No-IMG

د شهنواز تڼي سره د لیدنې یوه خاطره

محمد طارق بزگر

 

 ۲۰۰۹م کال زه او دوه نارویژي همکاران مې کابل ته د ناروې د دولتي ټلویزیون ان ار کو NRK له لوري د ارواښاد سردار محمد داود خان شهید د مستند فلم  جوړولو د کارونو او هلته د ارواښاد داود خان او د ده د کورنۍ د مړو او هډوکو د پیدا کېدو وروسته د رسمي ښخولو په مراسمو کې د ګډون لپاره په کابل کې وو. پر داود خان د کودتا په اسنادو کې د کومانډو قواوو د یوې برخې مشر یا  قوماندان په توګه د شهنواز تڼي نوم هم وو، چې وروسته بیا د دفاع وزیر هم شوی وو.

 کابل کې یو دوست ته مې د شهنواز تڼی د تلیفون د شمېرې وویل کور یې اباد تر ماښامه یې پیدا کړه. په هماغه ماښام مې شهنواز تڼي صاحب ته زنګ وواهه، چې له ناروې راغلی یو د ناروې د دولتي ټلویزیون یو ټیم یو غواړو تا سره وګورو او مرکه درسره وکړو. په ډیرې خوښۍ یې ومنله او سبا ورځ مې ورسره وخت کېښود چې د هغه (شهنواز تڼي) دفتر ته به ورځو. خپلو همکارانو ته مې وویل: د فلم پرودیوسر او کمره مین خورا ډیر خوشاله شول چې تڼی مې پیدا کړی او وخت مې ورسره اخیستی دی.

 په سبا په ټاکلي وخت یې دفتر ته په هغه کرایي موټر کې چې موږ د ځان له پاره په کابل کې نیولی وو ورغلو، ډیر غریبانه دفتر وو او فکر کوم د هغه ګوند (د افغانستان د سولې غورځنګ) چې تڼي یې مشري کوله او جوړ کړی وو، ورسیدو. تڼي او ملګرو یې په ډیرې خوښئ زموږ ښه راغلاست وکړ، په دغه وخت کې په افغانستان کې د ټاکنو وخت وو او تڼی هم ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړی وو، او زما په ګومان تڼي داسې فکر کاوه، چې موږ ورسره په ټاکڼو او د هغه په کاندیداتورۍ غږیږو، ما هم ورته څه نه وو ویلي چې موږ ولې ورسره مرکه کوو؛ خو په مرکه کې موږ ورسره د ټاکنو نیولې تر هغو پوښتنو چې زما هدف وو او هغه د ثور په کودتا کې د ده په رول او د داودخان او د هغه د کورنۍ د وژنې په اړه د ده د نظر په هکله وو. په یوه وړوکې او ډکه خونه کې داسې کیښناستو چې تڼي او زه یو بل ته مخامخ وو او دواړو همکارانو مې د دوه بیلو زاویو څخه د خپلو کمرو په برابرولو پیل وکړ.

ما د مقدمې په ډول وغوښتل چې ښاغلی تڼی ته د ځان په باره کې ووایم او هغه په دې خاطر چې مطمئین یې کړم چې زه البته د افغانستان د سیاست په لحاظ بې پرې یم. ما ورته وویل چې ډیر کلونه مې ناروې کې کیږي او د روسانو له راتګ وروسته لومړۍ پېښور ته او بیا له هغه ځایه ناروې ته تللی یم له افغانستان څخه زیات عمر مې په ناروې کې تیر شوی دي. خبریال یم او اوس د خپلو نورو مصروفیتونو په څنګ کې د ناروې تر ټولو لوی دولتي ټلویزیون سره کار کوم. ما دا خبرې یواځې د هغه د اطمینان لپاره وکړې. شهنواز تڼی راغبرګه کړه، موږ د پاکستان سره وجنګېدو، د پاکستان د غلامانو سره مو جګړه وکړه، او د امریکا امپریالیزم، اروپا او عربانو سره وجنګېدو، او مجاهدینو او د پاکستان جاسوسانو وطن په امریکا خرڅ کړ او امریکا یې  راوسته او هغه او دغه. زه پوه نه شوم چې جناب تڼي ولې دا خبرې وکړې؛ خو فکر مې وکړ زه یې یادولم، چې ما وویل د روسانو د راتګ سره پېښور ته لاړم او بیا ناروې ته. ما ورته بیرته وویل: تڼی صاحب د مجاهدینو هدف د روسانو ویستل وو او دا کار مجاهدینو د نر په شان وکړ، تاسو د امریکا مخالف او دښمن وئ. اوس نر شئ امریکا راغلې او وطن یې نیولي، که غیرت وي او په خپله خبره ولاړ یاستئ ټوپک ورپسې راواخلئ او د نر په شان یې له وطنه وباسئ.

تڼی سمدستی زما له خبرو وروسته وویل: بزګر صاحب ستا شخصیت او نظر ماته معلوم ما ستا مرکې اوریدلي، له کارونو دې خبر یم ته یو ملي او وطندوسته افغان یې او ستا په شان د وطن بچیان دې ډیر شي. په ناروې کې هم زموږ د ګوند ملګري شته ستاسو د کارونو او فعالیتونو راته وایي او خبروي مې.

خبره به لنډه کړم ما چې کله د جناب تڼي صاحب خبرې واورېدې په سیاسي لحاظ راته ډیر ناخبره او سرتمبه معلوم شو. نور څه نه لیکم ځکه اوس هغه نشته. هڅه مې کړې چې په امانت ډول هغه څه چې زما په یاد وو دلته یې په لنډ ډول ولیکم.

نن د رسنیو له لارې خبر شوم چې جنرال شنهواز تڼی د ۷۴ کالو په عمر د پاکستان په پلازمینه اسلام برباد یوه روغتون کې د تل له پاره له دې نړۍ لاړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک