مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: وزارت معارف در سال تازه آموزشی میگوید که تا اطلاع بعدی دروازه مکتبهای لیسه به روی دختران بالاتر از صنف ششم مسدود خواهند ماند.
مسولان وزارت معارف در مراسم آغاز سال آموزشی ۱۴۰۱ خورشیدی، هرچند روز آغاز مکتبها را به روی دانشآموزان دختر بالاتر از ششم مشخص نمیسازند، اما میافزایند که پسران میتوانند به گونه عادی به آموزشهای شان ادامه بدهند.
سعید احمد شهیدخیل، معین اداری ومنابع بشری وزارت معارف گفت: «تمام بشریت اگر عام هستند، اگر خاص هستند اگر او طبقات حاکم است، اگر محکوم هست، اگر صنف رجال و مردانه است، اگر صنف نسا و زنانه است، همه خوبی علم را حسن و عظمت علم و کمال علم را همه وجدانن درک میکنند و قبول میکنند.»
✒: يوه زدهکوونکې وايي، پرون يې د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه د خبر له اورېدو وروسته د خوښۍ اوښکې توی کړې، خو نن یې ښوونځي ته د ننوتلو مخیوي په خاطر له سترګو اوښکې لاړې. دغه زده کوونکې په هېواد کې د نجونو د ښوونځيو د ژر تر ژره پرانېستلو غوښتنه کوي.
✒: دیبرا لاینز، رییس یوناما در نامه یی به امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجه نگرانی سازمان ملل از مسدود ماندن مکاتب دخترانه بالاتر از صنف ششم را ابراز کرده است. یوناما در یک رشته تویت نگاشته که بسته ماندن مکاتب اعتماد را تضعیف می کند و خواهان بازگشایی مکاتب شده است.
✒: په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدلو په اړه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، د ناروې د کډوالو شورا او نورو نړیوالو سازمانونو غبرګونونه څرګند کړي.
✒: څېړونکې او د مېرمنو د حقونو فعالې ارزلا نعمت له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي: «مرګ یوازې فزیکي نهدی، د نجونو د زدهکړو مخنیوی د یوې ټولنې د نیمو وګړو روح وژني.»
✒: د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس عبدالله عبدالله له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي، زده کړو ته لاسرسی د هېوادوالو اساسي، اسلامي او مدني حق دی. هغه د یوه ټویټ له لارې په هېواد کې د نجونو ټولو ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده.
✒: پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اووم نه تر دولسم ټولګي د نجونو د ښوونځیو د نه پیلېدو له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې. هغه له طالبانو نه غواړي چې د نجونو ښوونځی سملاسې پرانیزی او پرینږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي او د تعلیم نه لرې، احتیاج او ترلاس لاندې افغانستان غواړي.
✒: یک دختر متعلم میگوید که با مسدود ماندن مکاتب دخترانه دوره لیسه ناامید شده است. او میافزاید که انتظار نداشت چنین اتفاقی رخ دهد.
اکثریت از شاگردان مکاتب امروز با چشمان پُر از اشک و نا امید از مکاتب به خانه هایشان برگشتند.
✒: په کابل کې د زرغونې لېسې زدهکوونکې وايي، له لومړي تر دولسم ټولګي ټولې زدهکوونکې ټولګیو ته تللې وې او دوه ساعته درس ورته هم ورکړل شوی و، خو زیاتوي، وروسته ورته د ښوونځي مسوولانو وویل چې تر بلې خبرتیا پورې دې ښوونځي ته نه راځي.
✒: طلوع نیوز: د نوي ښوونيز کال له پيل سره د کابل په يو شمېر نجونو ښوونځيو کې تر شپږم ټولګي پورته ښځينه زدهکوونکي په ټولګيو کې نه لېدل کېږي. د طلوعنيوز خبریاله طوبا وليزاده چې څو ښوونځيو ته تللې، وايي، له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نهده ورکړل شوې چې ښوونځیو ته دننه شي.
✒: د اسلامي امارت د دفاع وزارت وایي، چې تيره ورځ له ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه د ۱۲۰ تنو کومانډو ځواکونو په ګډون، ۵۷۰ تنه سرتيري تر پوځي، مسلکي او فکري زده کړو وروسته فارغ شول.
✒: یوناما د طالبانو وروستی تصمیم، چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې یې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي غندلی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دوی د طالبانو هغه تصمیم په کلکه غندي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونو زده کونکو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.
✒: د چارو شنونکو د نجونو د زده کړو په اړه د ا.ا وروستۍ پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده. دوی ویلي چې دا پرېکړه به د کابل او نړیوالو ترمنځ موجوده واټن نور هم زیات کړي، د رسمیت پېژندنې پروسه به لا ټکنۍ کړي او دغه راز به افغانان نړۍ ته غیر متمدن معرفي کړي.
✒: اجلاس سران ناتو درباره جنگ اوکراین برگزار میشود.
اجلاس سران کشورهای عضو پیمان آتلانتیک شمالی (ناتو) درباره جنگ اوکراین فردا پنجشنبه 24 مارس در مقر این سازمان در شهر بروکسل پایتخت بلژیک برگزار میشود.
✒: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین امروز چهارشنبه در جمع خبرنگاران در مسکو پیرامون احتمال استقرار نیروهای حافظ صلح ناتو در اوکراین گفت: «این تصمیمی بسیار بیپروا و خطرناک خواهد بود و هرگونه تماس احتمالی بین ارتش روسیه و ارتش ناتو میتواند به عواقب سخت و جبران ناپذیری منجر شود».
پسکوف با اشاره به اینکه اشتراکگذاری اطلاعات در مورد تلفات ارتش روسیه در اوکراین باید توسط وزارت دفاع روسیه انجام بگیرد، اظهار داشت: «در صورت صلاحدید اطلاعات بیشتر را به اشتراک خواهند گذاشت، این عملیات با رعایت دقیق برنامه و ماموریتها ادامه دارد. ارتش روسیه به غیرنظامیان شلیک نمیکند، مگر اینکه آنها اسلحه به سمت ما نشانه بگیرند».
✒: چین وایي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په برخه کې همکاري کوي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس کې ګډون کړی و او په دې غونډه کې یې تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره د چین د اړیکو او افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
✒: په واشنګټن کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف د غرب پر سیاستونو د نیوکې سربېره زیاته کړې ده چې غرب امریکا ته د وسلو او مزدورو وسله والو په لېږلو سره د اروپا او سیمې امنیت له خطر سره مخ کوي.
✒: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی دی چې که چېرته ناټو اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ولېږي نو دا چاره به د روسیې او ناټو د مخامخ جګړې لامل شي.
✒: د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي چې تر دې وروسته به روسیه د اروپایي ټولنې هیوادونو په ګډون په ټولو غیر دوستانه هیوادنو خپل ګاز یوازې په روبل وپلوري.
✒: خبرگزاری رویترز به نقل از مقامهای نظامی پاکستان گزارش کرده است که یک هواپیمای آموزشی این کشور روز گذشته در شمال غرب این کشور سقوط کرد و در پی آن دو پیلوت جان باختند.
✒: یان مککری، شاژدافیر سفارت امریکا برای افغانستان مسدود ماندن مکاتب به روی دختران بالاتر از صنف ششم را ناامید کننده خوانده و افزوده است که این کار خلاف بیانیههایی است که از سوی امارت اسلامی در باره آموزش دختران نشر شدهاند. او گفته است که تمام جوانان در افغانستان حق آموزش دارند.
✒: رینا امیری، نماینده ویژه امریکا برای زنان، دختران و حقوق بشر در افغانستان در تویتی گفته است که مسدود ماندن مکاتب دخترانه دوره لیسه نه تنها اعتماد به تعهدات امارت اسلامی را تضعیف میکند، بل آرزوهای خانوادهها از بهر یک آینده بهتر برای دختران شان را نیز از بین میبرد.
✒: د افغانستان لپاره د المان سفیر مارکوس پوټزل د نجونو د لېسو د تړلو کېدو په غبرګون کې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دا اقدام نه یوازې د افغان نجونو هیلو ته زیان رسوي؛ بلکې د نجونو د زدهکړو په اړه د اسلامي امارت له پخوانیو بیانیو سره ټکر لري.
