افغان عارف، خطيب، ليکوال او شاعر خواجه عبدالله انصاري
د ابو ايوب انصاري له اولادې ۱۰۵۰ع کي هرات ږېږېدلی عبدالله انصاري د اسلامي تاريخ صوفيانه او موزون نثر مخکښ بلل کېږي، هغه لومړی شخص وو چي شعر او نثر يې گډ کړل.
په مسجع خواږه نثر يې ليکني وکړې او بيا نورو هم د ده د لاري پيروي وکړه.
همدارنګه هغه هرات کي د فني نثر بنسټ کښېښوده چي وروسته بيا شېخ سعدي ارتقا ورکړه او گلستان يې په همدې بنسټ وليک.
خواجه عبدالله انصاري که له يوې خوا مفسر، محدث، عالم، عارف، صوفي او د طريقت خاوند و، له بلي خوا نوميالی ليکوال او ښه شاعر هم وو چي خپل آثار يې په عربي او دري ژبو ليکلي دي چي ځيني يې په دې توگه دي:
د قرآن عظيم تفسير
طبقات الصوفية
منازل الصابرين
صد ميدان
مناجات
کتاب القواعد
شرح التعرف لمذهب التصوف
مناقب الامام احمد ابن حنبل
ذم الکلام
مذکرات
ارواښاد ملک الشعراء بهار د ده د نثر په اړه وييلي دي چي:
"هغه سجعي چي خواجه عبدالله راوړي دي، د شعر يو ډول دی، ځکه دغه عبارتونه زياتره مزدوجي، مرصعې او مسجعې قرينې دي."
ايران دولت په تيرو ۴۰ کلونو کي چي افغانانو تر اوسه مرکزي منل سوی دولت نه لري؛ کوښښ کوي چي انصاري ځان ته منسوب کړي خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، انصاري کورنۍ زر کاله وړاندي په هرات کي د ديني او عربي علوم بنسټګر بلل کېږي، په اسلامي تاريخ کي عبدالله انصاري په اړه د حديث علم، فقهي او عرفاني علومو کي لوی نوم لري.
د هغه مقبره ما شل کاله وړاندي ليدلې وه چي اکثره پکښي د برېلويانو غوندي خيرن ملنګان، نشيان او نور پکښي په کلينونو او دروازو کي خيرات غوښت/پراته وه، د ښه مرغه لس کاله وړاندي د خواجه انصاري مقبره د امريکا د خلګو په مرسته [usaid] ډېره ښه او بسنټيزه ورغول سوه، کور يې ودان.
د هغه د نثر بېلګه:
"هغه زړه چي پکښي د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره مینه او شفقت شتون ولري، د شخصي خوښیو د لټولو لپاره هیڅ ځای شتون نلري او ممکن هيڅ ګناه ونه کړي، اې ملګريه!
پام چي هیڅ ژوندي مخلوق ته زیان ونه رسوې؛ د خدای مخلوق ته زیان رسول د خالق هېرول دي..."
خواجه عبدالله انصاري[رح]
سرچينه:
* د افغانستان مشهور شخصيتونه، افغانستان پېژندنه، ليکوال اورنگزېب ارشاد
فېسبوک: Sardar Wali ټويټر: twitter.com/pashtonzoy
د افغانستان_تاريخ #History_Of_Afghanistan
ـــــــــــــــــ
Khwaja Abdullah Ansari:
One thousand years ago, Sheikh Ammu and Khwaja Abdullah Ansari contributed to the blossoming of #Herat as a centre of #Sufism.
Hundred Ground by the literary giant Khwaja Abdullah Ansari( 1006-1088,
Herat,Ghaznavid Empire, #Afghanistan , is an aphoristic elaboration of Koran &Hadith . The 1st ground is Repentance & seeking knowledge that create hope for Divine Wisdom .
