ورور حکمتيار په جلا کتنو کي د تاجرانو، ليکوالانو، مؤسسو، پوهنتون له مشرانو سره وليدل
سهشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د حمل ۲مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار په څو جلا-جلا کتنو کې د دوه خيريه او إستثماري منظمو له رئيس دکتور محمود «ابوالجود» ،د مستقبل پوهنتون له رئيس ښاغلي شفيق الله «أمين» افغان ملي تاجر، پياوړي ليکوال او شاعر ښاغلي عبدالله «صادق» د استرالیا په سیدنی کی د افغانانو د ټولنی مشر ښاغلي نادر اعظمي، د شمشاد نړيوال ټلويزيون له پخواني وياند حشمت الله ستانکزي ،د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير د حمايه قطعې قومندان حاجي اسلام الدين رائق، د ولسي جرګې له پخواني غړي حاجي خان وردګ، او د هزاربوز قوم له قومي مشر قاري شېرمحمد سره وکتل.
پهدغو کتنو کې د هېواد په سياسي، إقتصادي او أمنيتي وضعيت تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
قدرمن مشر د راغليو پلاويو پوښتنو او اندېښنو ته په ځواب کې وويل:
وضعيت د پخوا په پرتله ښهشوی، د جګړو او ناأمنيو کچه صفر شوې، کله ناکله چې د ځينو مسلحانه غلاوو، إختطافونو او ناأمنيو پېښې واقع کېږي، تر شا يې پخواني أمنيتي پرسونل دي چې پخوا په اردو او پوليسو کې وو، خو د نظام له سقوط وروسته يې د خپل ژوند وروستی معاشي مدرک له لاسه ورکړی او اوس لهدې لارې خپلې إقتصادي ستونزې تأمينوي.
نوموړي وويل:
بدلون او تحول په ټوله کې ښهوو، سره لهدې چې د إمارت أمنيتي منسوبين د کابل له وضعيت سره کاملاً ناشنا ول، خو بيا هم پر وضعیت قابض شول، هيله لرو چې الله تعالی اوسنی نظام ټينګ کړي، افغانستان د بلې جګړې او بدبختۍ تابيا نهلري، خدای مهکړه! که اوسنی وضعیت ناکام شي، د ټولو اسلامپالو جهتونو وضعيت ورسره خرابېدای شي.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه:
متأسفانه پخوانی نظام له خورا بدو خلکو جوړ وو، هغوی چې خپل نظام څومره تخريب کړ، دومره جګړې نهدی تخريب کړی، د هغوی د فساد له کبله هغوی هم له هېواد وتو اړ شول چې هېواد ته د ژمنتيا تر څنګ يې لوړې مسلکي زدهکړې هم لرلې، فعلي نظام ته په کار دي چې هغوی بېرته په درنښت هېواد ته راولي او په نظام کې برخه ورکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير پر وينا په إقتدار کې تر ټولو مهم او اړين کار د ځان سنبالول دي، په تېر نظام کې د ځان سنبالولو چاره پڅه وه او همدا يې د سقوط او پرځېدا يو له مهمو عواملو هم وو، فعلي نظام بايد تر هر څه لومړی همدې أصل ته کار ووايي او تر څنګ يې بايد د پانګونې او تجارت په برخه کې تر نورو لومړی داخلي شتمنو، پانګوالو، تجارتي او صنعتي شرکتونو ته په خلاص لاس دا زمينه مساعده کړي چې په داخلي معادنو پراخه پانګونه وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
