افغانستان د دې جوګه شي چې ډیر زراعتي توکي نورې نړۍ ته په بې ساري ډول صادر کړي.

د قوشتېپې حقوقي اړخ

زما برداشت دادی چې د قوشتېپې دغه لوی کانال په جوړېدو به د آمو پر سیند پراته ګاونډي ښکته هېوادونه اعتراض کوي، ځکه نو افغانستان حکومت ته د دې کانال د جوړیدو حقوقي دفاع هم ورترغاړې ده. مرکزي اسیا ممکن اعتراض وکړي چې دغه کانال دوی ته د اوبو د ورتګ مخه نیسي یا یې ورتګ محدودوي. په تاریخي لحاظ د مرکزي اسیا هیوادونو د آمو په سیند کې د افغانستان سهم په ضمني ډول ۲.۱ میلیارده متره مکعب اټکل کړی و. په ۱۹۸۰مو کلونو کې چې کله د آمو سیند پر ویش خبرې کېدې  نو افغان لوري د شاوخوا ۶ میلیارده متره مکعب اوبو حقابې غوښتنه کړې وه  چې هغه مهال د شوروي اتحاد له خوا رد شوې وه.  اوس مهال اټکل دادی چې قوشتېپې کانال به په کال کې ۱۰ میلیارده متره مکعبه اوبه له آمو سیند څخه را اخلي، ځکه نو دا تر هغه هم زیاته ده څومره چې په ۱۹۸۰مو کلونو کې افغانستان غوښتنه کوله. البته یو څه مو باید په ذهن کې وي چې افغانستان په ۱۹۸۰مو کلونو کې د شوروي اتحاد تر مستقیم اشغال لاندې و، په کابل کې یو ازاد حکومت نه و، ځکه نو د دې احتمال شته دی چې دغه حکومت د خپلې حقابې غوښتنه د یو مستقل حکومت په توګه نشو کولای.

د آمو سیند د افغانستان او روسیې/پخواني شوروي اتحاد او د منځنۍ آسیا د جمهوریتونو تر منځ د ګڼو دوه اړخیزو او سیمه ایزو تړونونو له لارې سنبالیږي. پخواني معاهدې چې افغانستان يې  برخه دی سرحدي تړونونه دي چې د آمو سیند څخه ګټه اخیستل پکې شامل نه دي، او وروستي معاهدې چې د مرکزي اسیا تر منځ دي بیا، د نورو موضوعاتو تر څنګ، د اوبو شریکولو او کارولو لارې چارې هم په بر کې نیسي. پوښتنه داده چې د آمو پر سیند د حقوقي رژیم نه شتون کې افغانستان څنګه د دغه کانال له جوړیدو او استفادې څخه قانوني دفاع کولای شي؟

ځواب يې مثبت دی. افغانستان کولای شي چې د حقوقي رژیم په نه شتون کې د نړیوالو اصولو چې اوس د عرفي نړیوال قانون برخه دي، له آمو سیند څخه استفاده وکړي. په نړیوالو حقوقو کې د اوبو د استفادې په اړه دوه مهم اصله وجود لري. لومړی یې عادلانه استفادې اصل دی او دوهم د پام وړ ضرر نه رسولو اصل دی. د عادلانه استفادې اصل پراخ تعبیر دادی چې د سیندیزې حوزې اړوند ټول هیوادونه د اوبو په شریکو منابعو کې د عادلانه سهم حق لري یا په بل عبارت دولتونه د یو شریک سیند څخه د استفادې او ګټې اخیستنې د عادلانه ونډې مساوي حق لري. معنا دا چې څنګه چې د مرکزي اسیا هیوادونه له آمو سیند څخه د استفادې حق لري، دغسې افغانستان هم له یاد سیند څخه د عادلانه استفادې برابر حق لري. دا چې عادلانه استفاده څه ډول ده، په دې اړه په نړیوالو حقوقو کې مشخص فکتورونه وضع شوي دي چې له مخې يې عادلانه ویش تامین کیږي. دغه فکتورونو کې یو هم د یو دولت اقتصادي او اجتماعي وضعیت او د متبادلو لارو نه شتون دی او د افغانستان اجتماعي او اقتصادي اړتیا د مرکزي اسیا تر ټولو غړو هیوادونو زیاته ده. همدا راز د تاریخي جبر او سیاسي حالاتو له کبله د اوبو له استفادې څخه محروم پاتې شوی دی، ځکه نو  کولای شي چې د عادلانه استفادې د اصل له مخې له آمو سیند څخه نوې استفاده پيل کړي،  ولو که دغه استفاده ښکته پراتو هېوادونو ته ضرر هم رسوي.  د نړیوالو اصولو له مخې له دولتونو یواځې د هغه ضرر د مخنیوي غوښتنه کیږي چې د «پام وړ» وي او یا د هغه حق له نقض منع دي چې قانوني ساتل شوی حق (legally protected right) وي.

دوهم استدلال دادی چې افغانستان اوسمهال یواځې پخوانۍ استفاده بیا احیاء کوي، یعنی افغانستان د یو وروستني پراختیا ورکوونکي هیواد په توګه د آمو سیند څخه هغه استفاده اوس کوي چې باید یې ۴۰ کاله وړاندې کړی وی.  او مرکزي اسیا هیوادونو د خپلو اوبو استفادې په پراختیا سره په واقعیت کې د افغانستان اوسنۍ او اینده استفادې حق له پخوا سلب کړی یا یې محدود کړی دی. ځکه نو افغانستان د دغه عادلانه اصل له مخې خپل سلب شوی حق بېرته اخلي.

زه د حکومت وروستی اقدام ستایم، او پیشنهاد مې دادی چې څومره زر ممکن وي د قوشتېپې کانال جوړ کړي، د آمو پر سیند استحکاماتو باندې کار پیل کړي ځکه زموږ زښت زیات زراعتي ځمکې د استحکاماتو نشتون له وجې خرابې شوي دي، همدا راز له مرکزي اسیا سره مو سرحدي کرښې هم ګډوډې شوي دي. که افغانستان حکومت لکه څنګه چې اراده لري، اوبه مدیریت کړي، نو افغانستان به مرکزي اسیا سره په مذاکراتو کې ډیر لوی بارګیننګ پاور ترلاسه کړي، بیا که د اوبو د ویش په اړه مذاکرات هم کوو، تاوان به نه کوو، که زیربناوې جوړې نه وي نو هغه فکتورونه چې عادلانه ویش پرې مشخص کیږي، ټول زموږ پر تاوان دي او هغوی چې استفاده یې زیاته وي پر ګټه دي.

نور دې د قوشتېپې کانال  بختور وي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک