No-IMG

حقيقت څه دي ولی دلته دی حق او باطل فرق نه کيږي

يون صاحب،مجاهد صاحب ته يو څو کرخی ليکل غواړم ولی دی حق او باطل تفکيک نه کوی؟

پښتون شمشاد او که سپين غر شي

 په ژوندون سپک لکه ټغر شي

۱-پاکستان کی دی مجاهدينو حکومت مخالف څوک وو.

۲-داود خان او دی هغه ټوله کورنی چا او ولی ووژل

۳-دی نجيب پيغام دی جنرال رفيع په لاس حکمتيار ته.

۳-دی شورای نظار توطيه چا شنډه کړه.

۴-دی تاجکو،ازبکو او هزاره ايتلاف دی پښتنو خلاف چا ړنګ کړو.

۵-طالبان څنګه رامنځ ته شول.

پنځه ديرش کاله دی حزب اسلامي دی يو مسول غړي په حيث غواړم چه مخکی له مرګ څخه خپل مسوليت ادأ کړم.خو پوهيږم زما ليکنه  تاسو ته دی منلو نه ده ځکه يو خو زه پښتون يم او دوهم دا چه اسلامپاله يم خو ليکل يی اړين بولم کيدلی شي دی ګوتو په شمير خلک زما ليکنه په زړه تأيد کړي خو  په ژبه نه ځکه مونږ ضدي قوم يوو له خپلی خبری نه په شا کيږو والله که جهنم ته هم پری ځوو.

ولس خصوصاً ځوان نسل حق لري چه دی هغوی پوښتنو ته ځواب وويل شي او تر څنګ يی هغو ليکوالانو او سياسونو ته چه دی مضر احتياط لپاره چه ګويا څوک ورباندی دی تعصب ټاپه ونه لګوي حزب اسلامي يی دی جمعيت اسلامي او نورو متعصبو وطن پلورو ډلو سره په خپلو ليکنو او سياسي بحثونو کی شريک ګڼي.

پوښتنه:ولی حکمتيار پاکستان ته مهاجر شو؟

ځواب:کله چه دی وخت پاچاه ظاهر شاه دی ګوندونو آزادي اعلان کړه دی خلق او پرچم ګوندونه چه کمونستي مفکوره يی درلوده او پخواني شوروي دی کمونست ګوند څخه متأثره وو او غوشتل يی په افغانستان کی کمونستي نظام رامنځ ته کړي او له بل طرفه دی مسلمانو ورونو په نوم يو حرکت چه دی کابل پوهنتون څخه دی څو ځوانانو په توسط را منځ ته شو چه شعار يی په افغانستان که دی اسلامي قانون پلی کول وو په لنډه توګه به يی ووايم دغه حرکت په ډير کم وخت کی دومره پياوړی شو چه دی وخت نظام او  يا کمونستانو دی ځان لپاره يو لوی خطر په توګه دی دغه حرکت مشران ونيول او وروسته يی ټول په شهادت ورسول همغه وو چه حکمتيار مجبور شو چه وطن پريږدي.

پوښتنه:داود خان ولی او دی چا له خواه ووژل شو

 ځواب:  دی وخت په تيريدو سره داود خان دی کمونستانو له خوا دی ظاهر شاه خلاف کودتاه ته هڅول کيږي او قدرت دی داود خان لاس ته ورځي چه اکثريته غړي يی دی کمونست ګوند پوری تړلی څهری وي.کمونستان په دی هم اکتفأ نه کوي او څو کاله پس داود خان سره دی ټولی کورنی په شهادت رسوي او دی يوی خونړی کودتاه له لاری کمونستان قدرت ته رسيږي خو دی خلق او پرچم ژور اختلافات دی يو بل وژلو او دی وطن څخه دی شړلو سره سره پرچميان په دی بريالي کيږي چه دی حفيظ الله امين خلاف چه خلقی وو روسانو ته دوکه ورکړي چه ګويأ له امريکی سره يی اړيکی ټينګی کړي بايد جدي اقدام وکړي او خپلی لشکری افغانستان ته راوليږي روسان دوکه کيږي او ۱۵۰۰۰۰ زره عسکر افغانستان ته راليږي. افغانان دی وطن آزادی لپاره دی الله امر ته لبيک وايی او په مسلحانه جهاد پيل کوي بلاخره دی يو نيم مليون شهيدانو په قربانيو افغانستان خپله آزادي تر لاسه کوي.هغه هم نه وايم چه کوم ګوند يا قوم څومره قرباني ورکړه.هغه به پريږدو دی روسانو جنرالانو ته چه په خپلو کتابونو کی څه ليکلي.

پوښتنه:دی نجيب پيغام دی رفيع په لاس حکمتيار ته:

دی ملل متحد په منځګړيتوب داکټر نجيب دی سره موافقه وکړه چه قدرت به دی مجاهدينو موقتی اداری ته سپاري او وروسته به انتخابات کيږي.خو دی پرچم بله شاخه چه کارمل ته وفاداره وو دی نجيب له دغی پريکړی سره مخالف وو.دی هغه وخت ټول سياسي او نظامي قدرت دی همدغی ډلی په لاس کی وو پس له هغه چه نجيب دی هغوی غوښتنو ته اعتنأ ونکړه هغوی يو هيت دی وخت خارجه وزير په مشری مسعود ته ليږي او هغه ته وايی نجيب غواړي ټول نظامي قدرت حکمتيار ته وسپاري همغه وو چه دی مسعود احساسات پاريږي او دی ايران څخه دی تاجکو،ازبکو او شيعه هزاره ګانو دی ايتلاف غوشتنه کوي.شمال سقوط کوي جمعه اڅک او دی نجيب طرفدار جنرالان اسير کيږي نجيب په کابل کی هم دی ځان او ملګرو خطر احساسوي ځکه هغه هيڅ نظامي قدرت نه درلود جنرال رفيع دی وخت دفاع وزير لوګر ته ليږي او دی حکمتيار څخه غوشتنه کوي چه کابل ته داخل شي دا داسی وخت وو چه کابل په مکمله توګه دی شمال ايتلاف په لاس کی وو.کله چه حزب دی تورن امان الله په مشری دی کابل په لور حرکت کوي په دشتی بابوس کی دی دوستم مليشو له خوا چه څو ورځی مخکی دی مسعود له خوا ځای په ځای شوی وی له سخت جنګ سره مخامخ کيږي چه دی دوستم مليشی له سختی ماتی وروسته وژل کيږي او ژوندي پاتی يی دی کابل په لور په تيخته مجبوريږي.

پاکستان کی دی حکومت جوړولو مخالف څوک وو؟

ځواب:  پاکستان دی يو شيطان هيواد په توګه غوشتل دغه نظام  په اسلام آباد کی جوړ شي هغه داسی چه لمړی دی دوو مياشتو لپاره مجددی او وروسته دی څلورو مياشتو لپاره ربانی جمهور ريسان وي.خو حکمتيار دی طرحی مخالفت کوي او ورته وايی دی دوو،او څلورو مياشتو حکومت دی مجاهدينو منځ کی دی اختلافاتو سبب کيږي.يو کلن موقت حکومت دی جوړ شي او پخوانی اردو دی خپلو قطعاطو کی پاتی شي مجاهدين دی ښارونو ته نه ننوځي او په يو کال کی دی انتخاباتو ته لاره هواره شي او مجاهدين دی کلاره،کلاره دی پخوانی اردو سره يو ځای شي.دا خبری په پاکستاني چارواکو ډيره سخته تماميږي او حکمتيار او دی هغوی تر منځ خبری سختی کيږي او پاکستانی لوری وايي په مونږ باندی دی امريکا له طرفه فشار دی دا زمونږ دی ملک بقأ لپاره خطر دی مونږ نه شو کولی خپل وطن دی تاسو لپاره قرباني کړو. تاسو بايد عاجل کابل ته ولاړ شی او دی نجيب څخه واک تر لاسه کړی خو حکمتيار په خپله خبره ټينګار کوي او هغوی ته وايي مونږ نه غواړو تاسو زمونږ لپاره قرباني شی مونږ به افغانستان ته ولاړ شوو او هلته به دی يو کال لپاره حکومت اعلان کړو.خو پاکستاني چارواکی له غونډی وځي او څو دقيقي وروسته راځي او حکمتيار ته وايي ته يو ګوند يی انتخابات دی وشي چه اکثريت څه وايي. همغه وي چه نور احزاب چه دی قدرت ليونيان وي په پنجاب باور کوي خو په يو افغان ورور نه.

کابل څنګه وران شو؟

ټولو ګوندونو دی بينن سيوان يعنی دی ملل متحد له طرحی سره موافقه وکړه چه په سوليزه توګه به قدرت مجاهدينو ته سپاري خو دی کارمل ډلی چه فريد مزدک او محمود بريالي يی مشري کوله مسعود ته خپل هيت دی وکيل احمد په مشری چه دی نجيب په حکومت کی خارجه وزير وو ليږدوي او هغه ته وايی که عاجل اقدام ونکړي نجيب او دی هغه طرفداره جنرالان حکومت حکمتيار ته سپاري خو دی پرچم ګوند متعصب غړي چه دی کارمل له خواه له مسکو څخه مديريت کيدل لمړی يی دی شهنواز تڼي او نجيب تر منځ اختلافات رامنځ ته کړل او دی تڼي له کودتاه څخه وروسته پښتانه جنرالان دی پرچميانو له لوری ووژل شول او نجيب يوازی پاتی شو چه حتا په آخره کی دی ميدان هوايی ته دی تللو توان هم نه درلودو شمالی ولايتونه کلونه وړاندی دی دوستم په لاس کی وو او کابل هم دی نورو متعصبو جنرالانو لکه اعظيمي،علومي تر ولکی لاندی وو همغه وو چه دی ايران په وساتط دی تاجکو،ازبکو او هزاره وو تر منځ دی پښتنو ضد ايتلاف رامنځته کيږي.او دا داسی حالت وي چه دی دغه ايتلاف خلاف پښتانه په کامله توګه خلع سلاح وي او يوازينی پياوړی ګوند چه پښتون يی په رأس کی وو هغه حزب اسلامي وو.ډير دوستان دا فکر کوي چه دی قدرت جنګ وو خو دا خبره بلکل غلطه ده ځکه صدراعظم ورسره ډير وزارتونه دی حزب اسلامي وو خو دغه ايتلاف دی افغانستان دی تجزيی او دی پښتون ژبی او پښتون په مکمله توګه دی نظامي ډګر څخه دی ايستلو طرحه وه او ترڅنګ يی دی ملي سرود،ملي بيرغ او دی افغانستان نوم خراسان ته او ګڼ شمير نور ملي ارزښتونو له منځه وړل وو.جنګ ولی او چيری شروع شو په کابل کی لمړی خونړی جنګ دی نجيب طرفدارانو او دی پرچميانو او شمال دی ايتلاف تر منځ شروع شو دی نجيب په طرفداری دی جباری قهرمان،جمعه اڅک،شهباز خان،جنرال باقي او دی کارمل او مسعود له طرف دی دوستم،اعظيمي،بابه جان مليشو تر منځ نخته پيل شوه چه بلاخره اڅک اسير،باقي،يعقوبي او شهباز خان ووژل شول جباری قهرمان حزب اسلامي څخه پناه واخيسته او کابل دی دوستم او مسعود دی مليشو لاس ته ورغی همغه وو چه رباني ،مسعود چه دی جهاد تر سيوری لاندی يی دی پښتون ضد مفکوری سره ډاډه شول چه نور دی پښتنو ټغر په ټوليدو دی لوګر ته يی دی حزب اسلامي خلاف دی دوستم پنځه زره مليشی وليږلی او حزب اسلامي ته يی کابل ته دی راتګ اختارونه ورکړل.خو دی دوستم مليشی دی حزب اسلامي له مجاهدينو له لوری له سختی ماتی سره مخامخ کيږي او زرګونه کسانو له وژل کيدو وروسته دی تيختی لاره غوره کوي او دی حزب مجاهدين تر قلعچه او کارته نو ساحو ته رسيږي همغه وي چه دی کابل جنګ شروع کيږي.دی مسعود په مشری دی حزب اسلامي په ساحو زميني او هوايی بريدونه کوي.خو بيا هم دی سختی ماتی سره مخامخ کيږي.

دی شورای نظار تر مشری لاندی چه دی ايران او مسکو په وساتط رامنځ ته شوی وو څنګه ړنګ شو؛

ايتلاف دی ايران او مسکو په وساتط دی پښتون ضد شعار لاندی رامنځ ته شو ځکه جمعيت او شورای نظار،دی کارمل طرفداره پرچميان او په ايران کی جوړی شوی هزاره شيعه ډلو کلونه وړاندی پښتانه په يو او بل نامه يادول چه ګويا دی هغوی سره ظلم کوي او شمال يی په زور نيولی او ګڼ شمير نور دی تعصب څخه ډک فکرونو سره دغه ايتلاف رامنځ ته شو.په دغه تاريخي او حساس وخت کی يوازی دی حزب اسلامي مقاومت وو چه دی دغو متعصبو ډلو مخنيوی يی وکړو کنه دی پښتنو ګڼ شمير مشران دی مسعود له خوا په لوی قندهار،لوی ننګرهار او لويی پکتيا کی اخيستل شوی وو او هر مياشت به په بوجيو،بوجيو پيسی ورکول کيدی.دی حزب مجاهدينو مقاومت وو چه دغه ايتلاف يی ټوټی،ټوټی کړو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک