حکمتيار: امريكا كه زور لري نو له روسيې سره د مقابلې ډگر ته راووځي
د واشنگټن او مسكو لويي غوښتنو او سختو شرطونو د اوكراين جنگ رامنځته كړ.
هغه ورځي مي په ياد دي چي له افغانستان د شوروي ځواكونو د وتلو په ورځو كي به امريكايي چارواكو ويل: مركزي آسيا د شوروي اتحاد نازك تشى دئ؛ امريكا د دې سيمي حساس موقعيت او د مسكو لپاره ئې اهميت احساسوي؛ په دې سره غوښتل مسكو ته اطمئنان وركړي چي دا سيمه به ئې د مخكي په څېر په واك كي پاته كېږي او امريكا نه غواړي پر كابل كي د مجاهدينو د حكومت په راتلو سره؛ پر دې حساسي سيمي د مسكو سلطه وگواښل شي.
هغه مهال امريكا يوازي شرقي اروپا ته سترگي نيولې وې. د شوروي شړېدا ډېر ژر او د ټولو د انتظار خلاف په لنډه موده كي پيل شوه؛ له همدې شېبې امريكا د مسكو د كمزوري كولو پراخي هڅي پيل كړې؛ چي ځيني ئې دي:
· د شرقي اروپا هېوادونه د وارسا له تړون ايستل او له ناټو تړون سره ئې يو ځاى كول.
· د هغو حكومتونو او حكامو غوږونه تاوول چي د شوروي اتحاد ملگرتيا ئې كړې؛ لكه يوگوسلاويا، عراق، سوريه، ليبيا، سودان، مصر، يمن، الجزائر، برازيل او كيوبا. پر ځينو ئې بريدونه وكړل، ځيني ئې له كورنيو جگړو سره مخامخ كړل، ځيني ئې تجزيه كړل، پر ځينو ئې اقتصادي بنديزونه او تحريمونه وضع كړل، پر عراق لومړى او دوهم بريد، پر سوريې بريد، په ليبيا، سودان، الجزائر او يمن كي د جگړو اورونه بلول ئې مثالونه دي. د مسكو له مخكنيو ملگرو يوازي هند د امريكا له گواښونو او فشارونو خوندي پاته شوى؛ وجه ئې دا وه چي امريكا د چين په وړاندي د هند ملگرتيا ته اړ وو؛ چين د دواړو گډ رقيب دئ؛ نن چين په داسي موقعيت كي دئ چي له اقتصادي او نظامي پلوه او د تيكنالوژي په ډگر كي د امريكا داسي ځواكمن سيال دئ چي ورو ورو امريكا تر شا پرېږدي.
· د امريكا لپاره اروپا خاص اهميت درلود؛ اهميت ته ئې په پام سره؛ هلته ئې د ناټو نظامي تړون رامنځته كړ؛ يوازي په غربي المان كي ئې شپيته زره سرتېري ځاى پر ځاى كړي ول. په شرقي اروپا كي اوكراين ورته تر نورو زيات اهميت درلود؛ دا ځكه چي اوكراين له روسيې وروسته د مساحت له پلوه د اروپا دوهم ستر هېواد دئ؛ د شوروي اتحاد ستر او مخكي تللى ايالت وو؛ له مسكو وروسته ستر ښار كييف وو؛ او د چرنوبل په نامه ستر اتمي مركز ئې په اوكراين كي وو؛ امريكا هڅه وكړه اوكراين كي داسي څه وكړي؛ داسي افراد او نظام پرې مسلط كړي او داسي سياستونو غوره كولو ته ئې وهڅوي چي په سريع او بشپړه توگه ئې له مسكو دومره لري كړي چي بېرته ئې نږدې كېدا محال شي؛ داسي چا ته ئې سياسي ډله جوړه او په انتخاباتو كي ئې بريالي كړ چي يهودى الاصله روسي دئ؛ تر جمهوري رياست وړاندي يو كمدين وو؛ په تلويزيونى چينل كي ئې د ټوكمار او د خلكو خندونكي په توگه كار كولو. د افغانستان د اشغال په دوران كي اوكرايني سرتېرو فعاله ونډه درلوده، يو له هغو هېوادونو اوكراين وو چي امريكا گڼ شمېر خپل افغاني اجيران هلته انتقال كړل؛ او اوس غواړي هغه اجير جنگيالي اوكراين ته ولېږي چي د شل كلن اشغال په دوران كي ئې په افغانستان كي جنگولي؛ امريكا اعلان كړى چي له دغو اجيرو افغان جنگياليو به په خپل فوځ كي خاصه قطعه (د صفري قطعاتو په څېر) جوړوي؛ تر امريكا وړاندي بريتانيا همدا اعلان كړى وو. كه د اوكراين جنگ دوام وكړي دواړه (امريكا او بريتانيا) به دا قطعات په اوكراين كي جنگوي. د ځينو امريكايي چارواكو له اظهاراتو لا له وړاندي داسي معلومېده چي دوى به په اوكراين كي د روسي ځواكونو په خلاف چريكي جنگونه تنظيموي.
· امريكا په ټولو هغو جنگونو كي چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې پيل كړل؛ مخصوصاً د اسلامي نړۍ هېوادونو كي؛ په يوه كي هم له دې پرته بله نتيجه نه ده ترلاسه كړې چي د مسكو د ملگرتيا سزا وركړي.
وروڼو خوېندو!
د يو ويشتمي پېړۍ لويه پېښه پر نيويارك او واشنگټن هغه بريد وو چي 19 عربي زلميو ترسره كړ؛ د نيويارك د تجارتي مركز دوه آسمان څكي ماڼۍ ئې نسكوري كړې او د امريكا دفاع وزارت پر ماڼۍ هممهاله بريد وشو؛ دا بې سارى بريد په يولسم سپتمبر 2001 ترسره شو؛ د امريكا حيثيت او نړۍ وال اعتبار ته داسي صدمه وه چي جبران ئې گران وو؛ امريكا پرېكړه وكړه چي غچ ئې له افغانانو واخلي؛ په داسي حال كي چي په دې بريد كي افغانانو له هيڅ پلوه برخه نه درلوده؛ نه كوم افغان په كي شركت كړى وو؛ نه ئې پلان په افغانستان كي جوړ شوى وو؛ نه ئې عملي كوونكي په افغانستان كي روزل شوي يا پاته شوي وو. عملي كوونكي ئې عرب ول؛ په اروپا او امريكا كي مېشت او هملته روزل شوي وو؛ د عملياتو طراح د عراق اوسېدونكى محمد عطاء وو؛ ملگري ئې ټول په غربي هېوادو كي مېشت ول؛ ټول په عملياتو كي وژل شوي؛ امريكا پر افغانستان د ظالمانه او وحشيانه بريد لپاره هيڅ مبرر او توجيه نه درلوده؛ وجه ئې يوازي دا وه چي افغانستان ورته آسان خو ډېر مهم هدف وو؛ گمان ئې كولو چي د كابل په نيولو سره به خپل بايللى حيثيت جبران كړي. په ټولي نړۍ كي داسي هېواد نه وو چي د امريكا يرغل وغندي او د طالبانو د حكومت ننگه او ملا تړ وكړي؛ هغه هېوادونه هم په دې وحشيانه بريد كي له امريكا سره ملگري شول او مرسته ئې ورسره وكړه چي د طالبانو حكومت ئې په رسميت پېژندلى وو؛ پنځه ويشت ورځي وروسته په 7 اكتوبر 2001 ئې پر افغانستان بريد وكړ؛ نږدې څلوېښتو هېوادو په دې بريد كي عملاً د سرتېرو په لېږلو سره برخه واخيستله؛ شمالي ائتلاف د خپلو حاميانو په امر؛ د امريكا د زمكنيو اجيرو جنگياليو په توگه د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي وجنگېدل؛ هغه هم فقط داسي چي تخليه شوو سيمو ته ننوتل؛ امريكا په خپلو بمونو او راكټونو ورته لار پرانستله او دفاعي خطونه ئې ورته ماتول او دوى دفترونو او كورونو ته د تالان لپاره ننوتل. دوى په حقيقت كي په روسي او امريكايي دريشيو كي پوشل شوي لوټماران وو نه جنگيالي؛ زموږ ځينيو گاونډيو د امريكا دومره مرسته كړې چي كه دا مرسته نه وى نو امريكا ته گرانه وه چي افغانستان دومره ژر او آسانه ونيسي؛ او شل كاله دلته پاته شي.
وروڼو خوېندو!
امريكا كه زور لري او پر خپل زور مغروره ده؛ نو نن دي له روسيې سره د مقابلې ډگر ته راووځي؛ د خپل نږدې ملگري اوكراين د ژغورني لپاره دي خپل ځواكونه او هغه تجهيزات ولېږي چي شل كاله وړاندي ئې افغانستان ته رالېږلي وو.
وروڼو خوېندو!
د ملگرو ملتونو اداره د لويو ځواكونو؛ په ځانگړې توگه د متحده ايالاتو په ادارې بدله شوې؛ په تېرو شلو كلونو كي ئې د افغانستان د ټولو قضاياوو په ارتباط دريځونه او پرېكړي د اشغالگرانو په حمايت كي وې؛ ايساف او يوناما او نوري ادارې ئې د امريكا تر فرمان لاندي عمل كولو. تل ئې د پېښو په اړه؛ خاصتاً د غير نظاميانو د مرگ ژوبلي په ارتباط؛ د حقيقت خلاف دروغجن اظهارات كړي.
آبله ورځ ئې ادعاء وكړه چي په تېرو شپږو مياشتو كي ئې له افغانستان سره دوه مليارد ډالر مرسته كړي؛ يعني كه د افغانستان نفوس 40 مليون ونيسو او هره افغان كورنۍ لس تنه؛ نو څلور مليونه كورنۍ كېږي؛ كه دوه مليارد ډالر په څلور مليون كورنيو ووېشو نو هري كورنۍ ته بايد 500 ډالر رسېدلي وي؛ او دا په پشپړه توگه د خلكو سترگو كي خاوري شيندل او ښكرور دروغ دي؛ ملل متحد په ټولو داسي برخو كي د مالي فساد تور تاريخ لري؛ اتيا سلنه مرستي ئې تالان كېږي، كله چي د ماشومانو په نامه پيسې راټولوي نو د يوه غم ځپلي هېواد د ماشومانو شمېر به تر نيمايي نفوس زيات ښي!! تل ئې ارقام غير حقيقي او له مبالغو ډك وي.
وروڼو خوېندو!
كه ملت مسلح وي نو د دنيا هيڅ ځواك به پر افغانستان د بريد او يرغل جرأت ونه كړي؛ خو كه ملت بې وسلې شو او وسله يوازي د فوځ په لاس كي وه؛ نو په داخل كي به له كودتاگانو سره مخ وو او له بهره به د تاجكستان په څېر يو وړوكى هېواد هم كولى شي موږ وگواښي. تاسو د ظاهر خان اردو هم وليده؛ په مسكو كي څو روزل شوو افسرانو؛ چي رتبه ئې تر جگړن لوړه نه وه؛ سپينه كودتا وكړه؛ او د شاه په دفاع كي په ټول هېواد كي حتى يوه مرمۍ هم وار نه شوه؛ تاسو د اشغال د دوران فوځ هم وليد چي د ولس په ضد وجنگول شو او د بهرنيانو تر وتلو وړاندي متلاشي شو. او دا دئ اوس بريتانيا او امريكا غواړي د هغه فوځ صفري قطعات او خاص ځواكونه يو ځل بيا د افغانانو په خلاف وجنگوي؛ اعلان ئې كړى چي دوى به د خپل فوځ په خاصو قطعاتو كي تنظيموي او اوكراين ته به ئې لېږي!!
افغانان چي مسلح ول او جنگي تجربه ئې درلوده؛ وتوانېدل شل كاله د ناټو په وړاندي مقاومت وكړي او ماته وركړي؛ په داسي حال كي چي د نړۍ هيڅ هېواد دا جرأت نشو كولى چي د مجاهدينو حتى تش د خولې حمايت وكړي؛ خو عراقي ولس بې وسلې شوى وو؛ نو ځكه ئې څو مياشتي هم مقاومت ونشو كړى؛ حتى خپل جمهور رئيس صدام حسين ئې څو مياشتي ونشو ساتلى.
كه موږ وغواړو له خپلو گاونډيو سره سيالي وكړو؛ د بهرنيو مداخلاتو مخه ونيسو؛ خپلي پولي وساتلى شو، په ټول هېواد كي بشپړ امنيت تأمين كړو نو شا و خوا پنځه لكه فوځ او امنيتي ځواكونو ته ضرورت لرو؛ كه دا د معاش مقابل كي فوځ وي نو دومره مالي توان نه لرو چي داسي ځواك وپاللى شو؛ نن موږ د ملكي پرسونل د معاشاتو په ارتباط هم له نورو د مرستو جلبولو هڅي كوو؛ او كه په بهرنيو مرستو دا كار كوو نو دا د غلامۍ پيل دئ؛ د نورو په مرستو جوړ شوي وسله وال ځواكونه مو وآزمويل چي د بهرنيو لپاره له خپل ملت سره وجنگېدل؛ چاره ئې فقط دا ده چي موږ رضاكار ملي وسله وال ځواك ولرو.
وروڼو خوېندو!
قرآن موږ ته يوازي له هغه سره د جنگ امر كړى چي زموږ په خلاف ئې وسله راايستلې او جنگېږي؛ د هغه وژل ئې جائز كړي چي مسلمان وژني؛ نو هغه چي د شوروي ځواكونو او ناټو تر قومندې لاندي د افغانانو په خلاف جنگېدلي؛ او اوس هم د دښمنانو له لوري د بل جنگ لپاره روزل كېږي؛ له دوى سره د قرآن د لارښوونو له مخي د خيبر د يهودانو په څېر معامله هم كېدى شي؛
سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ
