No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د اوو ولایتونو د بایسکل ځغلوونکو تر منځ د «نارنج ګل جام» په نوم سیالۍ پیل شوې. بایسکل ځغلوونکي به له کابل تر ننګرهاره، له ۱۵۰ کېلومټره ډېر بایسکل ځغلوي، څو لومړی مقام وګټي. دا سيالۍ د بايسکل ځغلونې ملي فدراسيون له‌خوا ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړیو د ټاکلو په هدف تر سره کېږي.

: ‏په هرات کې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې. د موټرسایکل ځغلونې فدراسیون وايي، دا سیالۍ په واټونو او غرنیزو سیمو کې د ملي لوبډلې لپاره د غوره موټرسایکل ځغلوونکو د ټاکلو په موخه تر سره شوې دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي پرون له ازبکستاني سیال عبدالعزیز کاملوف سره پر اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړي. یاد وزارت زیاتوي، متقي په دې لېدنه کې ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه باید پر یو بل ډېر باور وکړي، څو سیمه د جګړو او سیاسي اختلافونو له اغېزو وژغورل شي.

: ‏د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوی په مرسته عامې روغتیا وزارت د شري ناروغۍ اوونیز کمپاین پیل کړی دی. دې سازمان په یوې خبرتیا کې زیاته کړې، ټاکل شوې د دې کمپاین پر مهال په ۲۴ ولایتونو کې ۱٫۲ مېلیونه ماشومان واکسین شي.

: ‏شاوخوا درې سوه هغه افغانان چې څو میاشتې وړاندې د امریکا له لوري د تخلیې په ترڅ کې متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي وو بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.دا درې سوه کسان چې د اماراتو په ابوظبۍ ښار کې په یوه نظامي کمپ کې اوسېدل وایي،هلته وضعیت له هره اړخه ډېر خراب و نو ځکه بېرته راغلي دي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ترکیه کې د انتالیا ناستې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت په ترکیه کې سفارت لري او په خبره یې په دغه هېواد کې د افغان سفارت چارې د دوی په امر مخته ځي.

: ‏افغان فلم له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د دوو مستندو فلمونو په وړاندې کولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان فلم جوړوونکي هڅولي دي چې د افغاني ټولنې په رغنیزه برخه کې کمښت او اړتیا ته په کتو سره د فلمونو تولید ته مخه کړي.

: د افغانستان ا.ا لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده امنیتي ځواکونو ته ځینې نوې سپارښتنې کړې دي. هبت الله اخندزاده امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي چې له غرور او کینې څخه په کلکه ډډه وکړي او له ځورېدلو افغانانو سره احسان وکړي. نوموړي دغه راز له امنیتي ځواکونو څخه غوښتي چې له کبر، جبر، ظلم او خیانت څخه ډډه وکړي او د قوم پرستۍ، سمت پرستۍ او انډيوال پرستۍ څخه هم ځان لرې وساتي. نوموړي زیاته کړې ده چې امتیاز باید په امانتداري سره وي او بیت المال باید خیانت نه شي. په دغو سپارښتنو کې دغه راز راغلي چې ټول امنیتي ځواکونه دې د یو او بل په کارونو کې له مداخلې په کلکه پرهیز وکړي او د یو بل پر وړاندې دې له داسې چارو مخ وګرځوي چې د باور فضا خړپړه کوي.

: ‏محقق چې د تیر حکومت د سقوط پر مهال له هیواد وتلی او اوس په ترکیه کې دی،په خپلو تازه څرګندونو کې یې ویلي چې نور په افغانستان کې د وسله والې مبارزې وخت پایته رسیدلی او دی به هم د کومې وسله والې ډلې سره یو ځای نه شي،محقق ویلي باید د خبرو اترو له لارې افغانان شته ستونزې پخپله حل کړي.

: ‏د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت په خوست کې د برېښنا پروژې چارې بشپړې او په لومړي ځل د دغه ولایت هوايي ډګر ته وارداتي برېښنا ورکړل شوه.

: ‏اوکراین: در دور جدید مذاکرات با روسیه خواهان خروج فوری آنان خواهیم بود.

اوکراین اعلام کرد که در دور جدید گفت‌وگوها با روسیه خواستار خروج فوری نیروهای روس از این کشور خواهند بود.

: سرگئی لاوروف، وزیر امور خارجه روسیه پس از دیدار با محمد بن عبدالرحمن آل ثانی، همتای قطری خود در مسکو در یک کنفرانس مطبوعاتی مشترک اعلام کرد که نباید از خاک اوکراین تهدیدی متوجهشان باشد.

لاوروف با بیان اینکه در دیدار با آل ثانی در مورد جنگ روسیه و اوکراین گفتگو کردند، اظهار داشت: ما تمایل قطر به دستیابی به توافقی در مورد مسائل مربوط به امنیت مشترک اروپا از جمله امنیت روسیه و اوکراین را ارزشمند تلقی می‌کنیم.

: اولاف شولتس، صدراعظم آلمان با استقبال رسمی رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه وارد مجتمع بش‌تپه در آنکارا شد.

در مراسم استقبال از صدراعظم آلمان، 16 سرباز و پرچم به نشانه 16 دولت ترک حضور داشتند.

رئیس‌جمهور ترکیه و صدراعظم آلمان پس از دیدار دوجانبه، نشست مشترک رسانه‌ای برگزار خواهند کرد.

ابراهیم کالین سخنگوی ریاست جمهوری، فخرالدین آلتون، مدیر ارتباطات نهاد ریاست جمهوری ترکیه و واصب شاهین استاندار آنکارا نیز در این مراسم حضور یافتند.

: ‏پر عراق تر راکیټي برید وروسته د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. امریکايي چارواکو ویلي دوی د عراق د هوايي دفاع ځواک قوي کوي او ایران ته یې خبرداری ورکړی چې دغه ډول کړنې به یې سختې پایلې ولري.

: ‏پخواني امریکايي ديپلومات فیلیپ کازنېټ چې څه موده وړاندې یې په امریکایي پوځ کې د پخوانیو افغان پوځیانو پر جذب خبرې کړې وې، په تازه مرکه کې ویلي چې په دې تړاو بحثونه په امریکايي حکومت کې په غیر رسمي توګه پيل شوي دي.

: ‏چین له افغان لوري سره د مس عینک کان پر استخراج خبرې کړې دي. والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي، چین غواړي د نړۍ د مسو ستر کان استخراج کړي، ځکه دغه هېواد دمګړی مسو ته اړتیا لري او په نړۍ کې هم د مسو بیې لوړې شوې دي.

: ‏پر اوکراین د روسيې تر وروستي توغندویي برید وروسته د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې د روسي توغندیو راتلونکی هدف به د ناټو سازمان کوم غړی هېواد وي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله ونډې شرمن وایي، واشنګټن له ایران سره توافق ته نږدې شوی دی او دا هیله لري چې د روسیې په ګډون ټول ښکېل اړخونه په دې برخه کې له پوره جدیت څخه کار واخلي.

: ‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ترکیې په انتالیا ډېپلوماسۍ غونډه کې ویلي، د اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو پرته بشري مرستې نه‌شي کولای په افغانستان کې ټولې ستونزې له منځه یوسي.

: ‏قرار است فلیپو گراندی کمیشنر عالی سازمان ملل در امور پناهنده گان امروز به کابل بیاید.

وی قبل از سفرش به کابل گفته است: اشتراک کننده‌گان نشست فوروم آنتالیا توافق کرده اند که در جریان بحران یوکراین، افغانستان را فراموش نخواهند کرد.

: ‏باراک اوباما رییس جمهوری پیشین امریکا به کرونا مبتلا شده است.

وی ناوقت دیروز گفته است که تست کرونای او مثبت بوده، وضعیت صحی اش بهتر است، اما احساس گلودردی میکند.

: ‏وزیر امور خارجۀ ترکیه گفته است که دعوت از هیأت طالبان در نشست فوروم آنتالیا به معنای به رسمیت شناختن حکومت آنان نیست.

وی دیروز در نشست خبری گفت است: دعوت آنان به این معنا نیست که انقره امارت اسلامی را به رسمیت بشناسد اما افزود که صدای حکومت موقت در افغانستان باید شنیده شود.

‏این درحالیست که مولود چاووش اوغلو وزیر امور خارجۀ ترکیه از امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجۀ ا.ا به گونه رسمی خواسته بود، تا در نشست فوروم آنتالیا اشتراک کند.

: ‏روسیه میگوید که ۱۸۰ جنگجوی خارجی در یوکراین کشته شده است.

وزارت دفاع روسیه افزوده است که این جنگجویان خارجی در حال تمرینات نظامی برای جنگ با نیروهای روسی بودند، که در نتیجۀ حملات هوایی روسیه کشته شدند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک