د حکمتيار صاحب يو دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د ۱۴۰۱ھش کال د حمل ۷مه:
د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۳۱مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼشمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
نننۍ درسي حلقه هم د تېر په څېر د يوې مهمې إختلافي مسئلې پر وضاحت ورټوله وه او هغه دا چې څنګه کولای شو په دقيق ډول د رواياتو صحت او سقم تشخيص کړو؟ او د همغو قواعدو او أصولو له مخې صحيح روايات له جعلي او موضوعي رواياتو بېل کړو؟
د همدې پوښتنو د ځواب او وضاحت په اړه نوموړي لومړی د النساء سورې د ۸۲م نمبر آيت ترجمې او تفسير ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې ويل:
يوازېنی شئ چې د هېڅ إختلاف او تردد مجال پهکې نهشته، هغه قرآنکريم دی، له هغه پرته نور په هر څه کې د إختلاف شتون حتمي دی، له همدې کبله الله تعالیٰ د النساء سورې په همدې آيه مبارکه کې وايي، که دا قرآن له الله تعالیٰ پرته د بل چا له لورې وای، نو خامخا به دوی ډېر زيات إختلاف پهکې موندلی وای.
نوموړي زياته کړه:
همدې أصل ته پر کتو له قرآن پرته هر څه چې دي، بايد د کرهوالي په پار يې دقيقه ارزونه وکړو، د صحت، سقم او ضعف په اړه يې بايد کره پلټنه او څېړنه وکړو. همدې أصل ته د إعتناء او رعايت له کبله محققینو علماءو د رواياتو د صحت، سقم او ضعف پېژندنې په پار ځينې قواعد او أصول وضع کړي، چې خلاصه يې په لاندې ډول ده:
۱: د متن له پلوه هغه حديث صحيح ګڼل كېداى شي چې په قرآن كې د هغه لهپاره كوم شاهد وي، د قرآن له كوم آيت سره په واضح توګه توافق ولري، يا لږ تر لږہ د كوم آيت له الفاظو اشارتاً داسې معلومه شي چې د روايت متن ورسره اړخ لګوي.
۲: له قرآن سره تعارض ونه لري. دا د كُبّار صحابهوو او د إمام ابوحنيفه رحمه الله په شمول د ټولو فقهاءو مسلك دی چې حديث قرآن ته راجع كوي او په هغه صورت كې يې د استناد وړ ګڼي چې په قرآن كې د هغه لهپاره شاهد ومومي او يا لږ تر لږہ له قرآن سره تعارض ونه لري.
۳: له بل صحيح حديث سره تعارض ونهلري.
۴: د متواتر سنت مخالف نهوي.
۵: په داسې قضيې او واقعې بحث نهكوي چې په ډېرو پورې تړلې وي خو يوازې يو كس پرې څه ويلي وي، او بل داسې څوک ونهموندل شي چې د همدې قضيې په اړہ يې همدا خبره كړې وي.
۶: په حديث كې داسې څه نهوي ويل شوي چې صحابهوو عملاً د هغې وينا مخالفت كړى وي.
۷: داسې څه پهكې نهوي ويل شوي چې يا د عام إلٰهي سنت خلاف وي او يا هم د عقل خلاف.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
إلٰهي سنن ثابت او تغيير نهمنونكي دي، عقل په حقيقت د پوهېدو وسيله ده، قرآن د كافرانو په اړہ فرمايي چې: هغوى له دې امله په حقائقو نهپوهېږي او ايمان پرې نه راوړي چې تعقل نهكوي، د دې معنىٰ دا ده چې نه قرآن د عقل خلاف دی او نه عقل د قرآن خلاف، نه نقل (نصوص) د عقل له پرېكړو سره تصادم كوي او نه عقل د نقل له پرېكړو سره، هيڅ نقلي دليل د عقلي دليل خلاف نه وي او نه هم هيڅ عقلي دليل د نقلي دليل خلاف، نه په صحيح نصوصو كې داسې څه شته چې عقل يې نهمني او نه عقل داسې خبره كولى شي چې نصوص يې نهمني، موږ هم د قرآن حقيقت په خپل عقل سره درک كوو او هم د أحاديثو صحت او ضعف، هغوی چې عقل نه لري نه د قرآن په تفسير پوهېداى شي او نه د حديث په صحت او ضعف. له دې کبله موږ د رواياتو د صحت، سقم او ضعف په اړه همدې أصل ته تر نورو ډېره ترجيح ورکوو او د کرهوالي لهپاره يې قرآن وروستی ملاک او معيار ګڼو.
له پورتني وضاحت وروسته نوموړي دغهراز د رواياتو ټول مشهور ډولونه هم جلا-جلا تعريف کړل او ژمنه يې وکړه چې پهخپله راتلونکي درسي مُحاضَره کې به د أحاديثو پر ټولو يادو نوعو جلا، ځانګړی او تفصيلي بحث وکړي، څو د رواياتو د صحت او ضعف د پېژندنې په برخه کې طُلاّبو او د درسي حلقې ګډونوالو ته مفيد او مرستندوی ثابت شي.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل شول او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د قدرمن مشر په دعا ويلو پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.
