No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏کابل هوايي ډګر کې مېرمنو ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.

اسوشېټېډ پرېس د دوو افغان هوايي شرکتونو چارواکو له قوله ویلي، لسګونه ښځې چې غوښتل یې د جمعې په ورځ له کابل هوايي ډګره سفر وکړي، د محرم د نشتوالي له امله یې د سفر اجازه نه ده موندلې.

: ‏امنیتي ځواکونو څلور کسان کابل کې د یوه صراف د وژل کېدو په تور نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې امنیتي ځواکونو هغه څلور کسان نیولي، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې یې کابل کې یو صراف په ډېرې بې رحمۍ وژلی و.

: ‏د کابل والي د خصوصي سکتور غونډې ته:

نړۍ ته مو په نظامي ډګر کې ماتې ورکړې، له همدې امله اوس موږ په رسمیت نه پېژني او پر موږ اقتصادي فشارونه واردوي.

دا د اسلامي امارت کرامات دي، چې هر مسوول هرې ادارې ته راشي ډېر ځان ستړی کوي.

: ‏ا.ا د رؤیت هلال لپاره یو پلاوی ټاکلی او د سترې محکمې رئیس شیخ مولوي عبدالحکیم حقاني یې ددې پلاوي مشر ګمارلی دی.

چارواکي وايي، دا هیئت به په مرکز او ولایتونو کې د روژې او اخترونو د میاشتو د لیدلو چارې ترسره کوي چې نهایي حکم به یې په شرعي طریقه د هیواد قاضي القضات لخوا اعلانیږي.

: ‏وزارت امر بالمعروف و نهی از منکر میگوید، پس از این خانم ها، تنها در روزهای یک شنبه، دوشنبه و سه‌شنبه با رعایت حجاب به مکان های تفریحی رفته می‌توانند و  مردها در روزهای چهارشنبه، پنج‌شنبه، جمعه و شنبه حق رفتن به پارک‌ها را دارند.

: ‏په سویس کې مېشتې افغانې بایسکل ځغلوونکې وحیدې حسني د اسیا اتلولیو سیالیو کې یولسم مقام خپل کړ. د بایسکل ځغاستې فډراسیون چارواکي وایي چې دغه سیالۍ د ښځو په برخه او د 24 کلیو مټرو په واټن د تاجیکستان په کوربتوب په دوشنبه ښار کې ترسره شوې.

: ‏د هلمند ولایت په لښکرګاه کې په یوې چاودنه کې یو هټۍوال ټپي شوی دی. د ځايي چارواکو دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه. چې دغه هټۍوال په خپل موټر کې لېږدول. د چارواکو په وینا د هټۍوال له خوا د چاودېدونکو توکو د لېږد لامل روښانه نه دی.

: ‏د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډلې په یوې دوستانه سیالۍ کې د کویټ لوبډلې ته درې-صفر ماته ورکړه. دا سیالۍ پرون د ترکیې په کوربه‌توب د دې هېواد په انتالیا ښار کې تر سره شوه.

: ‏د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده په یو فرمان کې نظامي چارواکو ته سپارښتنه کړې ده څو په خپلو لیکو کې کم عمره کسانو ته ځای ورنه کړي. په دې فرمان کې دغه راز راغلي چې په مرکزونو کې د کشرانو موجودیت فتنې زېږي او د ا.ا د عسکرو د بدنامۍ لامل کېږي.

: ‏د میدان وردگو د استخباراتو ریاست مسوولین وايي چې په بهسودو ولسوالۍ کې یې د عليپور ۵۰ میله وسلې ترلاسه کړې دي.

: ابراهیم کالین، سخنگوی ریاست جمهوری ترکیه طی سخنانی در میزگردی با عنوان «بازتاب‌های ژئوپلیتیکی جنگ روسیه و اوکراین در خاورمیانه» در چارچوب نشست دوحه اظهار داشت: امیدوارم این جنگ هر چه زودتر به پایان برسد. با این حال، یک معماری امنیتی جدید در سطح جهانی باید شکل بگیرد. نحوه شکل‌گیری و ساخت معماری امنیتی با توجه به رویدادهایی که در سال های آینده رخ خواهد داد تعیین خواهد شد.

وی افزود: از هر گام و اقدامی برای پایان دادن به جنگ بین روسیه و اوکراین حمایت خواهیم کرد؛ بلوک غرب در آنجا باقی خواهد ماند. اوکراین یک کشور مستقل است. تمام گام‌ها و ابتکارات انجام شده برای میانجیگری برای پایان دادن به این جنگ، کلید شکل‌گیری معماری جدید امنیتی خواهد بود.

: ‏د یونیسف مشره کاترین رسل: افغانستان کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکول د دوحې د هوکړې مهم ټکی و.

: ‏فضل الرحمن: د پاکستان حکومت داسې شوی لکه غورځېدونکی دېوال.

وایي، فقط یوې ټېلې ته اړتیا ده چې نسکور شي.

: ‏ناټو او امریکا هڅه کوي د افغانستان ماتې په اوکراین کې جبران کړي. واشنګټن ایکزماینر په یوه اوږده تحلیل کې ویلي چې ناټو د خپل تاریخ تر ټولو ستره او شرمناکه ماتې په افغانستان کې وخوړه او دې مسئلې د ناټو سازمان نړۍ ته یو کمزوری سازمان معرفي کړ.

: ‏ملګرو ملتونو په افغانستان کې له داخلي بېځایه شوو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ننه بېځایه شوي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

: ‏امریکایي او اروپایي چارواکو د دوحې په فورم کې د افغانستان په اړوند د قطر رول ستایلی دی او زیاته کړې یې ده چې قطر له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه کې او دغه راز د سولې برخه کې رغنده رول لوبولی دی چې دوی یې ستاینه کوي.

: ‏د چارو شنونکي وایي چې د دوحې فورم غونډه کې د افغانستان موضوع ډېره کمرنګه ده او لامل یې د افغان چارواکو وروستۍ ناسمې پرېکړې دي. د افغان چارو شنونکي وایي چې ناسم داخلي سیاست پر بهرنیو اړیکو منفي اغېز کوي، په بهر کي مخالفتونه راپاروي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې له لویدیځو هېوادونو څخه د وسله وال ملاتړ غوښتنه کړې ده. زلنسکې ویلي چې لویدیځ هېوادونه دې له روسیې څخه نه وېرېږي او د روسي یرغلګرو پر وړاندې دې د دوی ملاتړ ته راودانګي.

: ‏کرملین د ولادیمیر پوتین په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی او زیاته کړې یې ده چې بایډن د روسانو په پرېکړو کې کار نه شي لرلی ځکه د دوی په وینا د پوتین بیا ټاکنه او د هغه د واک دوام د روسانو کار دی نه د بایډن.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی په تېرو څلورو لسیزو کې د امریکا یوازینی ولسمشر و چې دغه هېواد یې یوې نوې جګړې ته دننه نه کړ.

: ‏جوزپ بورل، مسوول سیاست خارجی اتحادیه اروپا در تویتی گفته است که گفت‌وگوی مشترک میان وزیر خارجه قطر با گروه بحران در مورد ثبات افغانستان «فرصتی خوب برای اشتراک گذاری دیدگاه‌ها» بود. او افزود ما برای آینده بهتر و فراگیر برای تمام افغان‌ها به کار خود ادامه می‌دهیم.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش پر خپله ټویټر پانه لیکلي، په نړۍ کې له هرو دریو ښځو یوه یې له مستقیم تاوتریخوالي سره مخ ده. هغه زیاته کړې چې ملګري ملتونه له دولتونو سره کار کوي چې د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره قوانین او مقررات پیاوړي کړي.

: ‏د یمن حوثي وسله‌والو اعلان کړی چې د دریو ورځو لپاره به پر سعودي عربستان راکټي او  هوایي بریدونه ودروي. د رویټرز په وینا، حوثي وسله‌والو ویلي، که د سعودي په مشرۍ ائتلاف پر دوی هوايي بریدونه ودروي، دوی به هم د خپلو راکټي بریدونو توغول بند کړي.

: ‏بي بي سي: د افغانستان نویو واکمنو مو دغه هېواد کې په نشراتو بندیز لګولی دی.

بي بي سي د تېر نظام پر ضد تبلیغاتو او اوسنیو واکمنو ته په کمپاین مشهوره وه.

: ‏توماس ویست نماینده خاص ایالات متحده برای افغانستان میگوید که امیدوار است ا.ا تصمیم خود مبنی بر مسدود نمودن مکاتب دخترانه را لغو کند.

وست این اظهارات را روز شنبه در یک نشست جهانی به نام فوروم دوحه در قطر بیان کرد و افزود که امیدوار است در روزهای آینده شاهد پس گرفتن این تصمیم باشد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک