مهم ترین های امروز یکشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: ذبیح الله مجاهد: افغانان کولای شي نوروز ونمانځي
د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نوروز به د ا.ا د حکومت لخوا ونه نمانځل شي خو زیاتوي چې د دې جشن پر نمانځنې هیڅ بندیز نشته
هممهاله د مزارشریف ښاروال وایي چې په دې ښار کې یې د نوروز د نمانځلو لپاره تدابیر نیولي دي.
✒: د افغانستان بانک وایي چې هیواد ته د بشري مرستو پر دوام یې ۳۲ میلیونه ډالرو کڅوړه ترلاسه کړې ده.
د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې وایي، چې د بشري مرستو له پیله تر دې مهاله دا نولسم ځل دی چې کابل ته په نغدي توگه مرسته راځي او د افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.
✒: د ا.ا د استخباراتو لوی ریاست په افغانستان کې د داعش د ودې او ددې ډلې د نظامي حضور د پراختیا په اړه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان څرګندونې په کلکه رد کړې او دا یې د استخباراتي پروپاګنډ تر څنګ خوارجو ته د تبلیغاتي کمپاین برخه بللې ده.
د استخباراتو ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خوارج ( داعش) استخباراتي پروژه وه، چې اوس افغانستان کې فزیکي حضور نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان پرون ویلي وو، چې داعش ډله د پراختیا په حال کې ده او ښايي راتلونکی اوړی افغانستان کې بریدونه وکړي.
✒: احمدالله وثیق رییس رادیو تلویزیون ملی افغانستان به کابل نیوز تایید کرد که مکتوب نشر شده در مورد بیرق سفید در ادارات دولتی رسمی است.
در این مکتوب رهبری ا.ا اسلامی از تمام اداره های دولتی خواسته است که پس از این به جای بیرق سه رنگ، بیرق سفید را جایگزین کنند.
✒: د افغانستان برشنا شرکت میگوید که برق وارداتی ازبیکستان به کابل دوباره وصل شد.
شرکت برشنا می افزاید که از اثر توفان های شدید در ازبیکستان، ناوقت دیروز برق وارداتی آن کشور قطع و با تلاش تیم تخنیکی لین قطع شده دوباره وصل گردیده و برق کابل و ولایات همجوار آن به حالت عادی برگشته است.
✒: د ملي مصالحې عالي شورا پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره کتلي دي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستي وضعیت او وروستیو پرمختګونو خبرې شوې دي.
✒: په افغانستان کې د سويډن کمېټې د تعلیم او زده کړو د برخې مسوولینو په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د زده کړو له بهیر سره مرستو ته ادامه ورکوي او تمه لري چې په راتلونکي تعلیمي کال کې لس زره نورو افغان ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.
✒: افغان حکومت وایي ژر به د مس عینک د استخراج چارې پيل شي. د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکو ویلي چې د مس عینک د استخراج له چینایي شرکت سره یې خبرې کړې دي او دغه شرکت ژمنه کړې چې ژر به ددغه کان د استخراج چارې پيلوي.
✒: روغتیا وزارت: وروستیو دریو کلونو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳۱ سلنه اضافه شوی
وایي، ۲۰۱۹ کې یې شمېر ۷۶۴ زره و، ۲۰۲۱ کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۹۹۹ زره شو.
✒: وانگ یی، وزیر امور خارجه چین به سوالات خبرنگاران درباره دیدار مجازی 18 مارس شی جین پینگ، رئیسجمهور این کشور با جو بایدن، همتای آمریکایی خود پاسخ داد.
وی در جواب انتقاد آمریکا مبنی بر اینکه چین باید موضع خود را در قبال روسیه که در حال جنگ با اوکراین است روشن کند، اظهار داشت که پکن در جایگاه درست تاریخ ایستاده است.
پیش از این جن ساکی، سخنگوی کاخ سفید درباره تماس شی و بایدن گفته بود: چین باید تصمیم بگیرد که در زمان نگارش کتابهای تاریخ در کجا قرار گیرد.
✒: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د ۴۸مې غونډې په درشل کې، عرب نیوز ته په یوې مقاله کې په افغانستان کې د بشري ناورین او د اقتصادي پاشنې د مخنیوي لپاره په ټولیزه توګه د اسلامي هېوادونو د اقدام غوښتونکی شو.
✒: وزیران امور خارجه و دفاع شورای روابط خارجه اتحادیه اروپا بهمنظور بررسی تحولات اوکراین و سایر مسایل، فردا دوشنبه اول حمل 1401 در بروکسل پایتخت بلجیم گردهم خواهند آمد.
✒: رویټرز: امریکا ترکیې ته ویلي، روسیې نه اخیستی ایس ـ ۴۰۰ توغندیز دفاعي سیسټم اوکراین ته ورکړئ.
✒: د داخله وزارت رییس دفتر:
د زرهي موټرو او وسلو د حمل و نقل د جوازونو ویش مو پیل کړ.
✒: ګارډین په یوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب دی، کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته مجبوره شوې دي، بیکاري اوج ته رسېدلې ده، د مامورینو معاشونه ټيټ شوي دي، خو نړۍ هېڅ وخت ددغه هېواد وضعیت ته جدي پاملرنه و نه کړه.
✒: د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیت زمینه برابرېږي. پاکستاني چارواکي او ددغه هېواد د سوداګرۍ خونې مسوولین وایي دوی تازه د ګوادر بندر له چارواکو سره دې پایلې ته رسېدلي چې په بلوچستان کې ددغه مهم بندر له لارې له افغانستان سره سوداګري پيل کړي.
✒: پاکستان کې د پوځیانو د وسلو په یو ډیپو کې چاودنه شوې ده. د پاکستان پوځ د یادې چاودنې د پخلي ترڅنګ په خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د وسله والو ځواکونو په یو ډيپو کې شوې چاودنې مرګ ژوبله نه ده اړولې خو نور زیانونه یې تر شا پرې اښي دي.
✒: اینډیپنډنټ راپور ورکړی دی په بلجیم کې یو کس پر خلکو موټر خېژولی دی چې په پایله کې یې شپږ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
✒: د جنوبي کوریا چارواکو ادعا کړې ده چې شمالي کوریا نن یو ځل بیا څلور توغندي ازمویلي دي. چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د یادو توغندیو نوعیت څرګند نه دی خو وایي چې د شمالي کوریا دې اقداماتو اندېښمن کړي دي.
✒: ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم:
د افغانستان نوی حکومت به هله په رسمیت وپېژنو چې د سیمې هېوادونه یې په اړه یوې اجماع ته ورسېږي.
✒: د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان:
دوه ورځې پس د خارجه وزیرانو ۴۸مه ناسته د اسلام اباد په کوربه توب د افغانستان په اړه نیسو.
✒: هند او جاپان په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې له خپل جاپاني سیال سره د لیدنې پر مهال پر افغانستان هم خبرې کړې او دواړو د یوه داسې ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
✒: چین در پاسخ به «ینس ستولتنبرگ» سرمنشی ناتو که گفته بود، چین باید حمله روسیه بر یوکراین را محکوم کند و از کشته شدن یوکراینیها توسط نیروهای روسی حمایت نکند، گفته است که بیجینگ بمباری بر سفارت چین در یوگوسلاویا از سوی ناتو را هیچ وقتی فراموش نخواهد کرد.
گفتنیست که در سال 1999 در حمله ناتو بر جمهوری فدرالی یوگوسلاویا، امریکا سفارت چین در این کشور را زیر حمله های هوای قرار داد که در نتیجه آن دیپلوماتان چینایی و خبرنگاران کشته شدند.
✒: د راپورونو له مخې د پاکستان پارلمان به د مارچ میاشتې په ۲۵ نیټه د دې هیواد صدراعظم عمران خان پر وړاندې د عدم اعتماد رایه واچوي.
هممهاله پاکستاني رسنۍ وایي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاويد باجوه له عمران خان څخه غوښتي څو د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) کنفرانس وروسته استعفا ورکړي او واک پریږدي.
