No-IMG

د حکمتيار صاحب نهه ويشتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د حوت ۲۹مه:

 

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۲۹مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

قدرمن مشر د تېر درس «خضر عليه السلام» پر دوام وویل:

كه په قرآن کې د موسیٰ عليه السلام او د هغه د استاد قصې ته لږ پر دقت دې ځير شو نو ډېر ژر په دې حقيقت پوهېداى شو چې الله تعالى خضر عليه السلام ته كوم علم وركړى وو؟ او هغه موسى عليه السلام ته د ملګرتيا په دوران كې څه ورزده كړل؟

قرآن فرمايي چې: هغه موسى عليه السلام ته درې لارښوونې وكړې:

1:            د يوه ظالم پاچا له منګولو د مسكينو او بې‌وزلو جاله والو ژغورل؛ هغه هم په داسې شکل چې جاله وال ترې خبر نه‌شول، د لږ ضرر په مقابل كې يې دوى له ستر تاوانه وژغورل.

2:            د يوه مفسد، كافر او بې‌رحمه زلمي وژل او مؤمن مور-پلار يې له شره ژغورل.

3:            تر نړېدونكي دېوال لاندې د دوو يتيمانو له‌پاره ښخه شوې خزانه له غارت‌كېدو خوندي كول.

ښاغلي حکمتيار وويل:

موسى عليه السلام له خپل عالم او مجاهد استاد همدا لارښوونې زده كړې وې، د همدې لارښوونو په رڼا كې هغه دغو دريو كارونو ته ورته كارونه وكړل:

1: له يوه مظلوم بني اسرائيلي د دفاع په موخه يې يو ظالم قبطي ته داسې ګوزار وركړ چي پرې مړ شو.

2: د مدين د كوهي غاړې ته يې په داسې حال كې د دوه بې‌وزلو نجونو رمه خړوبه كړہ چې د اوږده سفر له امله ډېر ستړى او ستومانه وو.

3- د بني اسرائيلو د نجات له‌پاره له مدين مصر ته لاړ او د فرعون مقابلې ته يې ملا وتړله.

نوموړي زياته کړه:

كه د القصص سورې له 14 آيت وروسته آيت ته ځير شو ګورو چې په هغه كې د يوه قبطي او بني اسرائيلي تر منځ نښتې او له مظلوم بني اسرائيلي د موسى عليه السلام دفاع ته اشاره شوې او ورپسې د موسى عليه السلام هغه تاريخي او انقلابي پرېكړہ په ګوته شوې چې د ظالمانو له ملګرتيا او ملاتړ يې خپل قطعي او دائمي برائت اعلان كړ:

هلته چې فرمايي:

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَنۡعَمۡتَ عَلَيَّ فَلَنۡ أَكُونَ ظَهِيرٗا لِّلۡمُجۡرِمِينَ ١٧ القصص: 17

(ويې ويل: اې زما ربه! د هغې پېرزوينې په وجه چې پر ما دې وكړہ هيڅ‌كله به (له دې وروسته) د مجرمينو ملاتړى نه‌شم.)

دا په حقيقت كې له فرعوني نظام سره د موسى عليه السلام د بشپړې مقاطعې اعلان وو.

نوموړي زياته کړه:

د علم او حكمت له وركړې وروسته د دغو پېښو يادونه ښيي چې همدا د هغه د علم او حكمت آثار او نتائج وو، يو داسې كس چې د فرعون په كور كې په ناز او نعمت كې ستر شوى، د فرعون مېرمنې د خپل نازولي او ګران زوى په توګه روزلى؛ ډېره بعيده ده چې هغه دې يوازې او له ساتونكو پرته ښار ته ننوځي او بيا دې د دوه عادي سړيو تر منځ نښته كې مداخله وكړي او هغه هم داسې مداخله چې په ترڅ كې يې تېرى‌ كوونكى ووژل شي، خو الله تعالى د هغه د روزنې بېل انتظام كړى وو، له خضر عليه السلام سره ملګرتيا هغه ته ښودلي وو چې د مظلوم ملګرتيا به كوې. خضر عليه السلام د ملګرتيا په دوران كې د پورته يادو درې پېښو په ترڅ كې هغه ته دا درس وركړى وو چې تل به د مظلوم ملګرتيا كوي او د ظالم له منګولو د هغه د ژغورنې له‌پاره به ملا تړي.

دا خبرې په ډېر وضاحت سره ښيي چې:

خضر عليه السلام نه كوم لاهوتي او ناسوتي علم موسى عليه السلام ته ورښودلى، نه كوم لدني او باطني علم او نه د طريقت مسلك، درې جهادي لارښوونې يې ورته كړي او په عملي توګه يې ورښودلي چې: د ظالمانو په ضد د مظلومانو ملګرتيا، د بې‌رحم مفسد وژل او د يتيمانو مرسته.

نوموړي همدا راز وویل:

له هغه پوه او عالم سړي سره د موسى عليه السلام د ملګرتيا په قصه كې څو په زړہ پورې او د زياتې توجه وړ ټكي زموږ مخې ته اېښودل شوي:

الف:        موسى عليه السلام له خپل پوه او عالم ملګري داسې څه ويني چې د ده له‌پاره د توجيه او منلو وړ نه‌دي، په ظاهر كې داسې بد او قبيح ورته ښكاري چې پر وړاندې يې چوپ نه‌شي پاتې كېداى، فوراً اعتراض كوي. كه څه هم ژمنه يې كړې وه چې تر هغې به د هيڅ‌كار په اړہ ترې پوښتنه نه‌كوي چې ده خپله پرې نه‌وي خبر كړی، خو ګورو چې موسى عليه السلام هر ځل خپل تعهد هېروي، سكوت ماتوي او له خپل ملګري سوال كوي، اعتراض پرې كوي او ورته وايي: دا څه عجيب كار؟!! دا څومره ناوړہ عمل؟!! او ملګرى يې هر ځل ورته وايي:

آيا تاته مې نه‌وو ويلي چې زما ملګرتيا نه‌شې كولاى، زما پر كارونو صبر نه‌شې كولاى؛ ځكه چې په راز يې نه‌پوهېږې، د كارونو له اسرارو بې‌خبري د دې سبب كېږي چې بې‌صبره شې. دا كار درې ځلې تكرارېږي، بالآخره موسى عليه السلام اعتراف كوي چې له‌دې شخص سره د ملګرتيا توان نه‌لري او د هغه د عجيبو كارونو پر وړاندې صبر نه‌شي كولاى. كه موسى عليه السلام علم غيب لرلاى نو داسې به نه‌كېدل، نه به يې په‌خپل ملګري اعتراض كاوه او نه به يې له ملګرتيا پاتې شوى‌وو، كه موسى عليه السلام چې له اولوالعزم رسولانو دی، علم غيب نه‌لري نو بل به څوک وي چې د علم غيب خاوند وي؟!

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير زياتوي:

•             موسى عليه السلام په‌دې اعتراض وكړ چې د مسكينانو كښتۍ ولې تخريب شي او ولې له سفره پاتې شي، خو له دې خبر نه‌وو چې څو قدمه وړاندې دې كښتۍ او مالكانو ته يې خطر متوجه دی، هلته د يوه ظالم پاچا پلويانو كمين نېولاى، هره كښتۍ چې مومي غصبوي يې. د موسى عليه السلام ملګرى په‌دې خبر وو، د دې له‌پاره چې دا كښتۍ او غريب مالكان يې له خطر سره مخ نه‌شي يو تدبير يې وسنجاوه، كښتۍ يې سورۍ كړہ، چې له سفره پاتې‌شي، دا كار چې د موسى عليه السلام له‌پاره د توجيه وړ نه‌وو په حقيقت كې د كښتۍ د مالكانو له‌پاره لوى خدمت وو او په همدې كې د موسى عليه السلام له‌پاره يو لوى درس پروت وو او هغه دا چې يو چاته د ډېرې ګټې له‌پاره لږ ضرر رسول د ستاينې وړ كار دی، نه د اعتراض وړ.

•             په دوهم ځل يې هم د خپل پوه او عالم ملګري په كړو صبر ونه‌شو كړاى، بيا يې اعتراض وكړ چې دا ځوان دې ولې بې‌موجبه وواژه؟! له‌دې خبر نه‌وو چې دا ځوان يو شرير، سخت زړى، فاسد او كافر انسان دی، مور او پلار يې مسلمانان دي او د هغه خطر دومره لوى شوى چې كورنۍ يې تهديدوي، دا په اصطلاح يو فاسد غړى دی، جراحۍ ته ضرورت لري، د دې فاسد او خطرناک غړي پرې‌كول په واقعيت كې له‌دې مؤمنې كورنۍ سره مرسته ده. د موسى عليه السلام پوه او عالم ملګري دې مؤمنې كورنۍ ته لوى خدمت وكړ، د يوه شرير انسان له شره يې وژغورله او موسى عليه السلام ته يې دا درس وروښود چې:

په سالم بدن كې د فاسد غړي جراحي ممانعت نه‌لري، له سالم بدن د هغه غړي پرې‌كول ضروري دي چې د اصلاح او جوړېدو امكان يې نه‌وي. كه اسلامي ټولنې ته د يوه شرير او فاسد انسان له خوا ګواښ او تهديد متوجه شي او تر خطر لاندې راشي چې له تصفيې او له منځه‌وړلو پرته بله چاره ونه‌لري، نو دا ډول يو غړی له منځه وړل د اعتراض نه، بلكې د توجيه او ستاينې وړ عمل دی.

نوموړي همداراز وویل:

دې ته مو بايد پام وي چې د قرآن له وينا په ډېر وضاحت دا معلومېږي چې خضر عليه السلام دا كار د دې ځوانكي د پلار او مور په خوښه او موافقه تر سره كړى دا ځكه چې اړوند آيتونه داسې وايي:

وَأَمَّا ٱلۡغُلَٰمُ فَكَانَ أَبَوَاهُ مُؤۡمِنَيۡنِ فَخَشِينَآ أَن يُرۡهِقَهُمَا طُغۡيَٰنٗا وَكُفۡرٗا ٨٠ فَأَرَدۡنَآ أَن يُبۡدِلَهُمَا رَبُّهُمَا خَيۡرٗا مِّنۡهُ زَكَوٰةٗ وَأَقۡرَبَ رُحۡمٗا ٨١ الكهف: 80-81

(او هغه ځوانكى داسې وو چې پلار مور يې مؤمنان ول، نو موږ (خضر، او د ځوانكي مور او پلار) ووېرېدو چې داسې نه چې په‌خپل كفر او طغيان سره دوى دواړہ تنګ كړي، نو موږ (درې واړو) اراده وكړہ چې د دوى دواړو رب؛ تر ده د پاكوالي له پلوه غوره او د پېرزوينې له پلوه نږدې په عوض كې وركړي.)

كه په‌دې آيتونو كې لږ غور وكړو نو په وضاحت سره راته جوتېږي چې د هغه هلك مور پلار خضر عليه السلام ته شكايت كړى، درې‌سره په‌دې صلاح شوي چې هغه ووژل شي، لكه چې ګورئ دلته د (فخشينا) او ورپسې د (اردنا) صيغې راغلي، په دواړو كې د (نا) ضمير د هلك مور، پلار او خضر عليه السلام ته راجع دی، دوى د هلك په اړہ وېرېدلي او د هغه د وژلو پرېكړہ یې كړې، په‌دې كې اصلاً د الله نوم نه‌شو شاملولاى. هم له‌دې امله چې الله تعالىٰ ته د وېرېدو نسبت كول صحيح نه‌دي او په قرآن كې ورته‌ هېڅ‌ شاهد نه‌شو موندلای، او له‌دې امله هم چې په (خشينا) كې ضمير يوازې خضر عليه السلام او د ماشوم مور او پلار ته راجع كېداى شي نه بل چاته، دا ځكه چې تر دې مخ‌کې د الله تعالى نوم نه دی ياد شوى. اصولاً بايد ضمير نږدې اسم ته راجع شي، دلته د (نا) له‌پاره نږدې نومونه دوى درې دي، په «خشينا» او «اردنا» كې نه له ادبي پلوه او نه له اعتقادي پلوه؛ ضمير الله تعالى ته راجع كولاى شو. همداراز كه په (اردنا) كې ضمير الله تعالى او خضر عليه السلام ته راجع شي د دې معنى داسې راوځي چې دوى دواړو په ګډہ د هغه هلك د وژلو پرېكړہ وكړہ، حال دا چې الله تعالى د پرېكړو په صادرولو كې له هيڅ‌چا سره مشوره نه كوي او نه څوک له ځان سره شريك جوړوي. څوک چې په «اردنا» كې (الله تعالی او خضر) مرادوي دې‌ته يې پام نه دی كړى چې په‌دې صورت كې بايد په (خشينا) كې هم دوى دواړہ مراد كړي چې دا كاملاً غلطه او ناسمه انتباه ده، الله تعالى په ټول قرآن كې هيڅ‌ځاى د «خشي» صيغه ځان ته نه‌ده منسوب كړې، وېره الله تعالى ته منسوبول صحيح نه ده، دلته هم د (خشينا) يعنې «موږ ووېرېدو» صيغه د هلك مور پلار او خضر عليه السلام ته راجع ده او هم د «اردنا» يعنې «اراده مو وكړہ» صيغه، له‌دې پرته بل تعبير ته هيڅ مجال نه‌پاتې كېږي؟

له‌دې آيتونو دا هم جوتېږي چې دا خبره صحيح نه‌ده چې ووايو خضر عليه السلام يو معصوم ماشوم وژلى، د هغه ځوانكي په اړہ د موسى عليه السلام وينا په‌دې معنى نه‌ده چې هغه وژل شوى ځوان يو معصوم ماشوم وو، موسى عليه السلام هغه نه پېژانده، د اعتراض مقصد يې دا وو چې هغه داسې جرم نه دی كړى چې د وژلو مستحق وي، د دې ځوانكي په اړہ د خضر عليه السلام وينا معيار ده، د هغه له وينا معلومېږي چې هغه په داسې كفر، طغيان، فساد او بې‌رحمۍ كې غرق وو چې نږدې وه خپله كورنۍ تباه كړي.

موسى عليه السلام درېيم ځل په‌دې اعتراض وكړ چې ولې له هغه بخيل قوم سره د كاږہ دېوال په جوړولو او له غورځيدا مخنېوي كې مرسته كوي؟! له داسې قوم سره ولې مرسته كوي؟! چې دومره بخيل او بې احساسه دی چې اړ او مجبور انسان ته يوه مړۍ ډوډۍ هم نه وركوي او ولې يې دې خلكو ته مفت او مجاني كار وكړ؟! موسى عليه السلام د خپل ملګري په‌دې عمل انتقاد وكړ، ځكه هغه په‌دې نه‌وو خبر چې تر دې دېوال لاندې د هغو دوه يتيمانو خزانه ده چې له مؤمنو والدينو په ميراث ورپاتې ده، د موسى عليه السلام ملګري په خپل دې مفت او بې اجورې كار سره هغو يتيمانو ته ستر خدمت ترسره كړ او په عين وخت كې يې موسى عليه السلام ته دا لارښوونه وكړہ چې انسان ته نه‌ښايي تل بالمثل معامله وكړي، مناسبه نه‌ده چې د ټولنې د اكثريت بد كړہ او ناسمه معامله تا له كمزوري اقليت سره له نېكۍ كولو منع كړي.

 

نوموړي زياته کړه:

كه لږ غور وكړو نو دا خبره راته جوتېږي چې د هغو يتيمانو پلار خضر عليه السلام يو امين او صالح كس ګڼلى، ورته ويلي يې‌وو چې د زامنو له‌پاره مې تر دېوال لاندې سكې ښخوم، كله چې ستر شي نو ترې خبر يې كړہ، ده ورسره ژمنه كړې، د همدې ژمنې په وجه دې كلي ته راغلى چې د دېوال حالت وګوري، هغه يې د ړنګېدو په حالت كې موندلى، نو ځكه يې رغولى. هيڅ عقلمن انسان دا خبره نه‌شي منلاى چې د يتيمانو پلار دې په‌ داسې حال كي د دوى له‌پاره تر دېوال لاندې سكې ښخې كړې وي چې هيڅ‌څوک يې پرې نه‌وي خبر كړى، له داسې نامعقول كار به د هغه زامنو ته څه ګټه رسېدله؟ زامن به يې څنګه خبرېدل چې پلار يې دلته د دوى له‌پاره سكې ښخې كړې دي؟ طبيعي او معقوله خبره دا ده چې د دوى پلار خضر عليه السلام ته دا خبره كړې وه.

د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:

په‌دې قصه كې هيڅ داسې دليل نه‌شته چې د موسى عليه السلام ملګري ته علم‌غيب ترې ثابت شي، قرآن نه‌دي ويلي چې دى په غيب پوهېده. نه‌پوهېږو څوک چې هڅه كوي د دې قصې له كومې برخې خضر عليه السلام ته علم‌غيب ثابت كړي، څنګه دا جسارت كوي؟! د قصې له كومې برخې او د اړوند آيتونو له كوم لفظ يې دا انتباه اخيستې؟! د ظالم او غاصب پاچا په اړہ د ده علم، د هغه ځوان له نېک‌عمل مور او پلار او د هغه له كفر او طغيان د ده خبرتيا او تر نړېدونكي دېوال لاندې د هغو يتيمانو خزانه چې صالح مور پلار يې له لاسه وركړي وو، دا معلومات ولې په علم غيب حمل شي؟ دا ولې د هغه د پراخو معلوماتو او د سيمې له حالت د هغه د خبرتيا نښه ونه ګڼو؟

صحيح نه‌ده چې د ظالم واكمن په اړہ علم، د صالح پلار د طاغي او عاصي زوى په اړہ علم او تر دېوال لاندې د يتيمانو د خزانې په اړہ علم داسې توجيه او تعبير كړو چې له قرآن سره تعارض ولري او په غيب د انسان د پوهېدا غلطه خبره ترې راووځي، دا آيتونه بايد د قرآن د نورو آيتونو په رڼا كي تفسير كړو، خضر عليه السلام په دې خبرو پوهېدو؛ دا ځكه چې دى په همدې سيمه كې استوګن وو، موسى عليه السلام ترې خبر نه وو ځكه چې هغه له بلې سيمې هلته تللى وو.

قدرمن مشر وويل:

په دې قصه كې دوه شخصيتونه انځور شوي: يو ئې اولوالعزم پيغمبر موسى عليه السلام او بل يې د خداى يو نېك بنده، موسى عليه السلام د هغه لېدو ته ورغلى، د هغه د سيمي له حالت معلومات نه لري، هغه په خپله سيمه كې بلد دی، ښه او بد پېژني، موسى عليه السلام د ملګرتيا او سفر په دوران كې له خپل ملګري درې داسې كارونه ګوري چې د علم‌غيب نه درلودو په وجه يې په راز نه‌پوهېږي چې ولې يې دا كارونه وكړل، له هغه وروسته پرې پوه شو چي ملګري يې تفصيلات ورته بيان كړل، دا قصه په ډېر وضاحت سره دا حقيقت زموږ مخې ته ږدي چې پيغمبران عليهم السلام په غيب نه‌پوهېږي، عجيبه دا ده چي د كږو زړونو خاوندان له دغې قصې معكوسه نتيجه اخلي او د موسى عليه السلام ملګري ته علم غيب ثابتوي!!

که د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام د قصې اړوند آيتونو باندې غور وكړو نو په بشپړ يقين او ډاډ سره ويلاى شو چې په‌دغو آيتونو كې هيڅ‌داسې څه صراحتاً او اشارتا نه تر سترګو كېږي چې أنبياء‌کرامو عليهم السلام او أولياء‌الله ته د علم‌غيب ثابتولو په‌څېر د غلطو انګېرنو او غلطو تصوراتو له‌پاره كوم مستمسك ترې جوړ شي. يوازې هغوی به دا غلطه انتباه ترې اخلي چې غرضي او مرضي وي او د دې پروا نه‌لري چې د الله تعالى په كلام كې تحريف وكړي.

نوموړي زياته کړه:

كه تاسو د دغو غلطو افكارو د إثبات له‌پاره د ځينو خلکو دلائلو ته ځير شئ نو وبه ګورئ چې د قرآن په كوم آيت يا د كوم آيت په كوم لفظ د استناد پر ځاى پر داسې كمزورو رواياتو استناد كوي چې هم له قرآن سره په څرګنده توګه تعارض لري او هم په‌خپلو منځونو كې. نوموړي د خپلې همدې إدعاء د إثبات له‌پاره د صحيح البخاري 74م‌ نمبر روايت ته تفصيلاً إشاره وکړه او ويې‌ويل:

دا روايت په بخاري كې دولس ځلې نور په دغو شمېرو سره راغلى: 78، 122، 2267، 2728، 3278، 3400، 3401، 4725، 4726، 4727، 6672، 7478، چې په‌کې ويل شوي: ژوندی کب ورته د نښې په توګه ټاکل شوی وو. له‌دې درې ځلې نور د پورتني روايت په څېر دی، له عادي توپيرونو سره او په‌دې شمېرو: 78، 3400، 7478، او پنځه ځلې په‌دغو شمېرو 122، 3401، 4725، 4726، 4727 سره راغلی چې له لومړنيو يادو شمېرو سره ژور تعارض لري؛ او په‌كې راغلي چې موسى عليه السلام ته ويل شوي‌وو: چې وريت شوى كب په ټوكرۍ كې ورسره واخلي، په دغو پنځو كې هم ژور توپيرونه تر سترګو كېږي، دا په داسې حال كې چې د ټولو ديارلسو روايتونو راوي يو دی. امام بخاري رحمه الله نه‌دي ويلي چې كوم روايت يې تر نورو غوره، دقيق او صحيح دی، هغه له بېلو بېلو راويانو چې څه اورېدلي، په امانت سره يې رانقل كړي، له دغو متعارضو رواياتو به يو غوره كوو، يا هغه چې وايي: موسى عليه السلام ته په سيند كې روان كب د نښې په توګه ټاكل شوى وو او يا هغه چې وريت شوى كب نښه ګڼي. د اسنادو له مخې دا پرېكړہ نه‌شي كېداى، ځكه كه دا كار ممكن وى نو امام بخاري رحمه الله به هرو-مرو ويلي وو چې كوم يې ضعيف دی؟ او كوم يو يې صحيح؟ مجبور يو د قرآن په رڼا كې او د درايت له مخې أرجح روايت تشخيص كړو.

د وخت کمي له وجې د هغو رواياتو چې وايي: وريت شوی کب ورته د نښې په‌توګه ټاکل شوی وو، تفصيل او تشريح پاتې‌شوه، خو ښاغلي حکمتيار ژمنه وکړه چې په خپله راتلونکې درسي محاضره کې به د يادو رواياتو په اړه تفصيلي بحث او وضاحت وړاندې کړي.

په پای کې نوموړي د ګډونوالو پوښتنو ته هم تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د هغه پر دعاء پای‌ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک