No-IMG

د حکمتيار صاحب اووه ويشتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يک‌شنبه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د حوت ۲۲مه:

د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۲۷مه درسي حلقه د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې دائره شوه چې ګڼ‌شمېر ورونو او خویندو په‌کې ګډون کړی وو.

په نننۍ درسي حلقه کې د (آيا پيريان ليدل کېږي؟) موضوع پر پاتې برخه بحث وشو.

قدرمن مشر د تېر درس پر دوام وويل:

په ټول قرآن كې صريحاً يا تلويحاً داسې څه نه ګورو چې وښيي رسول الله صلی الله عليه وسلم پېريان په خپلو سترګو ليدلي، يا يې بل څوک ليداى شي، خو دا چې سليمان عليه السلام ته پېريان مسخر وو، دا د هغه ځانګړې معجزه وه، خو قرآن د دغې معجزې د بيان په لړ كې هم دا نه‌وايي چې هغه يا نورو پېريان په خپلو سترګو ليدل.

هغوی چې وايي پېريان كولاى شي خپله بڼه او شكل بدل كړي ادعاء يې بې‌بنسټه او بې‌دليله ده، هيڅ مخلوق نه‌شي كولاى خپل شكل او خلقت بدل كړي، الله تعالى دا توان هيڅ مخلوق ته نه‌دی وركړى.

ښاغلي حکمتيار د خپلې إدعاء د إثبات له‌پاره د روم سورې ٣٠نمبر آيت ته إشاره وکړه چې په‌کې ويل شوي:

(نو خپل مخ دې په بشپړہ توګه د دين لوري ته سم مخامخ كړہ، همغه الهي فطرت ته چې خلك يې پرې پيدا كړي، د الله په خلقت كې تبديلي نه‌شي راتلى، همدا قيم دين دی خو ډېرى خلک نه‌پوهېږي.

نوموړي همدې قرآني مفهوم ته په إشارې سره وويل:

كه انسان نه‌شي كولاى له ځانه پېرى او فرشته جوړه كړي، په داسې حال كې چې هغه اشرف المخلوقات دی نو پېريان به څنګه دا كار وكړى شي؟! پېريان له اوره پيدا شوي، په داسې مخلوق نه‌شي بدلېداى چې هغه له خاورې پيدا شوى. هغه فرشتې چې د انسان په بڼه كې ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوي، يا مريم عليها السلام ته د انسان په بڼه كې متمثل شوي، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره فرشته دا كار نه‌شي كولاى، همدغه خاصې فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كې لېږل شوي چې انسان يوازې د انسان په وينا او خبرې پوهېداى شي.

د حزب اسلامي افغانستان أمير وويل:

دا ډېره عجيبه ده چې څوک د قرآن صريح وينا او د هغه مؤيد صحيح روايات نه‌مني او په اوهامو او افسانو پسې درومي او وايي: ډېرو خلكو پېريان په خپلو سترگو ليدلي، كه ورته ووايې له دغو كسانو يو زموږ مخې ته ودروه چې دا څو پوښتنې را ځواب کړي: 1: پېرى دې كله او چېرې وليد؟

2: په كوم شکل دې وليد؟

3: څوك درسره وو؟

نو وبه‌ګورئ چې هېڅ داسې څوک نه‌شي راوستلى، كه احياناً څوک په‌خپله په‌دې اړہ څه وايي نو وبه ګورئ چې هر يوه يې يوازې او د بل له ملګرتيا پرته په توره شپه او په تياره ځاى كې، هلته چې سترګې سم ليدل نه‌شي كولاى، د ونو تر سيورې لاندې، په يوې كنډواله كې او د ډېران خواته، يا د تورې پيشو او يا هم د تور سپي په شكل كې پېريان ليدلي!!! نه‌ كوم شاهد لري او نه هم كوم عاقل او بالغ انسان ته قناعت وركولاى شي!! هيڅ يوه يې تر اوسه دې پوښتنې ته ځواب نه‌دی ويلى چې: څنګه پوه شوې چې دا تور سپى، توره پيشو او جګ سيورى پېرى وو نه ستا واهمه؟

 

نوموړي زياته کړه:

ځينې بيا وايي: دا د عقل خبرې نه دي، دلته به د عقل نېلی نه‌ځغلوو، د خلكو رواياتو ته به اعتبار وركوو!!

هغوى ته وايو: كه موږ د پېريانو په اړہ د خپل عقل له مخې قضاوت كولاى نو هغه قصې به مو هرو مرو منلې وای چې په هر كور كې د واړه او زاړه په خوله تكرارېږي، انا خپل لمسيان پرې وېروي، د شپې له لورې او په تياره كې له كوره بهر وتلو ته يې نه‌پرېږدي او ورته وايي چې: پام كوه په اېرو پل كښېنږدې چې پېريان به دې ونيسي!! هر ناآشنا درب د پېريانو د پښو ترپا ګڼي!! خو موږ د قرآن او سنت تابع يو او همغه خبره كوو چې د صريح نص له مخې ثابته وي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د أبوهريرة رضي الله عنه هغه روايت ته هم تفصيلي إشاره وکړه چې په‌ بخاري کې په ۲۱۸۷ شمېره سره راغلی او په‌کې ويل شوي چې دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم له لورې د روژې د صدقاتو په څوکېدارۍ او ساتنه ګمارل شوی، شيطان درې شپې سر په سر راځي او غواړي د يادو صدقاتو له ډېري غلا وکړي، أبوهريره يې نيسي او ورته وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته دې ورولم، شيطان زارۍ کوي او هغه ته خپله ناچاري او بېوزلي مخ‌ته ږدي او أبوهريره يې پرېږدي، درېيمه شپه چې بيا غلا ته راځي او نېول کېږي، نو هغه ورته وايي چې نن دې حتماً رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورولم، شيطان ورته وايي: ما پرېږده زه به تاته داسې کلمات دروښيم چې الله تعالى به تات پرې ګټه در ورسوي، او بيا ورته وايي: كله چې څملې نو د آية الكرسي آيت تر پايه لوله، چې په‌دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لورې يو ساتونكى ګمارل شوى وي او شيطان به نه‌شي درنږدې كېداى. أبوهريره وايي: سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابو هريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ ومې ويل: يا رسول الله! ژمنه يې وكړہ چې داسې كلمات به دروښيم چې الله تعالى ګټه پرې در ورسوي، نو پرې مې‌ښود، ويې فرمايل: دا څه دي؟ ومي ويل: راته ويې ويل: كله چې څملې نو د آية الكرسي آيت تر پايه لوله، چې په‌دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لورې يو ساتونكى ګمارل شوى وي او شيطان به نه‌شي درنږدې كېداى، او دوى د خير په چارو كې ډېر حريص ول، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هغه يقيناً رښتيا درته ويلي په‌داسې حال كې چې ډېر دروغجن دی. اې ابو هريره! آيا پوهېږې په دغو دريو شپو كې له چا سره مخاطب وې؟ ويې ويل نه؛ ويې فرمايل: دا شيطان وو.

قدرمن مشر وويل:

دا روايت په بخاري كې دوه ځلې نور هم په دغو شمېرو راغلى: ۳۲۷۵ ،۵۰۱۰، په لنډہ توګه او له دې توپير سره چې په‌دې كې (وَاللهِ لأَرْفَعَنَّكَ) راغلي او په هغو نورو كې يوازې (لأَرْفَعَنَّكَ).

ښاغلي حکمتيار زياته کړه:

دا روايت د سند له مخې داسې دی چې په څلورو طبقو كې يو يو راوي لري او د متن له پلوه داسې دی چې په څو برخو كې له قرآن سره تعارض لري:

1: قرآن وايي چي پېريان نه ليدل كېږي او دا روايت وايي چې ابو هريره درې شپې سر په سر شيطان وليد او ټينګ يې ونيولو!

2: قرآن وايي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو او دا روايت وايي چې رسول الله صلى الله عليه و سلم درې شپې سر په سر په غياب كې ليدل چې د ابوهريره رضي الله عنه او شيطان تر منځ څه تېرېدل!

3: قرآن وايي چې شيطان إنسان ته د فحشاء او منكر سپارښتنه كوي او غلطو كارونو ته يې هڅوي خو دا روايت وايي چې شيطان ابوهريره رضي الله عنه ته د آية الكرسي فضائل ور وښودل! په داسې حال كې چې قرآن په ټول تأكيد او د حصر په صيغه وايي چې شيطان ستاسو دښمن دی او يوازې په دغو دريو كارونو تاسو ګماري:

الف: سوء.

ب: فحشاء.

ج: او د الله په اړہ هغه څه ويل چې پرې نه‌پوهېږئ.

إِنَّمَا يَأۡمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلۡفَحۡشَآءِ وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ١٦٩ البقره:‏

يقيني خبره دا ده بله نه ده چي هغه تاسو په كركجنو او قبيح كارونو گماري او په دې چې د الله په اړہ هغه څه ووايئ چي نه پرې پوهېږئ.

4:            قرآن وايي چې د پېريانو خوراک اوبه دي، (وَ أَلَّوِ استَقَمُوا عَلى الطرِيقَةِ لأَسقَيْنَهُم مَّاءً غَدَقاً * الجن: ۱۶:

او دا چې كه (پېريان) په سمه لار استقامت وكړي نو په پرېمانه اوبو به يې خړوبه كړو)؛ خو دا روايت وايي چې شيطان د كجورو غلا له‌پاره راغلى وو!!

5:            د دې روايت له‌پاره په قرآن كې هيڅ شاهد نه مومو.

6:            عقل وايي چې غل د غلا په وخت كې ځان پټوي او دا روايت وايي چې شيطان د غلا په وخت كې خپل اصلي شكل بدل كړى وو او د انسان په شکل او په څرگنده توګه د ابوهريره خواته ورغلى وو او هغه هم د غلا له‌پاره!

7:            عقل وايي چې هيڅ مخلوق نه‌شي كولاى خپل اصلي شكل بدل كړي او د بل مخلوق بڼه غوره كړي خو دا روايت وايي چي شيطان ابوهريره ته د انسان په شکل څرګند شوى وو!

8: دا روايت وايي چې ابوهريره رضي الله عنه درې ځلې په ډېر تأكيد سره لوړہ كړې وه چې شيطان به لاس‌نېولى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولي خو هر ځل يې خپله لوړہ ماته كړې!!

نوموړي زياتوي چې

په دې روايت كې چې كومی خبرې راغلي، هغه له ځينو جدي توپيرونو سره په نورو كتابونو كې بريدة او أبو أيوب الأنصاري ته منسوب شوي. خو هلته ويل شوي چې دوى په ناڅاپي توګه متوجه شوي چې له خوراكي توكو څه كم شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يې دا خبره كړې او ګواكي هغه ورته فرمايلي چې دا كار شيطان كوي او بيا د شيطان راتلو ته مترصد پاته شوي.

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د درس په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم مُقنع او تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته نننۍ درسي حلقه د نوموړي په دعاء پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک