د اسلامي نهضت ځلانده ستوری عبد الحنان وحيد د اجل داعي ته لبيک وويل
استاد جمعه خان نورستانی
الحکمُ والبقاءُ للّٰه
د مرحوم الحاج عبدالحنان وحید د مړيني خبر ډېر زيات خواشينی کړم.
نوموړی د هېواد په کچه د اسلامي تحريک له اوائلو يو أمين، مخلص، مخکښ او صادق غړی و، د سنګر او دفتر په هر مجال کې يې د امانتدارۍ او صداقت نمونهيي ژوند تېر کړ، له وروڼو سره يې د نيکو خاطرو مستقل داستانونه پاتې شول او تل به يې په دعاګانو او مجالسو کې نېکه يادؤنه کېږي.
د اللّٰه تعالی له لوی درباره يې د ټولو تکليفونو، مهاجرتونو، جهادونو او قربانیو سل برابره حسنه بدله او جنت الفردوس غواړم، وماذالک علی الله بعزيز.
کورنۍ، دوستانو او ټولو متعلقينو ته يې جميل صبر غواړم.
إنا لله وإنا إليه راجعون
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
