حکمتيار: د نجونو مکتبونو بندول د حكومت اعتبار ته ئې په داخل او بهر كي سخته صدمه ورسوله
د توجيه وړ نه ده چي إمارت اسلامي دا وعده كړې وه چي د هلكانو او نجونو ټول ښوونځي به پرانستل كېږي؛ خو ناڅاپي او په داسي حال كي چي نجوني هم ښوونځيو ته تللې وې؛ اعلان وشو چي د متوسطې او ليسې نجوني بايد بل فرمان ته انتظار وكړي؛ په دې اعلان سره نه يوازي هغو دښمنانو ته د پراخو او پرله پسې تبليغاتو موقع په لاس وركړى شوه چي د مېرمنو د حقوقو دروغجن او مكار مدافعين ئې له ځانه جوړ كړي او اسلام او مسلمانان په دې تورنوي چي د مېرمنو حقوق تر پښو لاندي كوي؛ بلكي د حكومت اعتبار او حيثيت ته ئې په داخل او بهر كي سخته صدمه ورسوله او هر چا داسي وانگېرله چي د دې حكومت پر ژمنو باور نشي كېدى؛ پر خپل عهد او ژمنو ودرېدل د ايمان او اسلام ستره غوښتنه ده.
دا هم بايد په پام كي ولرو چي د حجاب اړوند آيت داسي مهال نازل شوى چي په جومات كي د ناستو ډېرو مؤمنو مېرمنو يا سرونه لوڅ ول، يا ئې غاړه او گرېوان؛ د آيت په اورېدو سره فوراً پاڅېدې، خپلو كورونو ته ولاړي او د سر، غاړي او گرېوان د پټولو چاره ئې وكړه او بېرته جومات ته راستنې شوې.
همدا د شريعت د تطبيق هغه صحيح او شرعي اسلوب او طريقه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې او نورو مواردو كي عملي كړې ده.
همدا راز د ښځېنه استادانو كمښت د دې دليل نشي كېدى چي نجوني له زده كړي محرومي شي؛ بايد داسي تدابير ونيول شي چي دا ستونزه ژر او په سمه توگه حل شي.
وروڼو خوېندو!
كه مېرمني له دين بې خبره او بې علمه پاته شي؛ نو زموږ راتلونكى نسل به له دين بې خبره وي؛ د هر انسان لومړى استاد د ده مور ده؛ شخصيت ئې د مور په غېږ كي جوړېږي؛ يوازي د مؤمني او په دين پوه مور اولاد به مؤمن او په دين پوه روزل كېږي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني د نورو لپاره استاداني وې؛ له ډېرو ئې په سلگونو روايات نقل شوي.
عائشه رضي الله عنها تر ټولو ستره مفسره او په حديث او تفسير كي د نورو لپاره استاده وه. د عبد الله بن عمر او عبد الله بن عباس په څېر د مشهورو صحابه وو اشتباهات هم دې تصحيح كول؛
له لومړۍ ورځي چي په مدينه كي د پيغمبر عليه السلام په لاس جومات جوړ شو بيا تر هغه چي له دنيا ئې رحلت وكړ؛ مېرمني جومات ته تللې؛ د حجة الوداع په مهمي او آخري خطبې كي ئې هم وفرمايل: جومات ته د خپلو مېرمنو له تگ ممانعت مه كوئ.
او تاسو پوهېږئ چي هغه مهال جومات يوازي د لمانځه مكان نه وو؛ يوه ستره او اغېزمنه مدرسه هم وو او د جرگو او پرېكړو مهم مركز هم.
آيا د جومات او مدرسې تر منځ كوم فرق او توپير شته؟
د اختر او جمعې په لمونځونو كي شركت د امام او خطيب خطبه اورېدل؛ له دې كوم توپير لري چي په صنف كي د استاد درس واوري؟
افغانان وايي: منو چي د نجونو استادان دي مېرمني وي، منو چي صنفونه دي بېل بېل وي؛ منو چي دوى ته خوندي فضاء جوړه شي، منو چي ټول شرعي تدابير دي ونيول شي؛ بسم الله دې ته ملا وتړئ؛ ټول ملت ستاسو مرستي ته چمتو دئ؛ خو دا هيڅوك نه مني چي په دې نامه او پلمه دي نجوني له تعليم محرومي شي.
كه څوك دا كار د خپلي سليقې له مخي كوي؛ نه د شريعت په نامه؛ نو لږ تر لږه شريعت او اسلام خو به په دې نه تورن كېږي چي د نارينه او ښځينه تر منځ په توپير او تبعيض باور لري او مېرمني له تعليم محروموي.
وروڼو خوېندو!
آخري مشوره مي د إمارت اسلامي مسئولينو ته دا ده: داسي مه كوئ چي سبا خلك ووايي: حكومت د بهرنيو د فشارونو په نتيجه كي د ښوونځيو دروازې د نجونو پر مخ پرانيستلې؛ او افغان نجوني هم داسي وانگېري چي خپلو وطنوالو د اسلام تر نامه لاندي له خپل انساني او اسلامي حق محروم كړو خو غربيان زموږ د انسانى حقوقو مدافعين شول او حكومت ئې مجبور كړ د ښوونځيو تړلې دروازې پرانيزي. دا به يقيناً لويه اشتباه او له اسلام او راتلونكي نسل سره ستره جفا وي.
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
