No-IMG

عجبه دنیا ده؛ غربیان يې مشران دي

زاهد جلالي

 

عجبه دنیا ده. غربیان يې مشران دي. ملکي د دوی ده. نظم او سېستم يې دوی د خپلو ګټو او ارزښتونو مطابق جوړ کړی. څوک چې د دوی له سېستم او آن ارزښتونو بل ډول فکر او عمل کوي، دغسې يې منزوي کوي لکه نن چې يې روسيه کړې.

پر روسيه يې اقتصادي بنديزونه لګولي. له نړيوال مالي سېستم يې وېستی. صادرات او واردات يې ور متضرر کړي. لويو بانکونو په کې خپل فعالیت درولی. ډيبټ کارډ او کرېډټ کارډ په کې کار نه کوي. الوتنې ورته او پرې بندې شوي. فېسبوک، ټوېټر او نورو کمپنيو په کې فعاليتونه درولي، بلکې مخالفو تبليغاتو ته يې اجازه ورکړې. حتی خوراکي شرکتونو په کې فعاليت درولی...

روسيه يو ډېر لوی هېواد دی او په سيمه کې ايتلافیان هم لري چې له دغو محدوديتو په وتلو کې ورسره مرسته کوي. خو بیا هم د دغه هېواد وضعه ډېره خرابه ده. ايله څو ورځې کېږي چې روسيې سره دغسې کار وشو. روسيه يې دومره وارخطا کړې چې خبره يې اتوم ته ورسوله او درېيمې نړيوالې جګړې ته.

خو اسلامي نړۍ سره لسګونه کاله کېږي چې همدا کار کېږي. بلکې تر دې ډېر بد او شديد. څوک چې لږ هم له غربي چوکاټونو بدل فکر کوي، تر روسيې له بترو بنديزونو سره مخ کېږي او تر دې سخت جنجالونه ورته جوړېږي. لنډه دا چې په نړۍ کې د اوسېدو حق ترې اخيستل کېږي.

آفرین په هغو مسلمانانو چې ماته يې نه ده منلې. لا هم مبارزه کوي. او بيخي ډېر آفرین پر هغو چې نور لا څه چې بيخي خپل لباس يې هم په غربي لباس نه دی بدل کړی. په هېڅ صورت له غربیانو سره پر لار نه ځي او په هېڅ ميدان کې ورته نه تسليمېږي. په رښتیا چې مسلمانانو افسانوي مبارزه وکړه او لا يې کوي.

په هر حال، اوسنۍ جګړه کې ښه والی دا دی، چې شته غربي نړيوال نظم په کې چلنج کېږي او ان شا الله له دې وروسته به يوه داسې نړۍ وي چې غربي نړيوال سېستم که په کې ختم نه وي، نو کمزوری خو به ضرور وي. چې دا د مسلمانانو په ګټه ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک