No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمه ییزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

: ‏د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ یي» کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې «وانګ یي» ویلي چې چین د افغانستان د کانونو د استخراج، اقتصادي برخو کې پانګونې او پر مس عینک کان باندې د کار پیلولو ته بشپړ چمتووالی لري.

: ‏ضمیر کابلوف نماینده خاص روسیه برای افغانستان به کابل آمده است.

عبداللطیف نظری معین وزارت اقتصاد میگوید که هدف سفر ضمیر کابلوف به افغانستان توسعه روابط سیاسی و اقتصادی میان دو کشور است.

این درحالیست که وزیر خارجۀ چین نیز امروز در یک سفر از پیش اعلام نشده به افغانستان آمده است.

: ‏د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده وایي خلک دې له خپل نظام سره د عشر او زکات له لارې مرسته وکړي.

د اسلامي امارت د کابینې په غونډه کې د طالبانو مشر ویلي، د ټولو افغانانو ستونزې درک کوي، خو دا چې اوس د ا.ا اقتصاد کمزوری دی باید خلک له خپل نظام سره د عشر او زکات له لارې مرسته وکړي.

: ‏کندهار ولایت کې د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده په مشرۍ د کابینې غونډه شوې.

اسلامي امارت وایي، چې دې غونډه کې شیخ هبة الله اخندزاده خپلو وزیرانو او مسوولینو ته د ادارو د کارونو، د اسلامي امارت د لا پیاوړتیا، د نظم، دسپلین او ستونزو د حل په هدف لازمې سپارښتنې او هدایات وکړل.

‏د شیخ هبة الله په مشرۍ د کابینې په دې درې ورځنۍ غونډه کې رئیس الوزرا، د رئیس الوزرا مرستیالان,، د دفاع، کورنیو چارو، اوقافو، اقتصاد، مالېې، عدلیې، فوائدعامې، امربالمعروف اونهی عن المنکر او نورو وزارتونو سرپرست وزیرانو قاضی القضات، د استخباراتو رییس او نورو مسوولینو ګډون کړی و.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په ریاست الوزرا کې د تغیر و تبدیل په اړه د ځینو رسنیو شایعات حقیقت نه‌لري او زیاتوي په کابینه او نورو برخو کې تغیرات نه‌دي راغلي. داسې خبرونه خپاره شوي وو چې ګواکې د ملا حسن اخند پر ځای ملا عبدالغني برادر د رییس الوزرا پر ځای ټاکل شوی و.

: رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه در حاشیه اجلاس فوق‌العاده سران کشورهای عضو ناتو در بروکسل با امانوئل مکرون، همتای فرانسوی خود دیدار کرد.

این دیدار در مقر سازمان پیمان آتلانتیک شمالی و پشت درهای بسته صورت گرفته است.

: اجلاس فوق العاده سران کشورهای عضو سازمان پیمان آتلانتیک شمالی «ناتو» در مقر این سازمان در بروکسل، پایتخت بلژیک آغاز شد.

: کاخ کرملین با انتشار بیانیه‌ای از برگزاری نشست شورای امنیت ملی روسیه به ریاست ولادیمیر پوتین رئیس جمهور این کشور با محوریت جنگ اوکراین خبر داد.

در این بیانیه عنوان شده که روند مذاکرات با اوکراین در نشست شورای امنیت ملی روسیه مورد بحث قرار گرفته است.

کاخ کرملین، اوکراین را عامل کندی روند مذاکرات معرفی کرده است.

تحریم‌های کشورهای غربی علیه روسیه نیز از دیگر موارد مطرح شده در این نشست بوده است.

: ‏مدت ماموریت ینس استولتنبرگ، تا 30 سپتامبر سال 2023 تمدید شد.

: آمریکا از 100 هزار پناهجوی اوکراینی میزبانی و برای این کشور بیش از 1 میلیارد دلار کمک بشردوستانه ارائه خواهد کرد.

: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت وایي د نجونو د ښوونځیو په تړاو د نوي حکومت پرېکړه خواشنوونکې ده.

: ‏امریکا له کاناډا غوښتي چې زرګونه افغان کډوالو ته په خپل هېواد کې ځای ورکړي. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې امریکا او کاناډا دمګړی په ګډه پر هغه پلان کار کوي چې له مخې به یې پنځه زره افغان کډوال د امریکا پر ځای کاناډا ته لېږل کېږي.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ا.ا وروستۍ پرېکړه اندېښمنونکې ده او دوی له طا لبانو څخه غواړي چې ژر تر ژره ښوونځي د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي. اوغلو زیاته کړې ده چې ا.ا باید په دې برخه کې پر خپله پرېکړه غور وکړي څو چارې یې تر دې سختې نه شي.

: ‏د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه شمالي وزیرستان کې د پاکستاني عسکرو پر پوسته وسله وال برید شوی دی چې په پایله کې یې څلور عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. په ورته وخت کې په ډېره اسماعیل خان کې هم پر پاکستاني پولیسو برید شوی دی چې په نتیجه کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي.

: ‏له مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان تېر کال د یو میلیارد او اته سوه میلیون او دوه میلیارد او اووه سوه میلیون ډالرو ترمنځ مخدره توکي تولید کړي دي.

: ‏د نړۍ تر ټولو ګرانبیه چای:

د چین روګایي او راک ټي په نوم چای د نړۍ تر ټولو قیمته چای دی.

چې ۲۵ ګرامه یا یوه پیاله یې په ۴۵۶۰ ډالر او یو کیلو یې په یو لک ۸۴ زره او شپږ نیم سوه ډالرو پلورل کېږي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له شپږم ټولګي پورته ښونځیو ته د نجونو تګ باندې پر بندیز غبرګون ښودلی.

انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې ویلي که د طالبانو دا پریکړه لغوه نه شي، د اقتصادي پراختیا او دغه راز له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو د ښه والي لپاره به د طالبانو هیلې سختې زیانمنې شي.

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زده کړې یو بشري حق بللی او ټینګار یې کړه چې امریکا ښوونځیو ته د ټولو زده کوونکو د تګ په اړه د طالبانو بهانې په کلکه ردوي.

: ‏د امریکا ځانګړي استازي ښوونځیو ته د نجونو پر تګ د بندیز په اړه د طالبانو پریکړه غندلې.

توماس ویست پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې نن له میلیونونو افغان کورنیو سره د طالبانو د هغې پریکړې په اړه چې نجونو ته له ۶ ټولګي پورته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکوي خپله ژوره ناهیلي څرګندوي.

‏د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، تعلیم د ټولو انسانانو اساسي حق دی او د افغانستان د اقتصادي ودې او ثبات لپاره اړین دی.

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو دا اقدام له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو خلاف عمل دی.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښوونځیو په اړه د طالبانو پریکړه غندلې.

انتونیوګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي سره له دې چې طالبانو د ټولو ښوونځیو د پرانیستلو ژمنه کړې وه، خو له خپلې ژمنې په شا شول.

نوموړي ویلي د طالبانو وروستۍ پریکړه ناهيلي کوونکې او د افغانستان لپاره ضررناکه پرېکړه ده.

‏د ګوتریش په خبره دا پرېکړه نه یوازې د تحصیل او زده کړو حق تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان راتلونکې ته هم خطرونه جوړوي.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.

د اسلامي همکاریو سازمان وايي افغانستان کې تل پاتې سوله او ثبات یوازې له ټولو افغانانو د یوه ګډ، پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت د جوړېدو له لارې ټینګېدلی شي.

‏اسلام اباد کې د دې سازمان د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د پای اعلامیه کې ویل شوي، چې ورانکاري ډلې ښايي له دننه او بهره هڅه وکړي، چې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټېنګښت لپاره روانو هڅو ته زیان ورسوي.

اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې په دې اړه محتاط و اوسي.

: ‏اروپايي ټولنې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو مخنیوي په اړه د طالبانو پر پرېکړې ژوره خواشیني ښودلې.

دا اتحادیه وايي، د طالبانو دا اعلان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې لوی شاتګ دی.

‏اروپايي اتحادیې له طالب چارواکو هیله کړې چې د افغانانو احساساتو ته درناوی وکړي او ژر تر ژره  دا یقیني کړي چې ټول افغان نجونې، ښځې او هلکان ښوونځیو ته ستانه شي.

اروپايي ټولنې ویلي چې طالبانو له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی.

: ‏د يوکراین په ملاتړ د روسیې پر ضد د ناټو سرمشریزه پیل شوه.

دې ناسته کې د اروپا مهم مشران، د جي اووه هیوادونو مشران او د امریکا ولسمشر جوبایډن ګډون کړی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک