زموږښاغلي؛ غازي مير زمان خان کونړۍ
د غازي مير زمان خان نوم په افغانستان کي د انگريزانو سره د افغانانو په دريمي جگړې پوري مهم تړاو لري. هغه د انگريزي استعمار په وړاندي قبايلو پښتنو [ازاد سرحد] سيمه کي د آزادي غوښتونکو جنگياليو سره نژدى اړيکي لرلې او د خپلو جنگياليو ملگرو سره په مرسته يې د ډيورند کرښي په اوښتو هلته په وسلوالو مبارزو کي عملي ونډه اخيسته.
ميرزمان خان ١٨٦٩ع کال کي د کنړ د لمټک کلي ږېږېدلی او غور نيکه محمد عمر خان ئې د سپين غره د تيرا د سيمي قبيلوي مشر وو چي د قبيلوي شخړو او اختلافاتو له امله يې خپل کلی [کوټ] پرېښود او د کنړ د لمټک سيمي ته ولاړ.
د ډيورنډ کرښي غاړو ته د غازي ميرزمان خان شهرت هغه وخت سو چي په ١٩٠٨ع کال کي د انگريزانو په وړاندې د مهمندو په مشهوري او تاريخي غزا [سرې غزا] کي د لښکر د يوه وتلي مشر په توگه برخه واخيسته، او له دې وروسته انګرېز ضد شهزاده امان_الله_خان سره د هغه کلکه دوستي د ژوند تر پايه دوام وکړ.
د بده مرغه د امير حبيب الله په دوره کي هغه بندي او د حبيب الله خان د مرګ وروسته شاه امان الله هغه د پخواني شناخت پر اساس خوشي او هغه ته ئې د ختيځ د خلګو بيعت واخيست او د خپلواکۍ په جګړه کي د چترال (ارنوۍ، دوکلام، لمبربټ او اسمار) جبهې چي د استقلال د څلورمي جبهې په نوم ياده او ثبت سويده، مشرتوب لاره.
هغه د اماني دورې د دولتي شورا جرګو او مشهور غړی وو.
غازي ميرزمان خان ته د بي سارو خدمتونو او سرښندنو په وياړ لاندني مډالونه ورکړ سوي دي چي هر يو سره نقدي او د مځکو امتيازات هم ملگري وو:
د وفا مډال
د لوی خان مډال
د خدمت مډال
د صداقت مډال
د هغه تر ټولو مهم مډال د لوی خان وو چي له دې وروسته هغه په لوی خان هم مشهور سو.
د هغه په اړه د سلمانخېلو د سندري په نامه يو شعر سته چي د کندهار د ارغنداو شاولي رشيدي ليکلې او وروسته ويلې چي:
الله په موږ کي داسي يؤ افغان وزېږوه
په شان د احمد خان يا ميرويس خان وزېږوه
چي جوړه کړي انګرېز ته بيا غزا د هر نوې
يو داسي لوی غازي مير زمان خان وزېږوه
تر پايه...
دغه افغان اتل د اماني دورې په وروستيو مياشتو کي د کونړ د شينکوړک د کلي په جومات کي د ماخستن د لمانځه د ادا کولو په وخت کي تر ناځوانمردانه حملي لاندي راغلی او د ٥٨ کلنۍ په عمر په شهادت ورسيد او په کونړ کي خاور ته وسپارل سي.
له هغه څخه اوه اولاده پاته سوه:
شير محمد خان کنړى
غنډ مشرعصمت الله خان کنړى
غنډ مشر گل محمد خان زماني
حبيب الله خان زماني
محمد ارسلان زماني
خير محمد خان زماني
يارمحمد خان زماني
محمد هاشم زماني
روح دې ښاده وي.
د هغه په اړه نور مالومات کمنټ کي...
سرچينې:
زموږ غازيان: د نومياليو ملي مبارزينو د ژوندانه حالات، محمد ولي ځلمى.
امان افغان جريده، پنځم کال، "داوطلبان سرکوبى باغيها"، ١٣٠٣
د استقلال څلورمه جبهه، د عبدالخالق اخلاص تاليف
