No-IMG

د حکمتيار صاحب اته ويشتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د حوت ۲۵مه:

د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان  أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار خپله ۲۸مه درسي محاضره وړاندې کړه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

نننۍ درسي محاضره د خضر عليه السلام په اړه په أمت کې د بېلابېلو اندونو او شته خرافي تصوراتو تحقيق او څېړنې ته ځانګړې شوې وه.

ښاغلي حکمتيار وويل:

په أمت کې له جدي اختلافي مسائلو يوه يې  هم د خضر عليه السلام سره د موسى عليه السلام د ملګرتيا قصه ده چې متصوفينو خپل ټول عقائد د همدغې قصې له ځينو برخو راخيستي، دين يې په شريعت او طريقت وېشلی، علم يې په څلورو برخو (اكتسابي او لدني، ظاهري او باطني) وېشلی، همداراز اولياء‌ الله ته علم غيب ثابتول او ځيني نور عقائد يې هم له همدغې قصې مستنبط كړي.

نوموړي وويل:

راشئ وګورو چې د دې قصې حقيقت څنګه او څه دی؟ او الله تعالى د دې قصې په ترڅ كې موږ ته څه لارښوونې كړي؟

ښاغلي حکمتيار همدې پوښتنو ته د ځواب په پار د سورة الکهف له ۶۰-۶۵ نمبر آيتونو تفسير ته په تفصيلي ډول إشاره وکړه او ويې ویل:

دا آيتونه وايي:

(او كله چي موسى خپل زلمكي ته وويل: تر هغه به له تلو تم نشم چې مجمع البحرين (د دوو سيندونو يو ځاى‌كېدو سيمې) ته ورسېږم يا به تر اوږدې مودې (كلونه كلونه) درومم. نو كله چې د دواړو يوځاى‌كېدو سيمې ته ورسېدل نو دواړو خپل كب هېر كړ، چې په عجيبه توګه يې په سيند كې خپله لاره ونېوله او ولاړ. نو كله چې تېر شول خپل زلمكي ته يي وويل: غرمنى (خوراك) مو راته راوړہ؛ په رښتيا چې له دې سفره مو ستړيا په برخه شوه (دې سفر ډېر ستومانه كړو)، ويې ويل: په ياد دې دي كله چې هغې لويې ډبرې ته مو پناه يووړہ؛ نو ما كب هېر كړ، هسې شيطان رانه هېر كړ چې يادونه يې (درته) وكړم او په عجيبه توګه يې په سيند كې خپله لار ونيوله. ويې ويل: همدا هغه څه دي چې موږ يې غواړو؛ پر خپلو پلونو ګام په ګام په شا وګرځېدل، نو زما له بندګانو يې داسې يو بنده وموند چې له خپل لوري مو پېرزوينه ور په برخه كړې وه او له خپل لوري مو ځانګړى علم ورزده كړى وو.)

نوموړي وويل:

له دې آيتونو څو خبرې جوتېږي:

1: موسى عليه السلام ته د يوه پوه او عالم شخصيت يادونه شوې، د اوسېدو ځاى يې مجمع البحرين ښودل شوى، ده اراده كړې چې دا كس حتماً وګوري، څه وخت ورسره پاته شي او څه ترې زده كړي. په همدې موخه خوځېدلى، يو كس يې د خادم او ساتونكي په توګه له ځان سره كړی.

 

2: دا سفر اوږد او ستونزمن وو، د ده دا وينا چې (يا به مجمع البحرين ته رسم او يا خو به همداسې تر اوږدې مودې درومم)، همدا مطلب افاده كوي. د ځينو هغه انتباه صحيح نه‌ده چې وايي: موسى عليه السلام سهار خوځېدلى، د غرمې شاوخوا مهال داسې ځاى ته رسېدلى چې ستړى او وږى شوى، هملته يې ماهي ترې ورک شوى او خضر عليه السلام يې هملته موندلى، دا انتباه او انګېرنه د قرآن له وينا سره هېڅ اړخ نه‌لګوي.

 

3: دا سفر د اوړي په ګرميو كې ترسره شوى، د غرمې مهال يې د تودوخې له امله؛ د يوې لويې ډبرې سېوري ته پناه وړې وه.

 

4: د موسى عليه السلام د سفر ملګرى د (فتیٰ: غلام او خادم) په نامه ياد شوى او له دې معلومېږي چې دا د هغه وخت قصه ده؛ او دا سفر هغه مهال ترسره شوى چې موسىٰ عليه السلام د فرعون په كور كې او د شاهي كورنۍ د يو غړي په توګه استوګن وو، ساتونكي او غلامان يې په خدمت كې ول، دا ځكه چې قرآن د يوسف عليه السلام ساتونكي او خدمتګاران هم په دغه نامه ياد كړي.

 

5: موسى عليه السلام ته كب د نښې په توګه ټاكل شوى، د قرآن له وينا معلومېږي چې په سيند كې روان كب د ده له‌پاره د داسې نښې په توګه ټاكل شوى وو چې هر ځاى ترې ورک شي او خپله لار بدله كړي نو هملته به مجمع البحرين وي او هملته به هغه نېك سړى مومي.

 

6: موسى عليه السلام خپل ملګرى په دې ګمارلى وو چې په سيند كې روان كب به تر نظر لاندې نيسي، كه ترې ورک شو نو ده ته به اطلاع وركوي، خو كله چې دې‌ كب خپل مسير بدل كړى او په بل لوري تللى نو له ملګري يې دا خبره هېره شوې او هغه مهال يې موسىٰ عليه السلام ته كړې چې هغه د خوراک غوښتنه ترې كړې.

 

نوموړي دغه‌راز وويل:

كه د مصر حالت ته ځير شو نو په ټول مصر كې مجمع البحرين نه‌شو موندلى، نيل له دوو سترو سيندونو (نيل الأبيض او نيل الأزرق) جوړ شوى، دا دواړہ د سوډان په مركز خرطوم كې سره يو ځاى شوي، له مصر تر خرطوم پورې بل مجمع البحرين نه تر سترګو كېږي او دا تر دوو مياشتو زيات پلى مزل غواړي، د موسى عليه السلام له وينا هم معلومېږي چې دى په اوږده سفر وتلى وو، د ده له دې وينا چي يا به د دوو سيندونو د يوځاى كېدو ځاى ته رسېږم او يا خو به تر اوږدې مودې همداسې درومم، په څرګنده توګه معلومېږي چې موسى عليه‌ السلام په اوږده سفر وتلى وو، په لنډ سفر كې هيڅ‌څوک دا خبره نه كوي چې يا به آخري منزل ته رسېږم او يا خو به همداسې تر اوږدې مودې روان يم. د هغو مفسرينو رأيه دقيقه ده چې مجمع البحرين د نيل د دوو څانګو د يو ځاى‌كېدا محل ګڼي، دلته له بحرين مراد دوه روان سيندونه اخلي نه دوه ولاړې اوبه، هغه رأيه كمزورې ده چې وايي له بحرونو مراد خليج عقبه او خليج سويس يا بحرالروم او بحر القلزم دي، دا ځكه چي د ولاړو اوبو له‌پاره د (مجمع بينهما) الفاظ كارول مناسب نه برېښي.

 

د نوموړي پر وينا كه له مجمع البحرين دغه بحرونه او د دوى د يوځاى كېدو سيمه مراد واى نو دا ځايونه نه كومې نښې ته ضرورت لري او نه يې له موسىٰ عليه السلام دومره اوږد سفر غوښت چې ووايي: يا به مجمع البحرين ته رسېږم يا به كلونه كلونه (حقباً) مزل كوم. د خضر عليه السلام له وينا معلومېږي دا سيمه د فرعون له واكمنۍ بهر وه او بېل پاچا يې درلود، ځكه هغه وايي: وړاندې يې داسې پاچا دی چې هره كښتۍ غصبوي، همدا راز د قرآن له نورو آيتونو معلومېږي چې موسىٰ عليه السلام له بعثت وروسته يوازې څلوېښت ورځې له بني اسرائيلو بېل شوى چې په همدې لنډې مودې كې بني إسرائيل سامري وغولول او د الله تعالىٰ په ځاى يې د سخوندر عبادت ته تيار كړل.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا په خپله مخه د كب تلل ښيي چې مجمع البحرين همدلته وو، كب خپله لاره بدله كړې او په هغه لوري تللى چې له بل اړخ يو بل سيند له نيل سره يوځاى شوى، نو ځكه موسى عليه السلام خپل ملګري ته وويل: موږ د همدغه ځاى (مجمع البحرين) په لټه كې وو. دې‌ته مو هم بايد پام وي چې هغه پلي او نابلد مسافر ته چې د لوى سيند په ژۍ پورته خوا روان وي، دا ډېره ګرانه ده چې د دوو سيندونو د يو ځاى‌كېدو ځاى په دقيقه توګه تشخيص كړي، دا ځكه چې ډېر ځلې لوى سيندونه په يوه ځاى كې ووېشل شي او په بل ځاى كې يې وېشل شوې څانګې بېرته سره يوځاى شي. دې‌ته مو هم بايد پام وي چې الله تعالى كبان داسې پيدا كړي چې په ژمي كې تودو سيمو ته كوزېږي او په اوړي كې بېرته خپلو اصلي او سړو سيمو ته درومي، كله كله د دوى دا ژمنى او دوبنى سفر سلګونه كيلومتره اوږد وي، د نيل كبان د دوبي (اوړي) په موسم كې له مصر د سودان او بيا په يوګندا او ايتوپيا كې د نيل د سرچينو په لورې درومي.

 

قدرمن مشر د يادې قصې د دوهمې برخې د وضاحت په پار د سورة الکهف د۶۶-۷۰ نمبر آيتونو تفسير ته إشاره وکړه چې د موسى عليه السلام او خضر عليه السلام تر منځ د ملاقات څرنګوالى په کې ذکر شوی او فرمايي چې:

(موسى ورته وويل: آيا كېداى شي د دې له‌پاره ستا متابعت او ملګرتيا وكړم چې له هغه رشد او پوهې څه رازده كړې چې تاته يې علم دركړى شوى؟ هغه ورته وويل: ته زما په ملګرتيا كې صبر نه‌شې كولاى، څنګه به په هغه څه صبر وكړې چې پرې خبر نه يې؟ ويې ويل: إن شاء الله ما به صابر ومومې او په هيڅ كار كې به له تا سرغړاوى ونه‌كړم. ويې ويل: نو كه زما متابعت كوې نو د هيڅ‌څه په اړہ تر هغه ما مه‌پوښته چې په‌خپله يې يادونه درته وكړم.)

 

نوموړي وويل:

له دې آيتونو څو خبرې په ډېر وضاحت سره معلومېږي:

الف: موسى عليه السلام د دې له‌پاره د خضر عليه السلام خواته ورغلى وو چې څه ترې زده كړي؛ او دا ښيي چې دا ملاقات هغه مهال ترسره شوى چې موسىٰ عليه السلام لا په پيغمبرۍ نه وو مبعوث شوى، ځكه له بعثت وروسته دى په‌خپله د نورو معلم او مرشد شو، دا ضرورت يې نه وو چې له خضر عليه السلام يا له بل چا څه زده كړي. له دې وروسته نه په ټولې نړۍ كې تر ده ستر عالم وو او نه ستر مرشد، هيڅ پوه او عاقل انسان دا خبره نه‌شي منلى چې د موسى عليه السلام په څېر ستر او اولوالعزم پيغمبر به له بعثت وروسته له داسې چا د څه زده كولو لپاره دومره اوږد سفر كړى وي چي نه يې تر ده مقام لوړ وو، نه دا معلومه ده چې هغه پيغمبر وو، او که نه؟ او حتیّٰ قرآن يې نوم هم نه دی ياد كړى. دې‌ته پر کتو په بشپړ يقين او اطمئنان سره ويلى شو چې دا سفر د موسى عليه السلام په ځوانۍ كې او له بعثت ډېر مخكې شوى!

 

ب: كله چې موسى عليه السلام له خضر عليه السلام سره مخامخ شوى له هغه يې غوښتي چې څه موده يې له ځان سره د ملګري په توګه ومني او هغه څه وروښيي چې الله تعالى ده ته ورښودلي. هغه په ځواب كې دوه خبري ورته كړې:

1: ته زما په ملګرتيا كې صبر نه‌شې كولى، ښايي د موسی عليه السلام حالت ته په پام سره يې دا خبره ورته كړې وي، هغه يې په سوكالۍ او رفاه كي ستر شوى زلمى موندلى او د خپلو ستونزمنو او خطرناكو سفرونو د ملګرتيا جوګه يې نه‌دى ګڼلى؛ نو ځكه يې دا خبره ورته كړې. او بيا يې ورته ويلي: څنګه به پر هغه څه صبر وكړې چې پرې خبر نه يې؟

 

2: او كه سره له دې زما متابعت كوې نو د هيڅ‌څه په اړہ تر هغه ما مه‌پوښته څو يې په خپله يادونه درته وكړم. له دې معلومېږي چې خضر عليه السلام ډېر محتاط شخصيت وو، خپل نږدې د سفر ملګرى يې هم له خپلو اسرارو نه خبراوه، پر موسى عليه السلام يې دا شرط ومانه چې د اسرارو پوښتنه به نه ترې كوي، مګر هغه مهال چې دى يې په‌خپله يادونه وكړي. له دې دا هم معلومېږي چې خضر عليه السلام په سري ««خفيه» مبارزه بوخت وو، د دې خبرې حقيقت هغه مهال موږ ته لا ښه جوتېدای شي چې د دوى دواړو د ملګرتيا درې پېښې په دقت سره له نظره تېرې كړو. د موسى عليه السلام مخكينى د سفر ملګرى له ځان سره نه‌بېول هم دغه مطلب په گوته كوي. موسى عليه السلام شرط مني او د صبر او اطاعت ژمنه كوي.

 

د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير د يادې قصې د درېیمې برخې د وضاحت له‌پاره د سورة الکهف د ۶۰-۸۲نمبر آيتونو په تفسير تفصيلي رڼا واچوله او ويې ويل:

 

دغه آیتونه د يادې قصې په حقيقت د پوهېدو په اړه موږ ته لاندې څو مهمې لارښوونې كوي:

 

 كه د قصې همدې برخې ته لږ ځير شو نو ډېر ژر په دې حقيقت پوهېږو چې الله تعالى خضر عليه السلام ته كوم علم وركړى وو؟ او ده موسىٰ عليه السلام ته د ملګرتيا په دوران كې څه ورزده كړل؟ قرآن فرمايي چې: هغه موسى عليه السلام ته درې لارښووني وكړې:

 

1: د يوه ظالم پاچا له منګولو د مسكينو او بې‌وزلو جاله‌والو ژغورل؛ هغه هم په داسې شکل چې جاله‌وال ترې خبر نه‌شول، د لږ ضرر په مقابل كې يې دوى له ستر تاوانه وژغورل.

 

2: د يو مفسد، كافر او بې‌رحمه زلمي وژل او مؤمن مور پلار يې له شره ژغورل.

 

3: تر نړېدونكي دېوال لاندې د دوه يتيمانو له‌پاره ښخه شوې خزانه له غارت كېدو خوندي كول.

 

ناويلي دې پاتې نه‌وي: چې د وخت کمي له وجې د خضر عليه السلام د علم د نوعيت او همداراز د يادې قصې اړوند  د څو نورو مهمو مطالبو تشريح او توضيح پاتې شوه، خو د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ژمنه وکړه چې په راتلونکې درسي محاضره کې به پرې تفصيلي بحث او خبرې وکړي.

 

په‌پای کې ګډونوالو د موضوع اړوند خپلې پوښتنې هم مطرح کړې چې د مشر له لورې ورته تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل شول او له هغه وروسته نننۍ درسي محاضره د نوموړي په دعا پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک