د سید جمال الدین افغان د مړیني ۱۲۵ کليزې په مناسبت
د سید جمال الدین افغان د مړیني ۱۲۵ کلیزه ده، روح ئې ښاد
سید اصلاً د اوسني کونړ د اسعداباد دئ چي خپل ۵۸ کاله ژوند يې د علم او پوهي په خدمت کي تیر او په اسلامي نړۍ کي ئې فکر ډېري اغېزي وکړې، ما اورېدلي چي د هغه کورنۍ د پښتونخوا پښين کي ته کډه سوي دي.
هغه ۱۸۹۷ع کال د مارچ په ۹ د سې شنبې په ورځ مازيګر لمر لوېدو پر مهال د ترکیې په کورت نومي کوڅه کي وفات او هلته ښخ سو، خو اويا کاله وړاندي د محمد ظاهر شاه په امر د شاه محمود خان د وزيراعظمۍ پر مهال له ترکيې څخه په ځانګړې تشريفاتي الوتکه او مراسمو سره ۴۰ کاله وروسته کابل ته راوړ او د کابل پوهنتون په انګړ کي خاورو ته وسپارل سول.
که څه هم ايران هيواد له نيمي پېړۍ څخه په دې هڅه کي دي چي سيد جمال الدين افغان نه بلکي ايرانی دئ؛ خو د ښه مرغه د هغه په ګڼو اثارو کي هغه ځان افغان او د کونړ بللی دئ.
دلته د هغه د لاس بېلګي چي ځان افغان بولي، وينو!
سید جمال الدین افغان د خپلو اوږدو او سختو سیاسي مبارزو په جریان کي ډیر لږ وخت په افغانستان کي تیر کړی دئ. هغه تقریبا یو کال په هرات، شپږ مياشتي په کندهار، يو څه وخت غزني، يوه مياشت کوټه او یو کال په کابل کي پاته سو. له اسنادو او مدارکو څخه ښکاري چي په افغانستان کي یې ځکه خوږې شپې نه دي تیري کړي چي د اړودوړ او رکود په زمانه کي ورته راغلی وو.
په هغه مضمون کي چي سید د امیرشېرعلي خان د پاچهی په زمانه کی لیکلی دی، ښکاري چي په کابل کي یې ډیر زړه تنګ دی او لیکي:
“تر ځان راتېرو دوستانو ته دي معلومه وي چي د انګریزانو طایفه مي اوروس بولي، مسلمانان مي مجوس بولي، سنیان مي رافضي او شیعه مي ناصبي بولي. د چهاریارو ځیني دوستان مي وهابي بولي او د امامي شیعه ګانو ځیني طرفداران مي بابي ګڼي. الهیان مي دهري او پرهېزګاران مي فاسق او له تقوی خلاص بولي، عالمان مي جاهل او ناپوه او مومنان مي بې ایمانه ګناه کار بولي. نه مي کافران ځانته وربولي او نه مي مسلمانان د ځان بولي. له جوماته شړل سوی او له میخانې رد سوی یم. حیران یم چي کوم طرف ته ولاړ سم. د چا لمنه ونیسم او له چا سره مخالفت وکړم؟ که یو ردوې بل به تاییدوې او که هغه تاییدوې نو د دې بل سره په جنګ بوخت یې. نه د دې طایفې څخه د تيښتي لاره لرم او نه دا سي ځای لرم چي د دې فرقې سره جګړه وکړم. د کابل په ښار کي په بالاحصار کي لاس تړلی او پښې ماتی ناست یم، او منتظریم چي له غیبه څه راته پېښېږي، او د آسمان څخه چي تل بدکاران نازوي څه راته رسېږي”
ګزیده آثار سید جمال الدین افغاني ص ۵
هغه چي کله په لومړي ځل له امیر دوست محمد خان سره ولیدل، هغه ته ئې وويل چي زه [جماالدين]د يوه افغان تاريخ په ليکلو بوخت يم، يو کال وروسته ئې په کابل د (تتمة البيان في تاريخ الأفغان) په عربي ژبه ولیکه چي وروسته د وزارت تر څوکۍ هم ورسېد.
#محمودطرزي په خپلو خاطراتو کي دې حقیقت او پر خپلو افکارو باندي د سید اغېزې ته اشاره کوي او وايي چي د پلار د توصیې سره سم استامبول ته ولاړم او اووه میاشتي مي د سید په مجلسونو کي برخه واخیستله. دی وايی علامه د عرفان یو کان وو. هر چا د خپل استعداد په اندازه له هغه څخه ګټه اخیستله. له سید سره زما دغه اووه میاشتي د اویا کالو تعلیم حیثیت درلود. د هغه پر هره جمله او عبارت باندي کتابونه لیکل کېدلای سي…
طرزي وايي زما سره دا سودا وه چي د سید د اصلي وطن په باره کي معلومات ترلاسه کړم. یوه ورځ چا د سید په مجلس کي دا خبره یاده کړه او له هغه څخه یې د وطن په باره کي پوښتنه وکړه، ځکه چي خبریالانو او د جرایدو څښتنانو په دې باره کي چي سید اصلا د کوم ځای دی اختلاف ښکاره کړی وو. زه خوشاله سوم چي ګوندي سوال به مي حل سي. خو خبره هغسي نه سوه؛ بلکه سید دا مسله نوره هم پېچلې کړه. هغه وویل ښه دی چي افغاني مي افغاني ونه بولي، اېرانی مي اېراني ونه بولي. ترکی مي د ترکي او اروپايي مي د اروپايی په حیث ونه پېژني. مګر دا جرأت به کوم پلار مړی ( فارسي عبارت پدرسوخته دی) وکړي چي ووايی جمال الدین د آدم او حوا له نسله نه دی؟
طرزي وايی دا خبري یې په دونه جدیت وکړې چي نور نو د مجلس غړي مجبور سول چي بحثونه بلي خواته یوسي. طرزي مقالات ص ۳۵۹-۳۶۰
دا لکه چي د سید جمال الدین افغاني د ژوند وروستۍ میاشتي وې، محمودطرزي وايی چي د سید له ناورغی څخه مخکي، د ناروغی او جراحي عملیاتو په جریان کي د وفات تر وخت پوري، هره شېبه له سید سره حاضر وو. [د جهاني صاحب ژباړه]
طرزي وايي چي سید د لاندنۍ زامي په پای کي د سرطان/کيسنر دانه وه او له دريو عملياتو وروسته ومړ او ويل کېده چي ترکي طبيبانو د سلطان حميد په اشاره وژلی دئ.
د هغه مشهوري ويناوي په دې ډول دي:
".. ته څومره ښايسته يې، اې هغه انسانه!
چي د خپل ځان په آينه کي يې ستاينه کوي او د نورو په عکس کې څومره بدرنګه يې..."
"له اخلاقو پرته ملت نسته، له اخلاقو پرته عقيده نسته او له عقل پرته عقيده نسته...".
"... یو فیلسوف اوسه، نه دا چي نړۍ ته د لوبو په سترګه ګورې او ویره لرونکی هلک چلند کوې...".
"...ژوند او مرګ زما لپاره یو شان دی، اوږد عمر یا لنډ، زما هدف پای ته رسیدل دي".
"...څوک چي د خپل ځان د اصلاح توان نه لري، هغه به نور څنګه اصلاح کړي؟!".
"استعمارګران لیوان دي، هغه که رمه ونه مومي، د بل لېوه بچي خوري...".
"هغه رښتینی او صحیح علم چي امکان لري بني ادم ورته ورسیږي، هغه دی چي پر مټ یې د فساد او وینو تویولو مخه ډب کړي".
روح ئې ښاد
