No-IMG

د حکمتيار صاحب دېرشم درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۱ھ‌ش د حمل ۴مه:

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۳۰مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

قدرمن مشر د «خضر عليه السلام» په اړه د تېر درس پر دوام وویل:

بخاري د هغو پنځو رواياتو له جملې چې وايي: موسی عليه السلام ته وريت شوی کب د نښې په توګه ټاکل شوی وو، ۱۲۲م نمبر روايت ته تفصيلي إشاره وکړه او ويې ويل:

د دې روايت په اړہ ډېرې داسې پوښتنې راولاړېږي چې ځواب يې نه‌شي ويل كېداى. نوموړي د بېلګې په توګه لاندې څو پوښتنې د خپلې درسي محاضرې د ګډونوالو مخ‌ته کېښودلې:

1:            د روايت په سر كې راغلي چې عبدالله بن عباس رضي الله عنهما وويل: كَذَبَ عَدُوُّ اللهِ: د خداى دې دښمن دروغ ويلي! د عبدالله بن عباس غوندې يو ستر شخصيت به څنګه او ولې د يو كس د محض ادعاء له مخې د بل چا په اړہ داسې وينا وكړي؟ شريعت داسې قضاوت جائز نه ګڼي چې د يوې لانجې د دواړو خواوو له وينا اورېدو پرته داسې ناسم قضاوت وکړي چې يو غائب كس ته په كې له څېړنې او تحقيق پرته د خداى دښمن وويل شي؟! دا ډول قضاوت د عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما له شأن او شخصیت ډېر ډېر لرې دی.

2:            دا روايت وايي چې موسى عليه السلام له بعثت وروسته دا سفر كړى، حال دا چې له بعثت وروسته هغه د ټول عالم له‌پاره لارښود وو، تر ده بل پوه او عالم كس په نړۍ كې نه‌وو، ولې به الله تعالى د دې خبرې په كولو تر عتاب لاندې نېوه چې د يو چا په ځواب كې يې ويلي وو: چې تر ما بل پوه كس نه‌شته؟! رسول الله صلی الله عليه وسلم په وار وار صحابه‌وو ته ويلي چې زه تر تاسو ټولو ښه پوه يم؛ او صحابه‌وو هم ويلي چې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم تر ټولو زيات پوه دي.

3:            قرآن وايي چې: موسى عليه السلام د بعثت وروسته يوازې څلوېښت ورځې له خپل قوم لرې پاتې شوى او د همدې لرې‌والي او غياب له وجې سامري د هغه قوم وغولاوه او ګمراه يې کړ، كه دا سفر له بعثت وروسته واى نو حتماً به يې قرآن وضاحت كړى‌وو.

4:            د قرآن له وينا معلومېږي چي دا سفر هغه مهال شوى چې موسى عليه السلام لا مدين ته هجرت نه‌وو كړى او د فرعون په كور كې اوسېدلو، او قرآن وايي چې: په همدې موده كې الله تعالى هغه ته علم او حكمت ور په برخه كړ، د علم ترلاسه كولو يوه مرجع يې همدا له خضر عليه السلام سره څو ورځنى سفر وو، په همدې سفر كې هغه له خضر عليه السلام څو خبرې زده كړې:

الف: د يوه ظالم پاچا له شر د بې‌وزلو جاله والو ژغورل.

ب: د يوه كافر، مفسد او بې‌رحمه زلمي وژل او باإيمانه مور پلار يې د هغه له شره ژغورل.

ج: له هغو يتيمانو سره مرسته چې پلار يې تر دېوال لاندې خزانه ورته ښخه كړې‌وه، او موسى عليه السلام همدغو درې كارونو ته ورته كارونه وكړل:

1: د يوه ظالم قبطي پر وړاندې د يوه مظلوم بني اسرائيلي داسې مرسته چې ظالم قبطي ته يې كلكه څپېړہ وركړہ او په همدې سره هغه ومړ.

2: د مدين د كوهي پر غاړہ يې د دوه مېرمنو مرسته وكړہ او په داسې حال كې يې په يوازې ځان له كوهي اوبه راوويستې او د دوى رمه يې خړوبه كړہ چې د اوږده سفر له امله سخت ستړى او ستومانه وو.

3: د بني اسرائيلو د ژغورنې له‌پاره مصر ته ولاړ او د فرعون مقابله يې پيل كړہ.

قدرمن مشر وويل:

د خضر عليه السلام له هغو درې كارونو سره د موسى عليه السلام د دغو درې كارونو شباهت په ډېر وضاحت سره ښيي چې دا سفر له بعثت مخكې ترسره شوى. له بعثت وروسته هغه د سينا په صحرا كې وو، هلته نه سيندونه وو او نه مجمع البحرين، كه أحياناً څوک دا دوه بحرونه ګڼي او وايي چې له مجمع البحرين مراد د خليج عقبه او خليج سويس يا د بحرالروم او بحر القلزم يوځاى كېدا ده نو دا ځايونه هيڅ نښې ته ضرورت نه لري او له موسى عليه السلام يې دومره اوږد سفر هم نه غوښت چې ووايي: يا به مجمع البحرين ته رسېږم يا به كلونه كلونه (حقباً) مزل كوم. دې‌ته پر کتو په دې‌كې هيڅ شک نه‌شته چې معقوله او ارجح رأيه دا ده چې:

الف: له مجمع البحرين د نيل د دوه څانګو؛ نيل الأبيض او نيل الأزرق د يوځاى كېدا محل مراد دی.

ب:           كه وريت شوى او پوخ ماهي د دوى له‌پاره نښه وو نو موسى عليه السلام به څنګه خپل خادم ته ويل چې: هغه د خوراک له‌پاره راوړہ؟!! په دې صورت كې خو به يې حتماً له ځان سره ساته او له خوړلو به يې ډډہ كوله.

ج:           نه قرآن ويلي چې د موسى عليه السلام د سفر ملګرى يُوشَعَ بْنِ نُونٍ وو او نه نورو رواياتو دا خبره كړې او نه دا ضروري ده چې نوم يې په ګوته شي، كه ضروري واى نو قرآن به حتماً د هغه نوم اخيستى وو! يوشع بن نون د سينا په سفر كې د موسى عليه السلام ملګرى شوى نه په مصر كې د هغه سفر په دوران كې چې قرآن ترې د کهف په سورې کې يادونه کړې.

د:            دا روايت وايي چې وريت شوى كب ژوندى شو او سيند ته يې ټوپ كړل او دا کار موسى عليه السلام او ملګري ته يې د حيرانتيا سبب شو، حال دا چې قرآن وايي: په سيند كې د كب وركېدا يوازې د موسى عليه السلام ملګري ليدلې او موسى عليه السلام ترې خبر نه‌وو، نو ځكه يې له خپل ملګري د دغې خبرې په اورېدو سره وويل: موږ د همدې ځاى په لټه كې وو چې كب به په‌خپله مخه درومي او له موږ به غائب كېږي. د روايت الفاظ دا دي: (فَانْسَلَّ الْحُوتُ مِنَ الْمِكْتَلِ فَاتَّخَذَ سَبِيلَهُ فِي الْبَحْرِ سَرَبًا، وَكَانَ لِمُوسَى وَفَتَاهُ عَجَبًا) او دا د قرآن له وينا سره په بشپړہ توګه تعارض لري، ځكه قرآن د موسى عليه السلام د ملګري له خولې وايي:... (وَمَآ أَنسَىٰنِيهُ إِلَّا ٱلشَّيۡطَٰنُ أَنۡ أَذۡكُرَهُۥۚ وَٱتَّخَذَ سَبِيلَهُۥ فِي ٱلۡبَحۡرِ عَجَبٗا) ٦٣.

ر:           همدا راز دا روايت وايي چې موسى عليه السلام او ملګري يې د كمر خوا ته سرونه كېښودل او ويده شول، كه داسې وو نو د كب ژوندي كېدا او سيند ته لوېدا يې څنګه وليده؟! دا پوښتنه ډېره پر ځاى پوښتنه ده، ځكه قرآن د ډبرې خوا ته د ويده كېدو خبره نه كوي بلكې د پناه وړلو خبره كوي او ښيي چې د تودوخې له امله يې د كمر سيوري ته پناه وړې او څو شېبې يې هلته دمه كړې ده؛ خو دا روايت وايي چې هلته دواړہ ويده شوي.

ز:            دا روايت وايي چې خضر عليه السلام د موسى عليه السلام د سلام په اورېدو سره حيران شو او ويې پوښتل چې ستا په سيمه كې سلام له كومه شو؟ هغه ورته وويل: زه موسى يم، پوښتنه يې ترې وكړہ چې د بني اسرائيلو موسى؟ وئې ويل: هو؛ د دې معنى دا ده چې خضر عليه السلام په غيب نه پوهېده او موسى عليه السلام يې ونه‌پېژانده، خو د دې روايت له ځينو الفاظو داسې معلومېږي چي ګواكي هغه په غيب پوهېده، حال دا چې قرآن وايي له الله تعالى پرته هيڅ‌څوک په غيب نه پوهېږي.

نوموړي زياته کړه:

پوښتنه دا ده چې خضر عليه السلام څنګه د موسى عليه السلام په څېر يوه پيغمبر ته وايي: ما ته داسې علم راكړل شوى چې تاته نه دی دركړى شوى. يا په بل روايت له تاسره نه ښايي، او تا ته داسې علم دركړى شوى چې ما ته نه دی راكړل شوى او په بل روايت كې له ما سره نه‌ښايي؟! كوم علم ده ته وركړى شوى وو؟ علم غيب خو نه‌شي كېدى، ځكه چې هغه د ملاقات پر مهال موسى عليه السلام ونه پېژنده، پوښتنه يې ترې وكړہ چې څوك يې؟ هغه ورته وويل موسى، نو بيا يې پوښتنه ترې وكړہ چي د بني اسرائيلو موسى؟! له دې خو معلومېږي چې هغه په غيب نه‌پوهېده، نو ده كوم داسې علم درلود چې موسى عليه السلام له بعثت وروسته نه درلوده؟ څوک چې دا روايت صحيح ګڼي څنګه خضر عليه السلام ته علم غيب هم منسوبوي؟!! له دې روايت خو معلومېږي چې په هغو درې مواردو كې هم د ده علم؛ خاص علم او په غيب پوهېدا نه‌شو ګڼلى.

د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:

دې ته مو بايد پام وي چې د قرآن له وينا په ډېر وضاحت سره معلومېږي چې خضر عليه السلام هغه مفسد ځوانكى د ده د مور او پلار په مشوره وژلى.

دوهم:       همدا راز د قرآن له وينا معلومېږي چې خضر عليه السلام د هغو يتيمانو دېوال د هغې ژمنې له مخې رغولى چې د دوى له پلار سره يې كړې وه، دا ځكه چې هيڅوک د اولاد له‌پاره په داسې حال كې خزانه نه‌ښخوي چې هيڅ‌څوک پرې خبر نه كړي، له داسې كار به د هغه اولاد ته څه ګټه ورسېږي؟!! كېداى شي دېوال ړنګ شي او خزانه د بل چا په لاس كې پرېوزي.

درېيم:       په دې روايت كې د خضر عليه السلام په لاس د كافر او مفسد ځوانكي د وژل كېدو په اړہ دا الفاظ راغلي چې منل يې ګران دي: (فَأَخَذَ الْخَضِرُ بِرَأْسِهِ مِنْ أَعْلاَهُ فَاقْتَلَعَ رَأْسَهُ بِيَدِهِ): نو خضر د سر له لوړې «پورته برخې» ونېو او په خپل لاس سره يې سر ترې وويست!!

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

ځينې خلک د خضر عليه السلام دا وينا چې ويې ويل: (و ما فعلته عن أمري): ما (د خپل زړہ) په حكم دا كار نه دی كړى) داسې تعبيروي چې ګواكې ده ته د الله تعالى له لورې په مشخصه توګه د دغه ځوانكي د وژلو امر شوى وو، خو په آيتونو كې په لږ دقت سره پوهېداى شو چې دا تعبير غلط دی، د دې وينا معنى داده: ما دا كار د خپل نفسي غوښتنو په حكم نه دی كړى، كوم ذاتي غرض مې په كې نه‌وو، د الله دين د داسې څه كولو اجازه راكړې، په الهي دين كې د هغه چا وژل مانع نه‌لري چې صالح ټولنه په كفر او طغيان ګواښي، يوازې دغسې تعبير موسى عليه السلام ته يو مهم درس ګڼل كېداى شي، نه دا چې ګواكې د الله تعالى له لورې خضر عليه السلام ته په مشخصه توګه د دغه ځوانكي د وژلو حكم شوى وو.

د نوموړي پر وينا

دغو خبرو ته په پام سره په يقيني توګه ويلاى شو چې دا روايت ډېر اشكالات لري او قطعاً د منلو وړ نه دی، هغه بل له هره پلوه أرجح او غوره دی او د قرآن له وينا سره اړخ لګوي چې وايي: موسیٰ عليه السلام ته ژوندی کب د نښې په توګه ټاکل شوی وو.

نوموړی زياتوي چې

د دې قصې په اړہ مزيد تفصيلات د القصص او الكهف د سورو په تفسير (د قرآن پلوشې) كې ولولئ.

دغه راز نوموړي وويل:

څوک چې د الكهف سورې د 65 آيت له دې فقرې وَعَلَّمۡنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلۡمٗا؛ د لدني علم اصطلاح راباسي او هغه د داسې علم په توګه معرفي كوي چې «له تعليم او تدريس پرته ترلاسه كېږي او مرشد يې په يوه نظر مريد ته القاء كوي»؛ ستره تېروتنه کوي او ورته وايو:

لومړى بايد د دغه آيت په معنى ځان پوه كړو او وګورو چې الله تعالى هغه عالم بنده ته كوم علم وركړى وو؟ هغه علم چې ته یې ادعاء كوې كه بل علم؟! قرآن په خپله د دې پوښتنې ځواب موږ ته راكوي او د هغو درې پېښو په ترڅ كې يې موږ ته راښيي چې له موسى عليه السلام سره د سفر په دوران كې رامنځ‌ته شوي. قرآن موږ ته وايي چې موسى عليه السلام له خپل استاد درې جهادي درسونه زده كړي، نه (لدني علم).

د قرآن له آيتونو خو دا حقيقت جوتېږي چې خضر عليه السلام يو مجاهد وو، د بې‌وزلو او مظلومانو ملګرتيا يې كوله، موسى عليه السلام ته يې د جهاد درس وركړ، خو نه‌پوهېږو چې ځينو له دغو څرګندو او واضحو آيتونو له كومې برخې او له كوم لفظ د (لدني علم) اصطلاح راايستلې؟!!

ډېره عجيبه ده، د قرآن له داسې قصې او مضمون چې هر مخاطب ته د سري او خفيه مبارزې درس وركوي؛ غرضي او مرضي خلكو داسې افسانه جوړہ كړې چې د مخاطب ذهن تخديروي او له سره تر پايه غلط افكار ورته القاء كوي، چېرې د خضر عليه السلام هغه درې جهادي كارونه او چېرې دې‌ته د «لدني علم» نوم وركول او دا ادعاء كول چې هغه په غيب پوهېدو او كارونه يې غير عادي ول!!

دوى دې ته هم متوجه نه‌دي چې د همدغې (و أتينه من لدنا علما) فقرې ته ورته الفاظ د قرآن په ګڼ‌شمېر نورو آيتونو كې هم راغلي او په ترڅ كې يې قرآن موږ ته لارښوونه كوي چې د انسان هر څه د الله تعالى ېېرزوينه ده، ژوند يې، استعدادونه يې، رزق يې، علم او معرفت يې، قرآن دا ټول الله تعالى ته منسوبوي او د الله تعالى پېرزوينه يې ګڼي، په ټولو هغو آيتونو كې چې دا حقيقت په‌كې بيان شوى همدا د (لدن) لفظ راغلى؛ لكه دا آيتونه:

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى ٱلۡقُرۡءَانَ مِن لَّدُنۡ حَكِيمٍ عَلِيمٍ ٦ النمل: 6

وَقَالُوٓاْ إِن نَّتَّبِعِ ٱلۡهُدَىٰ مَعَكَ نُتَخَطَّفۡ مِنۡ أَرۡضِنَآۚ أَوَ لَمۡ نُمَكِّن لَّهُمۡ حَرَمًا ءَامِنٗا يُجۡبَىٰٓ إِلَيۡهِ ثَمَرَٰتُ كُلِّ شَيۡءٖ رِّزۡقٗا مِّن لَّدُنَّا وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَهُمۡ لَا يَعۡلَمُونَ ٥٧ القصص:57

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُۥۖ قَالَ رَبِّ هَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةٗ طَيِّبَةًۖ إِنَّكَ سَمِيعُ ٱلدُّعَآءِ ٣٨ آل عمران:38

وَمَا لَكُمۡ لَا تُقَٰتِلُونَ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَٱلۡمُسۡتَضۡعَفِينَ مِنَ ٱلرِّجَالِ وَٱلنِّسَآءِ وَٱلۡوِلۡدَٰنِ ٱلَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا مِنۡ هَٰذِهِ ٱلۡقَرۡيَةِ ٱلظَّالِمِ أَهۡلُهَا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا وَٱجۡعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا ٧٥ النساء: 75

وَإِنِّي خِفۡتُ ٱلۡمَوَٰلِيَ مِن وَرَآءِي وَكَانَتِ ٱمۡرَأَتِي عَاقِرٗا فَهَبۡ لِي مِن لَّدُنكَ وَلِيّٗا ٥ مريم: 5

ښاغلي حکمتيار وويل:

تاسو د دغو آيتونو الفاظو ته لږ ځير شئ او له هغه آيت سره يې مقايسه كړئ چې ځينو ترې د (لدني علم) اصطلاح راايستلې، که داسې وي، نو بايد هغوی د خپل اسلوب مطابق له دغو آيتونو هم (لدني رزق)، (لدني ولي او نصير)، (لدني اولاد) (لدني قرآن) راوباسي!! خو په واقعيت کې هر عاقل انسان پوهېږي چې دا يو بې‌بنسټه او غلط اسلوب او كركجن استنباط دی.

نوموړي وويل:

علم په دوه ډوله دی، ذاتي او إکتسابي. ذاتي علم خو له الله تعالى پرته هيڅ‌څوک نه لري، د انسان علم خو اكتسابي دی، انسان د وحي، تعليم، تدريس، ليک او لوست له لارې علم ترلاسه كوي، قرآن د پيغمبر عليه السلام په اړہ فرمايي چې: له بعثت مخكې لار ترې وركه وه، سمه لار يې نه‌پېژندله. هلته چې فرمايي:

(أَلَمۡ يَجِدۡكَ يَتِيمٗا فَ‍َٔاوَىٰ ٦ وَوَجَدَكَ ضَآلّٗا فَهَدَىٰ ٧ وَوَجَدَكَ عَآئِلٗا فَأَغۡنَىٰ ٨ الضحى): 6-8

مګر نه يې وموندلې يو يتيم او د ټېكې ځاى يې دركړ؟ مگر نه يې وموندلې يو لار وركى او لاره يې در وښودله؟ او نيازمند يې وموندلې، خو غنا يې در په برخه کړه.

همدا راز فرمايي چې تر بعثت مخكې نه په كتاب پوهېدو او نه د ايمان په حقيقت او معنى، هلته چې فرمايي:

(وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ) ٥٢ الشورى:‏52

همداسې مو تاته له خپل لوري د يوه خاص امر وحې وكړہ، ته نه پوهېدې چې كتاب څه دی؟ او نه د ايمان (په معنى او حقيقت) پوهېدې، خو موږ داسې نور وګرځاوه چې له خپلو بنده‌ګانو هغه څوک پرې هدايت کوو چې غواړو يې، او بې‌شكه چې ته د مستقيمې لارې خواته لارښوونه كوې.

د ښاغلي حکمتيار پر وينا

قرآن موږ ته لارښوونه كوي چې د هر انسان علم په حقيقت كې د الله تعالى له لورې وركړى شوى علم دی، د پوهې او معرفت وسائل او استعدادونه هم الله تعالى وركړي او په هر څه د پوهېدو مجال او شرائط هم الله تعالى ورته برابروي، له دې په څرګنده توګه معلومېږي چې د إنسان علم إکتسابي دی او څه چې زده کوي د همدې إلهي أصل او سنت پر بنسټ يې زده‌کوي، له دې پرته د «لدني علم» پر نوم إنسان ته څه نه ورکړل شوي او نه ورکول کېږي.

په‌ پای کې نوموړي د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفيصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي مُحاضَره د هغه پر دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک