دا مؤقت وخت څومره وی؟؟
اصف ننگ
په سیاسي نظام کې که د «مؤقت» حیله یو دوه یا پنځه کاله وچلیږي نو پر منتظرینو یې اعتراض لازم دی، اما د وطن پر سپیڅلو ماشومانو دا پریکټس مه تطبیقوئ، ددوی تاوان د وطن د آبادۍ او نسلونو تاوان دی.
تیر تعلیمي کال کې د جلکیو (۷-۱۲) مکتبونه تعطیل شول، حدوداً دوه میلیون انجوني له تعلیم محروم شوې، پوره تعلیمې کال یې ضایع شو؛ اما هغه د اسلامي نصاب او د شرعي مطابقت طرحه پکې لا تر اوسه وړاندې نشوه!!
۲۰۰ ورځې د نجونو د ثانوې دورې زده کړې تاخیر شوې، وایې لا تراوسه د معارف (داسلامي کولو!!) طرحه آماده نده، مگر آیا مسوول مقاماتو زمستانی خوب پوره کوو، د جوړولو توان یې نلري، که اصلاً پدې ساحه کې گنجایش نشته؟!!
اما آیا د اسلامي لباس ډول او شکل په قرآن کریم او نبوي احادیثو کې ندی تشریح شوی؟!! آیا تر دې ماسیوا کومې بلې مرجع ته مراجعه کوئ؟! آیا د څلور متر لباس لپاره ۲۰۰ ورځې کافي نه وی؟!
دمعارف نصاب او نظام د دریو معیارونو (د اسلام دین، کلتوري ارزښتونه او علمي ستندردونو) سره په مطابقت جوړ شوی، زمونږ د انجونو لباس اسلامي دی، شرعي حجاب دی او زمونږ د ټولنې د عنعناتو او کلتور یوه با عزته نمونه ده، گومان نه کوم تر دې یی زیات بهتره کړئ، نه نصاب نه کتاب نه لباس…!
د معارف په درسي نصاب کې ۱۳۷۳ عنوان کتابونه دي (د شاگرد او معلم رهنما کتابونه) څه باندې اته کلونو کې یې د (مسودې، تدوین، دقیق او تطبیق) مراحل طی شوې… نن متیقن شوم چې که مسلکي ظرفیت داسې وي چې په ۲۰۰ ورځو کې د یو جوړه لباس په هکله کار مخکې ندی تللی نو هغه د نصاب په هکله خو بیخي صبر پکار ده! آیا مشکل په اهلیت او ظرفیت کې دی که په ذهني باور کې؟!
ددوه میلیون جلکیو تر شا څو میلیون کورنۍ او څو میلیون انسانان هم خفه دي، ولي دومره واټن ایجادوئ، ولی دومره خفگان ورکوئ؟؟!
ولي ددې باعظمت اللهی دین لپاره تر ټولو نادره مثالونه قایموئ؟! مطمئناً دا وخت هم تیریږي… که تخنیکي معاذیر وړاندې کوئ پروا نلري اما دا چې دلیل پر عزیز اسلام پورې پیوندوئ صدمه یې هم سنجش کړئ!! پریږدئ چې زمونږ مؤمن ماشومان د سورتونو له زده کړې خوند واخلې، داسې نه چې د قرآن د ملکوتي زمزمو په لذت کې یې ستاسو ستوغ دستورات مایوسه کړي!! د دوی د معصومیت په شان د دوی عواطف هم سپیڅلې دي!!
که خبره مؤقته وي نو بیا قطعاً تشویش ندی پکار، خو که مؤقت مو اته میاشتي وی نو دغه نوی مؤقت به څومره وي…!
پرون مو وعده وکړه یو کال پرې تیر شو… نور نو دا د رڼا او رحمت وړانگو ته زولنې مه اچوئ!!
تاسو ژمنه او عهد د دین قول بولئ نو بیا یې لطفاً او د خدای پخاطر مه ماتوئ…
وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ ۖ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْئُولًا
