د حکمتيار صاحب پنځه ويشتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د حوت ۱۵مه:
د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې د «سلفي شم که مذهبي پاته شم؟» تر عنوان لاندې د حزب اسلامي افغانستان د أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار ۲۵مه درسي حلقه دائره شوه چې ګڼشمېر ورونو او خويندو پهکې ګډون کړی وو.
ښاغلي حکمتيار وويل:
په مسلمانانو كې يوه بله إختلافي مسئله داده چې د مؤمنانو او كافرانو ماشومان به چېرته درومي؟ جنت او كه دوزخ ته؟ دوى خو نه ښه عمل كړى او نه بد او نه هم پر ايمان مكلف شوي، له بلوغ مخكې د مړينې په حالت كې به ولې دوى مكافات يا مجازات كېږي؟! د مؤمنانو د ماشومانو په اړہ خو زيات اختلاف نشته، خو په دې اړہ بيا اختلاف زيات دی چې د كافرانو ماشومان به دوزخ ته درومي كه جنت ته؟ او كه د جنت او دوزخ تر منځ درېيم ځاى ته؟!
ښاغلي حکمتيار همدې پوښتنو ته د ځواب ويلو په اړه وويل:
راشئ چې په دې اړہ روايات وګورو چې د قرآن او حديث له رأيې سره سمه او صحيح عقيده كومه يوه ده؟ إمام بخاري رحمه الله په دې اړه دا روايت راوړی:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهم قَالَ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَنْ أَوْلاَدِ الْمُشْرِكِينَ فَقَالَ « اللَّهُ إِذْ خَلَقَهُمْ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا عَامِلِينَ ». (بخارى:1383)
له ابن عباس رضی الله عنهما روايت دی چې وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم د مشرکينو د اولادونو په اړہ پوښتنه وشوه، نو ويې فرمايل: (كله چي الله تعالى هغوى پيدا کول په هغه څه ښه پوه وو چي دوى به يې كوونكي وي).
دا روايت چي په بخاري كې له ځينو لفظي توپيرونو سره دوه ځلې راغلى، د سند له مخې داسې دی چې په دريو طبقو كې يو يو راوي لري، د متن له پلوه هم له هغو نورو رواياتو سره توپير لري چې په همدې اړہ د أحاديثو په نورو کتابونو کې راغلي. له ابو هريره رضی الله عنه هم دې ته ورته روايت راغلى، ځينې روايات وايي چې د مشركينو اولاد به له دوى سره په دوزخ كې وي، ځينې وايي: چې الله تعالىٰ ښه پوهېږي چې دوى به د ژوندي پاتېكېدو په صورت كې څه كول؟!
نوموړي زياته کړه:
ځينې نور روايات بيا داسې دي چې وايي دوى به په جنت كې وي، هغه محققين چې دغو رواياتو ته ترجيح وركوي، د پورتني روايت په اړہ وايي چي له (اللهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا عَامِلِينَ) دا نهڅرګندېږي چې دوى به دوزخ ته ځي او د مقابل لوري په ځواب كې څو دلائل وړاندي كوي:
1: د دې مطلب لهپاره چې د مشركينو اولاد به دوزخ ته ځي نه يوازې دې رأيې ته په قرآن كې كوم شاهد نهمومو، بلكې د قرآن له ډېرو صريحو لارښوونو سره تعارض لري. په هيڅ آيت كې نهدي راغلي چې د مشركانو كمعمره اولاد به دوزخ ته ځي. قرآن وايي: چې هر چاته به د هغه د عمل له مخې بدله وركول كېږي، ماشوم كه يې والدين مؤمن وي يا كافر، داسې عمل يې نه وي كړى چې د عذاب مستحق وګڼل شي، نو ولې به دوزخ ته ځي؟!
2: قرآن فرمايي: چې د هر بنيآدم (كه كافر وي كه مسلمان) اولاد له داسې فطري جوړښت سره پيدا كېږي چې پر الله تعالى ايمان يې په خټه او جوړښت كې اېښودل شوى وي، له دېپلوه د مؤمن او كافر اولادونه سره ورته دي، ولې به د مؤمن اولاد جنت ته درومي او د مشرک اولاد دوزخ ته؟!
3: همداراز رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: چې هر ماشوم له روغ فطرت سره دنيا ته راځي، وروسته يې والدين بېلارې كړي، نو د روغ فطرت خاوند به ولې دوزخ ته درومي؟!
4: دغه راز په بل روايت كې راغلي:
عن خنساء بنت معاوية بن صريم عن عمتها قالت قلت يا رسول الله من في الجنة قال النبي في الجنة والشهيد في الجنة والمولود في الجنة والوئيد في الجنة رواه احمد إسناده حسن.
خنساء بنت معاويه له خپلې ترور روايت كوي چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مې وويل: يا رسول الله! څوک به په جنت كي وي؟ ويې فرمايل: نبي به په جنت كې وي، شهيد به په جنت كې وي، ماشوم به په جنت كې وي، ژوندۍ ښخه شوې ماشومه «جينۍ» به په جنت كې وي.
5: بل روايت کې ويل شوي:
عن أنس مرفوعا سألت ربي اللاهين من ذرية البشر أن لا يعذبهم فأعطانيهم. رواه أبو يعلى إسناده حسن.
له انس رضی الله عنه مرفوع حديث دی چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: له خپل رب مې وغوښتل چې د بشر ماشومان تعذيب نه كړي نو دا يې را پهبرخه كړل (زما دا دعاء يې قبوله كړہ).
6: په يو بل روايت كې بيا داسې راغلي:
فنهى رسول الله صلى الله عليه و سلم عن قتل الأطفال، ثم قال: « الله أعلم بما كانوا عاملين. معجم الاوسط للطبراني
نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماشومانو له وژلو ممانعت وكړ او ويېفرمايل: الله تعالىٰ په هغه څه ښه پوهېږي چې دوى به يې كوي.
د دې معنىٰ داده چې د مشركينو ماشومان له دې امله مهوژنئ چې ګواكې دوى به د خپلو پلرونو په څېر مشرک ستر شي، الله تعالىٰ ښه پوهېږي چې دوى به څه كوي؟ له دې معلومېږي چې د دې وينا موخه د دوى نهوژل دي، نه دا چې په دوزخ كې د دوى د پرېوتو او دوزخ ته د تلو وجه او توجيه وي.
نوموړي همداراز هغه روايت ته هم په تفصيلي توګه إشاره وکړه چې رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل خوب كې ابراهيم عليه السلام له بېشمېره ماشومانو سره په جنت كي ليدلى، بيا يې وفرمايل: چې دا د مؤمنانو او كافرانو ماشومان ول.
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير پر وينا؛ دغو خبرو ته په پام سره په قاطع توګه ويلى شو چې له توپير او تفکيک پرته به ټول ماشومان جنت ته درومي.
د نننۍ درسي حلقې پهپای کې قدرمن مشر د ګډونوالو پوښتنو هم تفصيلي او مُقنع ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته ياده درسي حلقه د نوموړي په دعائيه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
