مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن د ۳۲ میلیونه نغدو امریکایي ډالرو بشري مرستو بله کڅوړه را ورسېده.
افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا اتلسمه کڅوړه ده چې کابل ته راځي او افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کیږي.
✒: امیرخان متقي: دیپلوماسي باید جګړو ته د مشروعیت ورکولو په هدف نه بلکه د جګړو د مخنیوي په هدف وي او یوازې د لویو قدرتونو د منافعو او ایډیالوژیو د ترویج وسیله ونه اوسي بلکه دیپلوماسي باید نظامي ځواک ته له پام پرته د هیوادونو د استقلال، هویت او مشروع منافعو د ساتنې وسیله وي.
✒: فاطمه گیلانی در نشست فوروم آنتالیا:
زنان افغان بدون هیچگونه دید تبعیضی و نژادی میخواهند حکومت کنونی افغانستان به رسمیت شناخته شود.
✒: امیر خان متقی:
ما کابل را به زور نگرفته ایم بلکه از ما استقبال شده است و ماموران حکومت پیشین از مقام های بلند رتبه و پایین رتبه در حکومت ما اکنون کار میکنند.
آیا در جهان کدام حکومت کودتا ای وجود ندارد؟ پس چرا جهان حکومتی را که تمام شرایط به رسمیت شناختن را دارد به رسمیت شناخته نمیشود؟
نړۍ د تېر حکومت ۷۰٪ سلنه بودجه ورکوله، مګر اوس هغه پیسې موږ ته څوک نه راکوي، حتی تر دې چې زموږ خپلې پیسې کنګل شوې دي.
✒: امیرخان متقي: د تېر حکومت ۵۰۰ زره مامورین له موږ سره کار کوي، یوازې د سر خلک له حکومته لاړل.
✒: د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ ۷ غړي ټپیان شوي دي.
د دې ولایت سیمه ییز چارواکې وايي یاده پېښه پرون مازدیګر د ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا د پيښې ټپيان روغتون ته استول شوي او تر جدي درملنې او مراقبت لاندې دي.
✒: امیرخان متقي: نړۍ ولې هغه حکومت په رسمیت نه پېژني، چې د ولس په زور یې د پنځوسو هېوادونو سره مقابله کړې او ازادي یې تر لاسه کړې ده.
✒: د افغانستان لباره د امریکا ځانګړي استازي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره کتلي او له افغانستان سره یې د تعامل پر دوام ټینګار کړی.
ټام وېسټ ویلي، چې په ترکیه کې یې د افغان لوري تر څنګ له خپلو ګڼو متحدو هېوادونو سره خبرې کړې دي او د ټولو ټینګار داو، چې افغانستان سره تعامل دوام ولري.
ټام ویسټ د نجونو او هلکانو پر مخ د پوهنتونونو پرانیستل یو غوره اقدام بللی او وایي دوی د ورته اقداماتو هرکلی کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له امریکایي استازي غوښتي څو د افغانستان شتمنۍ د افغانانو په اختیار کې ورکړي او د بشري مرستو په نامه یې ضایع نه کړي.
✒: د کندوز د استخباراتو ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د اوو واکسیناټورانو د وژلو په تور یې څلور تنه نیولي دي.
دوه اوونۍ مخکې، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په مرکز کې اوه واکسیناټوران په ډزو سره ووژل شول.
✒: امیرخان متقی میگوید که در سال ۲۰۰۱ ملا محمد عمر، رهبر و بنیانگذار امارت اسلامی، به امریکا پیشنهاد مذاکره داد، اما حکومت آن وقت امریکا بر گزینه نظامی پافشاری داشت و آن را انتخاب کرد. او افزود که پس از آن مقاومت نظامی یگانه گزینه در برابر امریکا بود.
✒: د بلخ امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري وايي، تېره شپه د دې ولایت د استخباراتو تلاشۍ په يوې پوسته کې يو موټر چلوونکى هغه مهال ټپي شو چې هوايي ډز يې له پامه وغورځاوه او د اسلامي امارت یو سرتېري پرې بیا ډزې وکړې.
د وزيري په وينا، موټر چلوونکي له ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. وزیري زیاتوي، د اسلامي امارت هغه سرتېري چې پر موټر یې ډزې کړي وې، نیول شوی دی.
✒: د افغان پست دولتي شرکت ویلي چې د دغه شرکت د رهبري شورا په دوامداره هڅو سره یو ځل بیا اسیاي، اروپایي او امریکایي هېوادونو ته پستي خدمات پیل شوي دي. د یادې ادارې په خبره، له نن څخه وروسته هېوادوال کولی شي چې یادو هېوادونو ته د خپلو پستي کڅوړو لېږد را لېږد وکړي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، چې د انتالیا فورم په څنډه کې افغان پلاوي د ازبکستان، ترکیې، فنلنډ، سومالیا، لبنان، بحرین، وینزویلا او ځینو نورو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره کتلي او دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو د پاللو ډاډ ورکړی دی.
✒: سازمان ملل: 2 میلیون و 597 هزار و 543 پناهجوی اوکراینی به کشورهای همسایه رفتهاند.
✒: وزارت کشور عربستان سعودی از اجرای حکم اعدام 81 فرد متهم به تروریسم، جاسوسی، قتل و سایر جنایات خبر داد.
✒: د امریکا د سنا جرګې غړی سکاټ پیري وايي، پاکستان باید د ترهگرۍ د ملاتړي حکومت په نوم وپیژندل شي. نوموړي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته یوه لایحه لېږلې، چې له مخې به یې پاکستان د ترهگرۍ د ملاتړي حکومت په توگه وپیژندل شي.
✒: د هند ددفاع وزارت منلې ده، چې په تېروتنې سره یې یو توغندۍ د پاکستان په لوري توغولی دی. د هندوستان د دفاع وزارت پر دې پېښې داندېښنې څرګندونه کړې خو بیا یې پر دې خوښي څرګنده کړې چې ځاني زیان یې نه درلود.
✒: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وروستۍ وینا چې یو شمېر سیاسي مشرانو ته یې پکې سپکه ژبه کارولې ده په پاکستان کې توند غبرګونونه را پارولي دي. عمران خان یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، کله چې دی غونډې ته روانېده نو جنرال باجوه ورته ویلي وو چې مولانا فضل الرحمان ته دې ډېزل نه وایي.
✒: د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په اوکراین کې له روسیې سره جګړې ته داخل نه شي.نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي څو ناټو د اوکراین جګړې ته داخله نه شي ځکه د ده په خبره، که چېرته ناټو دغې جګړې ته دننه شوه نو له شک پرته به درېیمه نړیواله جګړه ونښلي.
✒: د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جرمي هانټ ویلي چې د اوکراین جګړه د امریکا د بهرني سیاست او امنیت د سترې ماتې څرګندونه کوي.
✒: اوکرایني چارواکو ادعا کړې ده چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په ماریوپول ښار کې پر هغو لسګونه کسانو باندې چې په جومات کې یې پناه اخیستې وه برید کړی دی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. بلخوابریتانیا ویلي چې روسي ځواکونه د کېیف ۲۵ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي.
✒: روزنامۀ نیویارک تایمز میگوید قرار است سفارت افغانستان در امریکا بخاطر مشکلات اقتصادی بسته شود.
این روزنامه به نقل از یک مقام وزارت خارجۀ امریکا گفته است که قرار است تا یک ماه آینده این سفارت بسته شود، چون پول افغانستان منجمد شده و از همین سبب بودجه سفارت افغانستان نیز مجمد است.
از سوی دیگر امریکا از کارمندان سفارت افغانستان خواسته تا برای ماندن در آن کشور هر چه زودتر کارهای قانونی خود را آغاز کنند و پیشنهاد ویزای بشردوستانه را بدهند.
