No-IMG

د ماډرن ژوند اسانتياوې او انسانانو ته يې زيانونه

زاهد جلالي

 

ماډرن ژوند کې اسانتياوې زښتې ډېرې دي. د راحت او اسانۍ وسايل ورځ په ورځ زياتيږي.

مثلاً ، هر کال نوي موټر جوړېږي او ښه ډېر کمالونه په کې وي، خو نرخ يې هم اوچتېږي. موټر تېل مصرفوي، پارکېنګ يې ځانته لګښت لري، ځينو خاصو ځايونو کې د داخلېدو لګښت بېل وي او همدارنګه.

هر کال نوي ماډل موبایلونه جوړېږي، خو قيمتونه يې هم پورته ځي، د خبرو، انټرنټ او نورو کمالونو لګښت يې هم شته. همدارنګه کمپيوټرونه او نور وسایل.

د ماشومانو نړۍ ته که داخل شو، د لوبو بلا ډېر وسايل ورته جوړ شوي. په کور ورته خپل کورګی جوړوي. دغه راز د ماشومانو ښوونځي، لباس او نور... تر مشرانو يې لګښت زيات دی.

که روغتونو ته سر ورښکاره کړو، ډېر ښايسته، پر مختللي او له ماډرن وسايلو ډک روغتونونه جوړ دي. مشهور ډاکتران په کار کوي. خو د لګښت يې پوښتنه مه کوه.

سړکونو، ښار او بازار کې هم اسانتياوې ډېرې شته. ښکلي بسونه، منظمې مېټروګانې او بلا نور سهولتونه شته. خو دا هر يو لګښت لري.

که اشپزخانې ته سر ورښکاره کړو،‌ بلا نوي وسايل جوړېږي. پخلی ځانته چينلونه لري او آن د پخلي ښوونځي جوړېږي. خو هیڅ څه يې و يا نه دي.

د ماډرن ژوند ټولې برخې همداسې دي. ښه پرمختګونه شوي. د ژوند سخته کارونه ماشينونه په اسانۍ ترسره کوي. هره برخه کې ډېرې اسانتیاوې شته. خو دا هر څه پيسې هم غواړي.

همدا ده چې ماډرن انسان نهايت مادي دی. د هر انسان فکر د مياشتې اخر کې بېلونو کې بند وي. څوک چې مبايل، موټر او کمپیوټر لري، د لوړ ماډل ترلاسه کولو کې فکر کوي او هر څه برنډ اخيستل غواړي، چې همدا برنډ يې لګښت يو په څو زياتوي. څوک چې يې نه لري، نشت يې ځوروي او د موندلو فکرونو کې اخته وي.

له ماډرن انسان خدای هېر دی. معنويات هېر دي. دا چې موږ دې دنيا کې د څه له پاره پيدا شوي يو او څه بايد وکړو، د هېچا ورته پام نه دی. انسان سخت مادي شوی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک