No-IMG

حکمتيار: هغه شخصيتونه بايد راوستل شي چي سوله غواړي او مخكني حالت ته د هېواد ستنېدل نه خوښوي

إمارت اسلامي له هغو شخصيتونو سره د ارتباط لپاره يو دروند هيئت ټاكلى چي له نظام سره د مخالفت له كبله بهر ته تللي؛ موږ په داسي حال كي چي د دې تصميم قدرونه او حمايت كوو؛ څو مشورې لرو:

·     دا كار بايد د بهرنيو له هر راز وساطت پرته تر سره شي؛ دا يوه كورنۍ موضوع ده په خپله ئې بايد حل كړو؛ بهرنيو ته په دې اړه بايد د څه ويلو، څه كولو او د شرائطو وضع كولو مجال او حق ورنه كړى شي. بهرنيان خپل اغراض لري؛ هدف ئې زموږ خير نه بلكي خپلي گټي دي.

·     ټول هغه شخصيتونه بايد احتوى كړي چي سوله غواړي او مخكني حالت ته د هېواد ستنېدل نه خوښوي.

·     ټولو ته بايد دا ډاډ او اطمئنان وركړى شي چي دا بلنه نه د تسليمېدو په معنى ده او نه د يوه لوري د تلپاتي واكمنۍ منلو په معنى؛ بلكي د وروڼو په څېر په گډ هېواد كي په برابره توگه د اوسېدو لپاره ده. نظام او څرنگوالى به ئې د ملت په خوښته او د افغان ولس د ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي ټاكل كېږي.

·     هغه بايد ترې مستثنى شي چي په جنگي جنايتونو، اختلاس، غصب، لوټمار، د شخصي او ملي شتمنيو غارت تورن دي؛ هغوى بايد شرعي او قانوني محاسبې ته چمتو وي او غارت شوې شخصي او ملي شتمنۍ مسترد كړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک