اسلام او غربي دمو کراسی!!
موږ بايد د اسلام په تفسيرولو کې په دې فکر نه وو
چې د چا په خوا يې شرحه کړو او له چا سره په ټکر کې نه شو مونږ سره بايد داسې احساس وي چې اسلام لوړ او پوره دين دى، ټول قوانين يې سم دي او هېڅ کله نه کميږي او نه جامد کېږي. د داسې احساس په لرلو مونږ صحيح اسلامي موقف ښکاره کولاى شو، نه دا چې د چا او څه فکر راسره وي.
د اسلام او ديموکراسي مهم فرق کې د حاکميت موضوع ده. اسلام د خداى حاکميت غواړي او دېموکراسي د خلکو مطلق حاکميت؟
دا څه وړه خبره نه ده، د خداى حاکميت د اسلامي نظام اساس دى او د بشر مطلق حاکميت د ديموکراسۍ اساس. اسلام کې حاکميت داسې موضوع ده چې ترې سرسري تېرېدل په هېڅ صورت جواز نه لري. کله چې داسې اساسي موضوع کې اسلام او ديموکراسي سره بېلېږي، سره له دې چې بلا ډېر جزوي فرقونه به هم په کې وي، خو د دغو جزوي فرقونو يادولو ته هېڅ اړتيا نه شته.
د اسلام کاميابي په دې کې ده چې حق پسې ځي او حق او عدل مني، نه دا چې حق ته يا اکثريت يا کوم بل اساس وټاکي. حق حق دى، که يې يو کس تاييدوي او که ميليونونه کسان. خلک هېڅ اهميت نه لري. ښه مثال يې د رسول الله صلى الله عليه وسلم دعوت اومکي ژوند دى. کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم اسلام ته دعوت پېل کړ، لس کسان ورسره نه ٶ موافق. د مکى ټولوخلکو يى مخالفت کاٶه، چا به يو څه ورته ويل او چا بل څه. آو د تعذيبو سره يى هغه له خلکو سره دا و نه منله چې اکثريت څه وايي هماغه به منو. په دى کى شک نشته چه اسلام خپله اجتماعى اوکامله دين دى، چي د هغى بيلګه خپله د نبي کريم ص د ژوند سيرت د ټول بشريت لپاره بې مثاله نمونه ده، رب دي مونږ ټولو افغانانو ته توفيق راکړي چى د اسلامي نظام په حاکميت کى خپل ايماني مسٶليت په ښه توګه اداء کړو.
ربه توفيق!
