پاکستان کي د عمران خان پر ضد لاريونونه
په پاکستان کى د عمران خان د حکومت په ضد دى P,D,M تر نامه لاندې سياسي اتحاد په ولسي جرګي کې تيره ورځ دى بې باورۍ کا غذونه جمع کړل.
که چيرې 172 وکيلان د بى باورۍ رايه وکارٶي، د عمران خان حکومت په په قانوني توګه ړنګ او پر ځاى به يې نوی حکومت رامينځ ته شي.
عمران خان پرون خبريالانو ته وويل چى زما د حکومت په ضد چې کوم کمپاين شروع شوي د بهرنيو کړيو لاسونه پکى دي چې نه غواړي پاکستان دى خپله مستقله خارجه پاليسي ولري؟
د عمران خان له خبرو داسي ښکاري چي رٶس ته دده تګ او پوټين سره دده ملاقات او په ملل متحد کي د اوکراين په رابطه د پاکستان د ممتنع رايى کارول او د چين سره دده د حکومت ډير نږديوالۍ لوی عاملونه دي، چې اشاره يې د امريکا او غرب له سياستونو لرې والی ته ده چې پاکستان لومړی ځل دی چى د امريکا او انګليس له خوښې پرته يې د اوکراين په هکله ممتنع رايه استعمال کړه
دا چې په پارلمان کې مخالف اتحاد PDMاکثريت نلري د يوه وکيل رايه په اتلس کروړه کلدارو اخستنى بولۍ ته ختلى، تر څو د بې باورۍ د رأيو تعداد پوره کړي؟ له بل پلوه د حاکم ګوند او دP,D,M سياسي اتحاد سترګې دي جنرال باجوه د ىشين او سور چراغ په طرف نيولي چى د پاکستان اصلي واکمن کوم يوه ته دى واک شين چراغ روښانه کوي، زمونږ په هيواد کې د تير جمهوريت د پارلمان او په قدرت کى د هغو سياسي ډلو تپلو سره يې دومره ډير فرق ځکه نه ښکاري چى دلته د امريکايانو شنو دالرو د مفسد پارلمان او سياسي ډلو ټپلو زمونږ د مظلومو افغانانو په سرنوشت لوبې کولې.
دا چې د ياکستان د پوځ جنرلان کومه لار انتخابوي په دې نږدې څو ورځو کې به معلوم شي، چى د پاکستان سياسي کړنلاره کومي خواته تکيه کوي.
