له چارواکو مو غوښتنه ده چې د مکتبونو دروازې د انجونو پرمخ خلاصې کړي
دکتور رحمت الله زاهد
الحمدلله زه هم ديوې ديني مدرسې فارغ مولا يم، درابطة المدارس الإسلاميه دلويې دورې (عالميه) په امتحان کې مې ټول پاکستان ټاپ کړی، دوفاق المدارس دوړې دورې (عاليه) په امتحان کې مې ټول خيبر پښتونخوا ټاپ کړی، دخپل علمي کور تفهيم القرآن مردان څخه په لويه دوره کې اول نمره فارغ شوی يم، په تفسير حديث کې ماستري او په حديثو کې دکتوراه نه يادوم چې په ملا صيب بد لګي، خو په پورته توګه دمدرسې مولا يم، زه دانجونو دتعليم وکيل يم، خپله لور مې همدا اوس په يو خصوصي پوهنتون کې دشرعياتو محصله ده او فيس يې ورکووم، دوه نورې لورګانې مې په خصوصي مکتب کې زدکړې کوي او فيس يې ورکووم او غواړم تر ممکن بريده زدکړې وکړي، زه هغه مولا ته حيران يم چې دانجونو دتعليم مخالفت کوي او يا ورته خڼډونه جوړوي او هغوی ته هم حيران يم چې دغه عمل ته خياطي کوي او هغوی ته هم حيران يم چې دا يو سياسي فيصله او په نړيوالو فشار بولي، لور به زما بې سواده پاتې کيږي او زور به يې نړيوالو ته ورکووم، عجيبه منطق دی او عجيبه فهم-
له چارواکو مو جدي غوښتنه ده چې زر تر زره ددولسم ټولګي پورې د مکتبونو دروازې د انجونو پرمخ خلاصې کړي او که کوم اصلاحات کول غواړي د درسي بهير په جريان کې دې وکړي، مونږ پدغه کار کې هر راز مرستې ته حاضر يو، خو ښکاره يې وايم چې دانجونو دتعليم مخنيوی به دګډوډۍ لامل وګړځي، الله دې نه کړي-
د سوکاله او پرمختللي هيواد او پياوړي قانوني اسلامي نظام په هيله
