مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کونړ ولایت په پېچ دره ولسوالۍ کې يو استحکامي پل جوړ شو
چارواکي وايي، چې دغه استحکامي پل د پېچ درې ولسوالي کې د ملي دفاع وزارت له خوا جوړ شوی او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
✒: عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا اړوند روغتونونه به ډېر ژر د یوې نړیوالې موسسې له خوا تمویل شي.
د روغتیا وزارت چارواکو ویلي، چې د سره صليب او سرې مياشتې ټولنې نړيوال فدراسيون افغانستان کې د کرونا د روغتونونو د تمويل لپاره چمتووالی نيسي او دا مهال په سيمه کې ځیني روغتونونه فعال دي.
✒: در نتیجه درگیری بر سر زمین میان دو خانواده در لغمان، سه تن کشته شده و یک نفر دیگر زخم برداشته است.
آژانس باختر به نقل از قوماندانی امنیۀ این ولایت گزارش داده است که این رویداد، در منطقه دول آباد شهر مهترلام بابا رخ داده است.
گفته میشود که افراد کشته شده، از یک خانواده هستند.
✒: در نتیجۀ انفجار مرمی هاوان در ولسوالی شاه ولیکوت ولایت کندهار چهار کودک جان باخته است.
در خبرنامۀ که از سوی قوماندانی امنیه این ولایت به نشر رسیده، آمده است: این رویداد، پیش از چاشت دیروز زمانی رخ داده است که چهار کودک با مرمی منفجر نشده هاوان بازی میکردند.
✒: د کندرهار د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر مسوول محمد اصف حکیمي وایي، تېره شپه د کندهار ښار د څوارلسمي امنیتي حوزې اړوند سیمو کې د يو ۱۸ کلن ځوان سر پرې کړی مړی موندل شوی. د نوموړي په وینا، د دې پېښي په اړه څېړنې پیل شوي.
✒: بانک مرکزی: بیش از ۵۰۰ میلیون دالر به افغانستان کمک شده است.
✒: کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو اکاډمۍ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري (حمل) میاشتې په شپږمه نیټه به د دغې اکاډمۍ د پنځه ګونو پوهنځیو د دویمو او درېیمو ټولګیو زده کړې پیل شي.
✒: مسوولان امنیتی پکتیکا به آژانس باختر میگویند؛ سه تن را که میخواستند چند میل سلاح را به پاکستان قاچاق کنند، بازداشت کردند.
منبع افزود که از نزد بازداشت شدگان 16 میل سلاح مختلفالنوع به دست آمده است.
✒: رئیس کمیسیون عالی انتخابات لیبی: در صورت دستیابی به اجماع سیاسی انتخابات برگزار خواهد شد.
✒: د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا ددفاع وزیر کریسټوفر مېلر او د امریکا ګڼو نورو پخوانیو نظامي چارواکو ویلي، بایډن په افغانستان کې دا وښوده چې د کړکیچن وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري، نو له همدې امله په نړۍ کې ډېرې ډلې او هېوادونه دې ته هڅېدلي چې په ناندریو او جګړو لاس پورې کړي.
✒: چین یو ځل بیا پر نړیوالو غږ کړی چې د افغان اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي. په ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره پر افغانستان اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او ددغه هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او ودې لپاره اقدامات ترسره کړي.
✒: څېړنو ښودلې ده چې په امریکا کې د ۲۰۰۰ میلادي کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې د ځان وژنې کچه څلور چنده زیاته شوې ده. راپور کاږي چې دا کچه نه یوازې په لویانو، بلکې په ماشومانو کې هم لوړه شوې ده. په نوې څېړنه کې د ځان وژنې پېښو د زیاتېدو لامل نه دی په ګوته شوی.
✒: په ناروې کې د امریکا د پوځي چورلکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي چې دا چورلکه تېره شپه ناوخته د ناروې هوایي ډګر ته څېرمه را نسکوره شوې ده چې په نتیجه کې یې د الوتکې څلور تنه سپرلۍ ټول مړه شوي دي.
✒: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی دی چې جګړه ودروي. هغه خبرداری ورکړی دی چې که چېرته روسیه له بریدونو لاس وانخلي نو راتلونکي څو نسلونه به یې د دغې تېروتنې تاوان پرې کړي.
✒: د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په یوه ټویټ کې لیکلي، کابل ته د سفر پر مهال یې د ملي پخلاینې عالي شورا له پخواني رییس عبدالله عبدالله سره لېدلي. هغه زیاته کړې، ددې لېدنې پر مهال یې په افغانستان کې پر شته ننګونو او د ثبات او پرمختګ پر لارو چارو خبرې کړي.
✒: د سوریې ولسمشر بشار الاسد پرون جمعه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې وکتل.
دا په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له جګړې وروسته لومړی ځل دی چې نوموړی یو عربي هېواد ته سفر کوي.
✒: توماس نیکلسن نماینده خاص اتحادیۀ اروپا برای افغانستان در سفرش به اسلام آباد، با محمد صادق نماینده خاص پاکستان برای افغانستان دیدار کرده است.
✒: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د یوکراین د جګړې له امله په افغانستان کې د خوړو او سون توکو بیې لوړې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یوې ویاندې ویلي، په افغانستان کې په تېرو ۸ میاشتو کې د خوراکي توکو بیې۴۰ سلنه لوړې شوې وې خو پر یوکراین د روسیې له برید وروسته نور زیاتوالی هم پکې راغلی.
✒: د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا له ولسمشر سره په انلاین خبرو کې ویلي، نړيوال وضعيت بدل شوی دی، نړيواله سوله او پرمختګ له سختو ننګونو سره مخ دی او دوی باید خپل مسوولیتونه ادا کړي.
نوموړي ویلي چين او امريکا ته نړيوال مسئوليت ور پرغاړه ده څو نړیوال امنیت له هر ډول خطر څخه وژغوري.
