No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن په ارګ کې نیالګی کېښود

نوموړي خپلو خبرو کې وویل، چې تېرې شل کلنې جګړې د زیربناوو پر ویجاړولو سربېره چاپېریال هم زیانمن کړی او له ټولو خلکو یې وغوښتل، څو د چاپېریال د ښکلا او هوسا افغانستان لپاره په کورونو، ښارونو او نورو سیمو کې نيالګي کېنوي.

: ‏د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د سرپرست حکومت له خوا هیواد ته د شخصیتونو د راستنېدو او له هغوی سره د اړیکو د ټینګښت لپاره د کمېسیون د جوړېدو هرکلی کوي او دا د تلپاتې سولې او ثبات پر لور یو ښه ګام بولي.

: ‏ترکمنستان کې د اسلامي امارت له لوري نوي معرفي شوي سفیر خپله دنده پیل کړه.

د ترکمسنتان مرکز عشق اباد کې د افغانستان سفارت کارکوونکو ته نوی سرپرست سفیر فضل محمد صابر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لوري معرفي شو.

: ‏د کابل امنیه قوماندانۍ تېرو شپږو میاشتو کې د کابل ښار په اړوند سیمو کې ۲۱۸۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي.

امنیتي چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې ۵۹ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي، ۶۰ زره  تابلېت کا، ۶۵۷ بوتله الکولي مشروبات او وسلې او مهمات ترلاسه کړي دی.

: ‏د ا.ا د اقتصادي کمېسیون رییس عبدالغني برادر پرون د ټاپي پروژې له رییس محمد مراد امانوف سره ددې پروژې او په افغانستان کې ددې پروژې د کار د پیل په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د هلمند ولایت کې په یوه کور کې د یوه کس جسد موندل شوی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند عباس سیمه کې په یوه کور کې د یو تن جسد موندل شوی.

ویل کیږي، چې یاد کس د خپل اوښي په کور کې ۱۷ ورځې وړاندې وژل شوی دی.

: ‏د یوناما مرستیالې میته نودسن په کابل کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو له استادانو او محصلینو سره لیدلي دي.

نوموړې ددې لیدنې په ترڅ کې د یوه باثباته او د اقتصاد له اړخه د هوسا افغانستان لپاره زدکړو ته د هلکانو او نجونو مساوي لاسرسی اړین بللی دی.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي سره لیدلي.

کورنیو چارو وزارت وایي، ټامس نېکلسن افغانستان کې له ډاډمن امنیت خوښي ښودلې او ویلي دي، راتګ یې د دې ښکارندویي کوي، چې افغانستان یې هېر نه دی او هڅه کوي د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

‏نېکلسن ویلي، چې دوی د جګړې پلوي نه دپ، څوک جګړې ته نه هڅوي بلکه د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره هڅې کوي او ستونزې به د خبرو اترو او ګډ کار له لارې حلوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست دا ډول لېدنې د باور جوړونې برخه کې اغېزمنې بللې.

: ‏د زابل د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې په نوي ښوونیز کال کې به د نورو ترڅنګ ۱۰۶ هغه ښوونځي هم پرانیستل شي چې په کلونو کلونو بند پاتې وو. د چارواکو په خبره،د یادو ښوونځيو په پرانیستل کېدو سره به ۳۰زره هغو زده کوونکو ته هم د زده کړو زمینه برابره شي چې په تېرو کلونو کې ترې بې برخې وو.

: ‏بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي دي چې ګوندې ترکیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ تللي پلاوي عبدالرشید دوستم ته د لیدنې وړاندیز کړی دی. څو ورځې وړاندې د دوستم ویاند ویلي وو چې د ا.ا پلاوي دوستم ته د لیدنې وړاندیز کړی خو هغه رد کړی دی.

: ‏د افغانستان په تصویري رسنیو کې د بهرنیو سریالونو پر خپرېدو د پرېکنده بندیز په رابطه د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت د حکم پر بنسټ، د موبي ګروپ اړوند رسنۍ سر له نن شپې په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي.

‏دا حکم نن پنج‌شنبه چې د مارچ له ۱۷مې او د کب له ۲۶مې سره سمون خوري؛ د سرپرست حکومت د استخباراتو ادارې له لوري د موبي ګروپ استازي ته ابلاغ شوی دی. د استخباراتو ادارې په دې رابطه د موبي ګروپ له استازي د کتبي ضمانت غوښتنه هم کړې ده.

‏د موبي ګروپ دریځ او وړاندیز دا دی چې د بهرنیو سریالونو پر خپرېدو د بندیز په ګډون دې پر ټولو مسایلو د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او رسنیو د استازو په یوه ګډ کمېسیون کې بحث وشي او وروستۍ پرېکړه دې د دولت له عرف سره سم د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت له ادرسه په رسمي توګه رسنیو ته ابلاغ شي.

: ‏وبسایت مجمع جهانی رهبران جوان پنج نفر را همچون برندگان جایزه بهترین روزنامه‌نگار سال ۲۰۲۲ اعلام کرد. در میان این پنج نفر،‌ لطف الله نجفی‌زاده، رییس پیشین طلوع‌نیوز نیز شامل است.

‏این مجمع گفته است که آقای نجفی‌زاده در کنار مدیریت بزرگ‌ترین پایگاه خبری افغانستان،‌ گفت‌وگوهای زیادی با شماری از رهبران و سیاست‌گران جهان و افغانستان انجام داده است.

: ‏د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د ټولګټو چارو وزارت له بودجې د یو ستر پل چارې بشپړې شوې.

د دغه پل په جوړېدو سره د ۱۹ زرو کورنیو ستونزې آوارې شوې.

: ‏وزارت دولت در امور حوادث امروز برای یک‌هزار خانوادۀ متضرر و بی‌بضاعت در کابل مواد خوراکی و غیرخوراکی کمک کرد.

رییس مبارزه با حوادث ولایت کابل گفته است که در این برنامه، برای هر خانواده 50 کیلو برنج، 50 کیلو گندم، یک جوره چپلی و یک سطل آب توزیع شده است.

: ‏قاری دین محمد"حنیف" سرپرست وزارت اقتصاد با توماس"نیکلسون" نمایندۀ خاص اتحادیه اروپا درافغانستان وهیئت همراهش(خانم دیرن دیریا مسوول بخش امور افغانستان و خانم جینی گرین مشاور ارشد سیاسی برای افغانستان)دیدار کرد و روی موضوعات مختلف از جمله مسایل اقتصادی افغانستان بحث وگفت‌وگو کردند.

: ‏زلنسکی: روسیه با حمله به اوکراین دیوار برلین جدیدی در اروپا ایجاد کرد.

ولودمیر زلنسکی، رئیس جمهور اوکراین با ارسال پیام تصویری به نمایندگان مجلس فدرال آلمان با بیان این که حمله روسیه به کشورش دیوار مانند دیوار برلین را در اروپا ایجاد کرده است.

: چاووش‌اوغلو: پس از سفر به دو کشور (روسیه و اوکراین)، امید ما برای دستیابی به آتش‌بس بیشتر شده است.

چاووش‌اوغلو: اوکراین، ترکیه را به عنوان یکی از ضامنان امنیتی در توافق احتمالی پیشنهاد کرده و روسیه مخالفتی با این موضوع ندارد.

چاووش‌اوغلو: اگر زمینه برای توافق بین روسیه و اوکراین فراهم شود٬ احتمال دیدار رهبران دو کشور نیز به وجود می‌آید.

: روسای جمهور ترکیه و روسیه پیرامون آخرین تحولات جنگ با اوکراین و وضعیت انسانی تلفنی رایزنی کردند.

اردوغان در تماس تلفنی با پوتین گفت که درصورت اعلام آتش‌بس پایدار، دستیابی به راه‌حل بلندمدت نیز امکان‌پذیر خواهد بود.

اردوغان ضمن تکرار پیشنهاد خود برای میزبانی از پوتین و زلنسکی در استانبول یا آنکارا تصریح کرد که ممکن است اجماع بر سر برخی مسائل به مذاکره در سطح سران نیاز داشته باشد.

اردوغان در تماس تلفنی با پوتین بر لزوم نظارت وضعیت انسانی و بهره برداری موثر از کریدورهای بشردوستانه در هر دو جهت تاکید کرد.

: ‏مالیزیا افغانستان ته یو نیم میلیون ډوزه واکسین ورکوي. د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له افغانستان سره د مرستو او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې له خلکو سره د همکارۍ په موخه د کرونا ضد واکسین وېشي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې ښایي درېیمه نړیواله جګړه همدا اوس روانه وي. هغه زیاته کړې ده چې که څه هم له روسیې سره د جګړې درولو پر سر مذاکرات روان دي خو په خبره یې، دوی ورته ډېر هیله‌من نه دي.

: ‏اتحادیه اروپا از تصمیم حکومت افغانستان برای ایجاد کمیسیون خاص به منظور برگشت چهره های سیاسی به افغانستان استقبال کرده است.

وان برانت، سفیر اتحادیه‌ اروپا برای افغانستان گفته است این تصمیم حکومت کنونی را در بخش مشروعیت بخشیدن کمک میکند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک