مهم ترین های امروز دوشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د کندهار لوبډلې د افغانستان د وزلوبې درېیم پړاو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ چې پلازمېنه کابل کې پر لاره اچول شوې وې، پرون د کندهار لوبډلې په پایلوبه کې کندوز ته ۰-۲ ماتې ورکړه او د سږکال سیالیو اتلولي یې وګټله.
✒: د لغمان ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پرمهال د مرکز مهترلام په حسین خېلو سیمه کې درې ټانګونه، یو رېنجر، يو د هوايي دفاع ټانګ او یو امبولانس نیولي دي.
✒: شهنواز تنی وزیر دفاع پیشین افغانستان از اثر مریضی امروز در یکی از شفاخانه های "اسلام آباد" درگذشت.
اعضای خانواده ی وی مرگ اش را تایید میکنند و می افزایند که تنی دو هفته پیش برای درمان به اسلام آباد رفته بود.
✒: نظام الدین قیصاری قوماندان امنیهٔ پیشین ولسوالی قیصار فاریاب ادعا میکند که شماری از سیاسیون در خارج از کشور بر جلب و جذب جوانان افغان برای جنگ یوکراین آغاز کرده اند.
قیصاری که اکنون در ایران به سر میبرد در صفحهٔ فیسبوکش نوشته است که شماری از مسوولان حکومت پیشین و سیاسیون فراری در کشورهای آسیایی و اروپایی برای فرستادن جوانان افغان به جنگ یوکراین تلاش دارند.
✒: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت روان ژمي کې په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له کبله د ۸۵ کسانو د مړینې خبر ورکوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، روان ژمی ګڼې طبیعي پېښې رامنځ ته شوې چې تر دې دمه د دې پېښو له امله شاوخوا ۸۵ کسان مړه شوي او ۷۵ نور ټپيان دي.
له دې سره په یو وخت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي چې افغانستان کې په روان کال کې تر ۵۳ زره ډېر کسان د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي دي.
✒: سرپرست وزارت خارجهی ا.ا از سازمان همکاری های اسلامی خواستار همکاری در بخش آزادسازی پولهای افغانستان شد.
"امیرخان متقی" در دیدار با "طارق علی بخیت" معاون سازمان همکاری های اسلامی بر همکاری این سازمان در مورد آزادسازی دارایی های افغانستان از سوی امریکا تاکید ورزید.
در این دیدار، "علی بخیت" بر تقویه نمودن دفتر این سازمان در کابل از بهر افزایش کمک های بشردوستانه تعهد سپرد و افزود که در نشست آیندهی سازمان همکاری های اسلامی در مورد افغانستان گزارش تفصیلی ارایه خواهد کرد.
✒: د ننګرهار د استخباراتو رییس وايي، د وسلهوالو غلو اته کسیزه ډله یې نیولې چې د اسلامي امارت د ځواکونو په نوم یې د خلکو له کورنو غلاوې کولې.
✒: د هوا پېژندنې ریاست په یوې خبرپاڼه کې د سې شنبې او چهارشبنې په ورځو د هېواد په ځینو ولایتونو کې له سېلابونو سره مل د نسبتاً شدید باران او واروې له اورېدو خبر ورکوي.
هـرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنگان، فراه، ســرپل، غــور، ارزگان، کندهار، هلمنــد، زابل، دایکنــدی، غــزنی، بامیان، میــدان وردگ، لوگر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، ننگرهار، لغمان، نورستان، کنر، کندز، تخار او بدخشان پکې شامل دي.
✒: افغان حکومت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بانکي سیستم په فعالېدو کې ورسره مرسته وکړي. د مرکزي بانک چارواکو په تازه څرګندونو کې ویلي، چې دمګړی د افغانستان بانکي سیستم له ستونزو سره مخ دی او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې ددغه سیستم د فعالېدو په برخه کې همکاري وکړي.
✒: اروپا ده سال است که به دنبال جایگزینی گاز روسیه است.
سالهاست که کشورهای اتحادیه اروپا علیرغم خطرات ناشی از وابستگی بیش از حد به روسیه، بهویژه در زمینه گاز طبیعی، در توسعه پروژههای جایگزین در انرژی موفق نبودهاند.
✒: رئیس جمهور فرانسه، اظهارت پوتین در مورد ایجاد کریدور انسانی برای ورود شهروندان اوکراینی به روسیه را اقدامی در جهت «تمسخر سیاسی و اخلاقی» عنوان کرد.
✒: افغانستان کې د بشري حقونو رعایت ته هيله مندي ډېره شوې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي تامس نیکلسن په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان نوي حکومت نجونو او هلکانو ته د زده کړو اجازه ورکړې ده او د پوهنتونو دروازې یې پرانیستې دي.
✒: والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې له کابل لیکلي دي چې په افغانستان کې بانکي سیستمونه نامنظم دي او خلک یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي. والسټرېټ ژورنال لیکي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د بانکي سیستم د فعالیت په برخه کې همکاري وکړي.
✒: د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښوودلې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي دا تایید کړې چې د اوکراین تر ټولو ستره اټومي بټۍ دمګړی د روسیې په کنټرول کې ده.
✒: د اوکراین د لومړي وزیر مرستیالې ویلي چې روسي ځواکونو په دغه هېواد کې په ښوونځیو، روغتونونو او وړکتونونو بریدونه کړي دي او تر اوسه پورې یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
✒: د ګلوبل تروریزم انډیکس په نامه یو بنسټ له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو یو لیست خپور کړی دی. یاد لیست ښیي چې افغانستان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې هم له ترهګرۍ د اغېزمنو هېوادونو د نوملړ په سر کې ځای لري.
✒: په فلسطین کې د هند هېواد سفیر په خپل دفتر کې مړ موندل شوی دی. فلسطیني چارواکو ویلي چې د هندي سفیر مړی یې پرون په خپل دفتر کې په داسې حال کې موندلی دی چې خپلې څوکۍ ته څېرمه په عادي حالت کې پروت و.
✒: بزنس انسایډر هم په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي بحران ته په اشارې ویلي چې د بایډن وروستۍ پرېکړې دا ناورین لا پېچلی کړی دی. راپور کاږي چې د بایډن دا پرېکړه طا لبان نه بلکې عام افغانان زیانمنوي.
✒: د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي یو ځل بیا پر امریکا غږ کړی دی چې د افغانستان مالي شتمني ازاده کړي. نوموړي د امریکا دا پرېکړه غیر اصولي او د ټولو قوانینو خلاف بللې ده.
✒: اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د جان هاپکېنز پوهنتون په حواله خبر ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وایروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر شپږ مېلیونه تنو ته ورسېد.
✒: صندوق جمعیت سازمان ملل میگوید که افغانستان بالاترین میزان مرگ و میر مادران را در آسیا دارد و افزوده است که از هر ۱۰۰هزار مادر در هنگام ولادت، ۶۴۸ تن آنان جان میدهند. این صندوق خواهان کمک ۲۵۰ میلیون دالری برای رسیدهگی به وضعیت کنونی و افزایش کمکهایش شده است.
✒: د روسیې دفاع وزارت وايي، په یوکراین کې د امریکا له خوا تمویل شويو بیولوژیکي لابراتوارونو کې د بیولوژیکي جگړې لپاره ناروغۍ او ویروسونه ساتل کیدل.
✒: د یوکراین د امنیتي خدماتو ادارې (SBU) له روسیې سره د دې هیواد د مذاکراتي پلاوي یو غړی وژلی دی
د یوکراین د امنیتي خدماتو ادارې له روسیې سره د دې هیواد د مذاکراتي پلاوي یو غړی «دینیس کیریف» د خیانت په تور وژلی دی.
✒: د اسرائیلي رسنیو د راپورنو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوکراین کړکیچ د حل لپاره د اسرائیل د منځگړیتوب وړلندیز رد کړی دی.
تر دې مخکې د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له اسرائیل څخه غوښتي و چې د دې هیواد او روسیې ترمنځ د منځگړي رول ولوبوي.
