ورور حکمتيار له قومي مشرانو او ځوانانو سره وليدل
دوشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د حوت ۲۳مه:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير نن له غرمې مخکې په دوه جلا-جلا کتنو کې د پکتيا ولايت له قومي مشر ښاغلي کپتان اخلاص او همداراز د قومندان صاحب ميرويس په مشرۍ د بلخ او کندز له يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دغو کتنو کې د هېواد په وروستي أمنيتي او سياسي وضعيت تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
لومړی يادو مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي افغانستان أمير ته د خپلې ژمنتيا او تعهد مراتب وړاندې کړل او پر وينا يې چې ځوان نسل د خپلو لومړيتوبونو او سياسي مسير ټاکنې په برخه کې د نوموړي سالمو لارښوونو او سپارښتنو ته جدي اړتيا لري، څو د همغو په رڼا کې خپلې وړتياوې د هېواد د ښېرازۍ لهپاره پهکار واچوي او خپلو لوړو هيلو او عُليا مصالحو ته ورسېږي.
ښاغلي حکمتيار يې په ځواب کې وويل:
دا مو وطن دی، همدلته پاتې کېږو، دلته ستر شوي يو، هېڅ چېرته نهځو، موږ ددې ملت پوروړي يو، دې ملت ډېرې ستونزې ګاللي او صبر يې کړی، له همدې کبله يې موږ ډېر پوروړي يو او بايد حق يې أداء کړو.
نوموړي زياته کړه:
نړۍ کې هېڅ ملت دومره ستونزې او ربړې نهدي ګاللي، همدې ملت د نړۍ دوه ستر زبرځواکونه مات کړل، په ځانګړي ډول د شمال ولسونو پهدې قربانۍ کې ډېره ستره ونډه درلوده، خو له قربانيو او تکليفګاللو وروسته محروم پاتې شوي. هيله مو داده چې دا محروميتونه يې جبران شي.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير وويل:
باور لرو چې د مخلصو او اسلامپاله ځوانانو قربانۍ به حتماً رنګ راوړي، ښه بېلګه يې د روسانو پر وړاندې د څو محدودو او معدودو ځوانانو قيام وو چې بالاخره د وخت ستره، بدمسته او مغروره شوروي امپراتوري يې رانسکوره کړه او د همغه الهام ورکوونکې او امپراتورۍ نړوونکې مبارزې په پايله کې ناټو او امريکا هم له برمه پرېوتل او مات شول. که څه هم د ګاونډيو هېوادونو پهشمول ټوله نړۍ د امريکا او ناټو په څنګ کې ودرېده، خو د دې وياړلي او مجاهد ملت د سپېڅلې او مخلصانه مبارزې پر وړاندې إشغالګران مات شول او افغانان له يوې سختې او ناانډوله جګړې سرلوړي او بريالي راووتل.
قدرمن مشر وويل:
د استعمارګرانو طبيعت دادی چېرته چې ځي، أقليتونه غېږ کې نيسي او پر أکثريت يې تحميلوي، روسانو هم همدا کار وکړ او را وروسته ناټو او امريکا هم، دواړو غوښتل چې افغانستان تجزيه کړي.
نوموړي زياته کړه:
پهدې اړه د روس او امريکا دواړو لاسپوڅي جالب اعترافات لري، چې د حسن شرق اعترافات يې ښه بېلګه کېدای شي چې وايي: «روسانو راته ويل: تاسې خپل د واک مرکز بلخ ته انتقال کړئ او...»
او د غربيانو لاسپوڅي خو تاسې ګورئ چې پر واز کومي د افغانستان د تجزيې شعارونه ورکوي، خو للهالحمد د افغانستان د مسلمان ملت د سپېڅلې جهاد او مبارزې په نتيجه کې د استعمارګرانو دا خوب رښتيا نهشو او افغانستان د يو واحد ملت او هېواد پهڅېر د اسلامپالو لاس ته پرېوت او دښمنان هدف ته ونهرسېدل.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا: هغوی چې إشغالګرانو تحميل کړي وو، هغوی هېڅچاته ژمن نه ول، یوازې د إستعمارګرانو ګټې يې ساتلې، دا ورته مهم نهوو چې څوک څوک دی؟! پښتون، تاجک، هزاره، ازبک دی او که بل څوک؟! دوی مفسدين وو او يوازې د فساد د سرلارو ګټې يې تأمينولې. إستعمارګرانو أجيرو جنګياليو ته اړتيا لرله او په مارکيټ همدا أجير او مفسدين ول چې هېڅ ارزښت ته يې ژمنتيا نهلرله، له همدې کبله إستعمار دوی په ارزانه بيعه وپېرل او د ټولو ديني، ملي او قومي نواميسو خلاف يې إستعمال کړل.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
