د کندهار نړيوال هوايي ډګر پرانيستل، ۱۹۶۰ع
زموږ د ملي هويت د ودانيو څخه يوه د کندهار د هوايي ډګر وداني ده چي د معمارۍ په خورا عصري هنر د امريکايي مهندسينو لخواد ١٩٦٠ع کلونو په لومړيو کي د ١٥ ميليون ډالرو په لگښت جوړه سوه.
په لوړو تاقونو سره د کندهار هوايي ډگر جوړولو موخه د کراچي او ډيلي هوايي ډگرونو د يوه سيال رامنځته کول وه چي د اروپا او ختيځي آسيا ترمنځ تلونکي راتلونکي الوتکي پکښي لنډمهالي ناستي وکړې.
پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه وتوانېد چي له روسانو او امريکايانو څخه په يوه وخت د افغانستان په ګټه کار واخلي چي له همدې امله د دغه هوايي ډگر د جوړولو کار امريکايي کمپنۍ موريسن کنوډسن شرکت ته وسپارل سو.
ټاکل سوې وه هلته يو مېلمستون جوړ سي چي ١٠٠ خوني به ولري او د بېلگي په توگه هغه سپرلۍ چي له روم څخه سنگاپور ته پر لار وي؛ وکولاى سي په مېلمستون کي شپه تېره کړي.
همدارنګه تر مځکي لاندي د تيلو ٦ يا ٨ ټانکونه جوړ سوي وو چي د برېښنا په مټ کنټرولېدل او د هوايي ډگر له بهرنۍ برخي سره تړلي ول.
کولاى مو سول، په الوتکه کي دننه کښېنۍ او د يوې توکمې په کښېکاږلو سره د خپلي خوښي تيل الوتکي ته واچوئ.
د کندهار هوايي ډګر کي تر ټولو ډېر زيار د هوايي دګر آمر ارواښاد عزیز احمد اعتمادي او عبدالکریم حکیمي [د ملکي الوتنو ريس] وکښل. عکسونه يې البوم کي...
د ثور د خونړۍ کودتا پر وخت د كندهار د ملكي هوايي ميدان د آمريت پرسونل تقريباً ۱۲۰۰ نفرو ته رسېدى، خو د کودتاچیانو لټ وخرېز او د مخالفو ځواكونو له خوا د راكټونو د توغوني له امله په هوايي ډګر کي ملكي الوتني په ټپه ودرېدې.
د تاليبانو د اولي دورې پر مهال يوازي اماراتو او هندوستان ته ملكي الوتني کېدې خو هوايي ډګر د جنګيالو او نظاميانو کرارګاه وه چي چنداني د نظم او خدمت چاري نه وې.
د سپتېمبر د ۱۱ نيټي تر پېښي وروسته دكندهار هوايي ميدان د جگړې په مركز بدل سو چي د جگړو په اثر د هوايي ډگر عمارتونه تخريب او د هوانوردۍ ټول تاسيسات له منځه ولاړل، د امريکايانو په ځانګړې پاملرنه د هوايي ډګر ټولي زړې الوتکي او وسايل د […] له لوري په لاريو کي پاکستان ته د کباړ په شکل ولاړل او مالومه نه سوه چي چا، چيري او په څه رانيول.
لنډه دا چي کندهار هوايي په روانو دريو لسيزو کي د دسيسو، ظلمونو او ګډوډيو له امله په بدن کي وينه وچه سوه او د لس زره جريبه مځکي څخه ئې يوازي سل جريبه مځکه د افغانانو په لاس کي وه.
لا هم ددې هوايي ډګر راتلونکي نظامي ښکاري او د بده مرغه دې ورستيو کي د کندهار نظامي ځواکونو هم د هوايي ډګر سره ومښلول سوه.
د کندهار د اوسني هوايي ډګر تر مخه د اوسنۍ بولدک اډې پر ځای هوايي ډګر وو چي د امير_امان_الله خان په دوره کي ئې چاري بشپړي سوې.
