No-IMG

حکمتيار: د واشنگټن او مسكو لويي غوښتنو او سختو شرطونو د اوكراين جنگ رامنځته كړ

متن خطبه محترم حکمتيار (جمعه 13حوت 1400)

 

الحمد للّٰهِ و كفىٰ و سلام علىٰ عباده الذين اصطفىٰ و بعد: فاعوذ باللّٰهِ من الشيطن الرجيم بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

(مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْعِزَّةَ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعًا إِلَيْهِ يَصْعَدُ الْكَلِمُ الطَّيِّبُ وَالْعَمَلُ الصَّالِحُ يَرْفَعُهُ وَالَّذِينَ يَمْكُرُونَ السَّيِّئَاتِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ وَمَكْرُ أُولَئِكَ هُوَ يَبُورُ) فاطر 10

الله تعالى فرمايي:

څوك چي عزت غواړي نو (پوه دي شي چي) عزت ټول له الله سره دئ، د ده لوري ته پاكه وينا بره درومي او نېك عمل ته لوړوالى وركوي، او هغه چي بدي كړني د تدبير په توگه كاروي سخت عذاب ئې په برخه دئ، او د دوى مكر شنډېدونكى دئ.

په دې مبارك آيت كي ويل شوي: څوك چي عزت غواړي بايد متوجه وي چي عزت يوازي د الله تعالى په خوا كي موندلى شي، په بل درشل كي عزت نه‌شي ترلاسه كولى، دا ځكه چي عزت په بشپړه توگه له الله تعالىٰ سره دئ. د عزت اصلي اسباب دوه دي: پاكه وينا او صالح عمل؛ يوازي په دې سره انسان كولى شي د عزت لوړو څوكو ته ورسېږي، دا ځكه چي پاكه وينا د الله تعالى په لوري لوړه درومي او نېك عمل ته لوړوالى وركوي، نو رفعت، لوړوالى او عزت يوازي له دغي لاري ترلاسه كېدى شي، څوك چي غواړي له نورو لارو عزت ترلاسه كړي، بدي كړني او ناروا تگلاري د تدبير په توگه كاروي؛ چي له دې لاري عزت ته ورسېږي؛ هغه دي پوه وي چي د عزت پر ځاى به ئې شديد الٰهي عذاب په برخه شي او تدبيرونه به ئې شنډ او بې حاصله شي.

برادران و خواهران عزيز!

حتماً فرمان فوق العاده سفير بريتانيا در كابل را شنيده ايد كه در رابطه به تلاشى‌ هاى اخير در برخى از مناطق؛ با لهجه آمرانه و تهديد آميز به حكومت افغانستان دستور داد كه تلاشى خانه ها را فوراً متوقف كنيد!! و حتى گفت: گمان مكنيد كه وضعيت اوكراين ما را چنان به خود مصروف ساخته كه شما را فراموش خواهيم كرد؛ ما شما را نيز زير نظر داريم!! به او مى‌ گوييم: خدا را شما را چنان به خود مصروف كند كه ما و تمامى دنيا از شرارت ها و شيطنت هاى شما براى هميش نجات بيابيم. اينها هنوز هم فكر مى كنند كه حق صدور چنين فرامين را دارند؛ لازم است به اينها با الفاظ صريح و قاطع تفهيم شود كه دوران اين قلدرى ها گذشته است؛ نه ملت ما اين ننگ را مى پذيرد كه شما متولى و سرپرست شان باشيد و نه حكومت و مسئولينش خواهند گذاشت شما براى شان خطوط و حدود تعيين كنيد. برويد مشكلات خود تان را در اروپا و مخصوصاً در اوكراين حل كنيد.

بريتانيا در طول تاريخ و به گونه خاص در سه قرن اخير؛ سياه ترين دوسيه جنايات جنگى و نقض حقوق بشر را دارد؛ بريتانيا و شركاء غربى اش در اين سه قرن عامل قتل بيش از پنج صد مليون انسان در آسيا، افريقا، امريكاى شمالى و جنوبى، آستراليا و در خود اروپا بوده اند. بريتانيا در گذشته به اشغال امريكا رفت و اكثريت سرخپوستان مالكان اصلى اين سر زمين را يا كشت، يا آواره كرد و زمين هاى شان را غصب كرد و سفيد پوست ها را بر تمامى اين سرزمين و ثروت هايش مسلط كرد؛ هم آزادى شان را از آنان گرفت، و هم دين، مذهب، فرهنگ و زبان شان را. تا همين قرن بيست و يك؛ حق داخل شدن به شهر ها را نداشتند، كاوباى هاى جنايتكار را تا اكنون مى ستايند و مالكان اصلى سرزمين امريكا را وحشى و بد فرهنگ جلوه مى دهند!!

بريتانيا ديروز بادار و استاد امريكايى ها بود و اما در تمامى موضعگيرى هاى سياسى اش در قضاياى جهانى چون مستعمره صد در صد متكى بر امريكا عمل مى كند.

به ايشان مى گوييم: دست شرارت ها و شيطنت هاى تان را از ما برداريد؛ جناياتى كه شما در جريان بيست سال اشغال افغانستان مرتكب شده ايد؛ نظير آن را كمتر مى توان در تاريخ يافت، شما خود دوسيه هاى طويل جنايات جنگى در كشور ما داريد؛ و يك بارى هم كه شده؛ نه جنايات وحشيانه رفقاى تان در پيمان ناتو را محكوم كرديد و نه جنگجويان اجير افغانى تان را؛ بلكه همواره به دفاع از آن پرداخته و همواره شريك جرم شان بوده ايد؛ افغان ها به چشم خود ديدند كه شما در بيست سال دوران سياه اشغال؛ مرتكب چه جنايات وحشيانه عليه ملت مظلوم افغان شديد؛ در نيمه هاى شب و در حالى كه مردم به خواب عميق رفته اند؛ سربازان تان را با هليكوپتر ها بر بام خانه هاى مردم ديسانت كرديد، از پشت ديوار به داخل خانه ها بم پرتاب كرديد؛ تا بدون مزاحمت وارد خانه ها شويد؛ فرزند را پيش چشم پدر، مادر، همسر و اولادش به گلوله بستيد؛ همه چيز خانه ها را غارت كرديد، آدم كشان حرفوى و اجير را از گوشه گوشه افغانستان و از تمامى دنيا جمع و استخدام كرديد و به قتل و كشتار افغان ها گماشتيد، انفجار ها در مساجد و تكايا و اجتماعات غم و شادى مردم؛ همه اش كار شما بود؛ شما كه گروه هاى آدمكش چون بليك واتر را براى كشتن بى رحمانه افغان ها آورديد و در كشتار افغان ها دست شان را باز گذاشتيد؛ چگونه امروز خود را مدافع حقوق بشر جلوه مى دهيد و بر وضعيت بدى كه شما بر افغان ها تحميل كرده ايد؛ اشك مى ريرزيد؟!! 

به مدافعين مكار و كاذب حقوق بشر بايد گفت: ما نه به معيار هاى جعلى حقوق بشر شما ضرورتى داريم و نه به دفاع شما؛ ماهيت و چهره اصلى هر دو را عملاً و در جريان اشغال بيست ساله ديديم و با تمام حواس خود حس كرديم؛ ما معيار ها و ارزش هاى خود را داريم؛ متعالى و الهى؛ اسلام ما را از اين مستغنى ساخته كه معيار هاى جعلى حقوق بشر را از شما كاپى كنيم؛ اين اسلام است كه حرمت ها را نگهميدارد، به ارزش هاى انسانى تمكين مى كند، كشتن يك انسان را چون كشتن تمامى مردم دنيا مى خواند، بد ترين تجاوز را تجاوز بر عزت و حرمت انسان گرفته است؛ به حرمت خانه و مسكن انسان به پيمانه اى وقع و احترام گذاشته كه مى فرمايد: جز حكم محكمه با صلاحيت و قاضى عادل و موافقه و اجازه صاحب خانه؛ احدى حق ندارد وارد خانه كسى شود؛ هر چند دزد و قاتلى در آن مخفى شده است؛ نه به خانه باغى مسلح نظام اجازه ورود را داده است و نه خانه هاى سر زمين مفتوحه دشمن؛ پيامبر عليه السلام در فتح مكه اعلان كرد: هر كه در خانه خود را بست؛ در امان است و احدى حق ندارد وارد آن شود. على رضي الله عنه در معامله با نيروهاى باغى همين دستور العمل را صادر كرد.

در اسلام فقط مجرم مجازات مى شود؛ اين مجازات نيز بايد چنان باشد كه موجب أذيت به هيچ فردى ديگر نشود؛ نه اعضاء خانواده اش و نه عامه مردم؛ اين اسلام بود كه براى اولين بار و در كتاب قرآن اين اصل را گذاشت و پنج بار بگونه مكرر فرمود:

(وَلا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى...) الزمر 7

(أَلا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى) النجم 38

و هيچ كسى بار گناه ديگرى را بر دوش نمى كشد.

يعنى هر كسى مسئول گناه خود است؛ مجازاتش جز او به احدى بر نمى گردد و شامل حالش نمى شود.

همچنان مى فرمايد:

وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى. ‏

و اين كه براى انسان پاداش و بهره‌اى نيست؛ مگر آنچه خود براى آن تلاش ورزيده است. ‏

اين اسلام است كه در مورد متهم مى فرمايد: احدى حق ندارد او را در جريان استنطاق تعذيب كند؛ حتى به اندازه يك سيلى نيز؛ اگر حاكمى فرد متهمى را در جريان تحقيق و استنطاق به سيلى زد؛ مجرم است بايد قصاص شود؛ و اگر متهم بعد از يك سيلى به جرمى اعتراف كرد؛ اعترافش اعتبار ندارد و دروغ تلقى مى شود.

برادران و خواهران عزيز:

تفتيش خانه ها؛ قضيه ايست داخلى كه بايد در روشنايى رهنمود هاى واضح اسلام به آن پرداخت؛ عده اى گمان مى كنند كه اين كار در جهت تأمين امنيت مفيد و مؤثر است؛ تنها افرادى را احتوى مى كند كه شرور و مفسد اند و متهم به ارتباط با مخالفين مسلح نظام؛ اما كسانى كه با اين رأى موافق نيستند و آن را مفيد و مؤثر نمى خوانند دلائل خود را به اين شرح دارند:

شمار افراد شرور و مفسد در جامعه ما خيلى اندك است؛ اكثريت قاطع ملت ما نيك و خوب اند و از مفسدين و افراد شرور نفرت دارند؛ نبايد كارى صورت گيرد كه به خاطر يك فرد مفسد و شرور؛ 99 در صد افراد خوب أذيت شوند و به هتك حرمت خانه هاى شان منتج شود.

·                اگر اين اكثريت خوب و متعهد به اسلام؛ كه در دوران دو اشغال؛ تعهد شان به اسلام را به نمايش گذاشتند؛ تنظيم شوند و در رابطه به تأمين امنيت از استعداد ها و امكانات بالقوه آنان استفاده شود، امور امنيت هر منطقه به همين ها سپرده شود؛ به يقين كامل مى توان گفت كه جلو هر نوع ناامنى ها و شرارت ها گرفته مى شود.

·                نه مشروع است و نه درست و مفيد كه افغان هاى خوب، نيك، صالح، مجاهد و متعهد به اسلام خلع سلاح شوند؛ براى اين كار نه مجوز شرعى مى توان يافت و نه مثالى را در منهج صاحبه و خلفاء راشد.

ما به اردوى رضاكار و نيروهاى امنيتى داوطلب ضرورت داريم؛ خلع سلاح مردم و جمع آورى سلاح از همه؛ نه تنها به نفع ملت و دولت نيست؛ بلكه به نفع دشمن و نيروهاى شر و فساد است؛ وضعيت حساس كشور و تهديدهاى امنيتى كه متوجه ملت است؛ ايجاب مى كند كه مردم را تشويق به داشتن سلاح كرد؛ و به آنان گفت: مى توانيد سلاح خفيف براى دفاع شخصى داشته باشند؛ حتى بدون مجوز قانونى؛ اما حمل آن در خارج مشروط به مجوز قانونى باشد؛ به دست آوردن مجوز نيز بايد سهل و آسان شود؛ كسانى بايد از داشتن سلاح محروم باشند كه سوابق جنايى و همكارى با اشغالگران دارند.

بايد متوجه باشيم كه جنايتكاران مى توانند در هر گونه شرائطى سلاح بدست آرند؛ اما اگر ملت در برابر افراد شرور و جانى خلع سلاح باشند؛ به جسارت شان افزوده مى شود و ارتكاب جنايت را براى شان آسان و سهل مى سازد.

وروڼو خوېندو!

د واشنگټن او مسكو لويي غوښتنو او سختو شرطونو د اوكراين جنگ رامنځته كړ.

هغه ورځي مي په ياد دي چي له افغانستان د شوروي ځواكونو د وتلو په ورځو كي به امريكايي چارواكو ويل: مركزي آسيا د شوروي اتحاد نازك تشى دئ؛ امريكا د دې سيمي حساس موقعيت او د مسكو لپاره ئې اهميت احساسوي؛ په دې سره غوښتل مسكو ته اطمئنان وركړي چي دا سيمه به ئې د مخكي په څېر په واك كي پاته كېږي او امريكا نه غواړي پر كابل كي د مجاهدينو د حكومت په راتلو سره؛ پر دې حساسي سيمي د مسكو سلطه وگواښل شي.

هغه مهال امريكا يوازي شرقي اروپا ته سترگي نيولې وې. د شوروي شړېدا ډېر ژر او د ټولو د انتظار خلاف په لنډه موده كي پيل شوه؛ له همدې شېبې امريكا د مسكو د كمزوري كولو پراخي هڅي پيل كړې؛ چي ځيني ئې دي:

·                 د شرقي اروپا هېوادونه د وارسا له تړون ايستل او له ناټو تړون سره ئې يو ځاى كول.

·                 د هغو حكومتونو او حكامو غوږونه تاوول چي د شوروي اتحاد ملگرتيا ئې كړې؛ لكه يوگوسلاويا، عراق، سوريه، ليبيا، سودان، مصر، يمن، الجزائر، برازيل او كيوبا. پر ځينو ئې بريدونه وكړل، ځيني ئې له كورنيو جگړو سره مخامخ كړل، ځيني ئې تجزيه كړل، پر ځينو ئې اقتصادي بنديزونه او تحريمونه وضع كړل، پر عراق لومړى او دوهم بريد، پر سوريې بريد، په ليبيا، سودان، الجزائر او يمن كي د جگړو اورونه بلول ئې مثالونه دي. د مسكو له مخكنيو ملگرو يوازي هند د امريكا له گواښونو او فشارونو خوندي پاته شوى؛ وجه ئې دا وه چي امريكا د چين په وړاندي د هند ملگرتيا ته اړ وو؛ چين د دواړو گډ رقيب دئ؛ نن چين په داسي موقعيت كي دئ چي له اقتصادي او نظامي پلوه او د تيكنالوژي په ډگر كي د امريكا داسي ځواكمن سيال دئ چي ورو ورو امريكا تر شا پرېږدي.

·                 د امريكا لپاره اروپا خاص اهميت درلود؛ اهميت ته ئې په پام سره؛ هلته ئې د ناټو نظامي تړون رامنځته كړ؛ يوازي په غربي المان كي ئې شپيته زره سرتېري ځاى پر ځاى كړي ول. په شرقي اروپا كي اوكراين ورته تر نورو زيات اهميت درلود؛ دا ځكه چي اوكراين له روسيې وروسته د مساحت له پلوه د اروپا دوهم ستر هېواد دئ؛ د شوروي اتحاد ستر او مخكي تللى ايالت وو؛ له مسكو وروسته ستر ښار كييف وو؛ او د چرنوبل په نامه ستر اتمي مركز ئې په اوكراين كي وو؛ امريكا هڅه وكړه اوكراين كي داسي څه وكړي؛ داسي افراد او نظام پرې مسلط كړي او داسي سياستونو غوره كولو ته ئې وهڅوي چي په سريع او بشپړه توگه ئې له مسكو دومره لري كړي چي بېرته ئې نږدې كېدا محال شي؛ داسي چا ته ئې سياسي ډله جوړه او په انتخاباتو كي ئې بريالي كړ چي يهودى الاصله روسي دئ؛ تر جمهوري رياست وړاندي يو كمدين وو؛ په تلويزيونى چينل كي ئې د ټوكمار او د خلكو خندونكي په توگه كار كولو. د افغانستان د اشغال په دوران كي اوكرايني سرتېرو فعاله ونډه درلوده، يو له هغو هېوادونو اوكراين وو چي امريكا گڼ شمېر خپل افغاني اجيران هلته انتقال كړل؛ او اوس غواړي هغه اجير جنگيالي اوكراين ته ولېږي چي د شل كلن اشغال په دوران كي ئې په افغانستان كي جنگولي؛ امريكا اعلان كړى چي له دغو اجيرو افغان جنگياليو به په خپل فوځ كي خاصه قطعه (د صفري قطعاتو په څېر) جوړوي؛ تر امريكا وړاندي بريتانيا همدا اعلان كړى وو. كه د اوكراين جنگ دوام وكړي دواړه (امريكا او بريتانيا) به دا قطعات په اوكراين كي جنگوي. د ځينو امريكايي چارواكو له اظهاراتو لا له وړاندي داسي معلومېده چي دوى به په اوكراين كي د روسي ځواكونو په خلاف چريكي جنگونه تنظيموي.

·                 امريكا په ټولو هغو جنگونو كي چي د شوروي اتحاد له زوال وروسته ئې پيل كړل؛ مخصوصاً د اسلامي نړۍ هېوادونو كي؛ په يوه كي هم له دې پرته بله نتيجه نه ده ترلاسه كړې چي د مسكو د ملگرتيا سزا وركړي.

وروڼو خوېندو!

د يو ويشتمي پېړۍ لويه پېښه پر نيويارك او واشنگټن هغه بريد وو چي 19 عربي زلميو ترسره كړ؛ د نيويارك د تجارتي مركز دوه آسمان څكي ماڼۍ ئې نسكوري كړې او د امريكا دفاع وزارت پر ماڼۍ هممهاله بريد وشو؛ دا بې سارى بريد په يولسم سپتمبر 2001 ترسره شو؛ د امريكا حيثيت او نړۍ وال اعتبار ته داسي صدمه وه چي جبران ئې گران وو؛ امريكا پرېكړه وكړه چي غچ ئې له افغانانو واخلي؛ په داسي حال كي چي په دې بريد كي افغانانو له هيڅ پلوه برخه نه درلوده؛ نه كوم افغان په كي شركت كړى وو؛ نه ئې پلان په افغانستان كي جوړ شوى وو؛ نه ئې عملي كوونكي په افغانستان كي روزل شوي يا پاته شوي وو. عملي كوونكي ئې عرب ول؛ په اروپا او امريكا كي مېشت او هملته روزل شوي وو؛ د عملياتو طراح د عراق اوسېدونكى محمد عطاء وو؛ ملگري ئې ټول په غربي هېوادو كي مېشت ول؛ ټول په عملياتو كي وژل شوي؛ امريكا پر افغانستان د ظالمانه او وحشيانه بريد لپاره هيڅ مبرر او توجيه نه درلوده؛ وجه ئې يوازي دا وه چي افغانستان ورته آسان خو ډېر مهم هدف وو؛ گمان ئې كولو چي د كابل په نيولو سره به خپل بايللى حيثيت جبران كړي. په ټولي نړۍ كي داسي هېواد نه وو چي د امريكا يرغل وغندي او د طالبانو د حكومت ننگه او ملا تړ وكړي؛ هغه هېوادونه هم په دې وحشيانه بريد كي له امريكا سره ملگري شول او مرسته ئې ورسره وكړه چي د طالبانو حكومت ئې په رسميت پېژندلى وو؛ پنځه ويشت ورځي وروسته په 7 اكتوبر 2001 ئې پر افغانستان بريد وكړ؛ نږدې څلوېښتو هېوادو په دې بريد كي عملاً د سرتېرو په لېږلو سره برخه واخيستله؛ شمالي ائتلاف د خپلو حاميانو په امر؛ د امريكا د زمكنيو اجيرو جنگياليو په توگه د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي وجنگېدل؛ هغه هم فقط داسي چي تخليه شوو سيمو ته ننوتل؛ امريكا په خپلو بمونو او راكټونو ورته لار پرانستله او دفاعي خطونه ئې ورته ماتول او دوى دفترونو او كورونو ته د تالان لپاره ننوتل. دوى په حقيقت كي په روسي او امريكايي دريشيو كي پوشل شوي لوټماران وو نه جنگيالي؛ زموږ ځينيو گاونډيو د امريكا دومره مرسته كړې چي كه دا مرسته نه وى نو امريكا ته گرانه وه چي افغانستان دومره ژر او آسانه ونيسي؛ او شل كاله دلته پاته شي.

وروڼو خوېندو!

امريكا كه زور لري او پر خپل زور مغروره ده؛ نو نن دي له روسيې سره د مقابلې ډگر ته راووځي؛ د خپل نږدې ملگري اوكراين د ژغورني لپاره دي خپل ځواكونه او هغه تجهيزات ولېږي چي شل كاله وړاندي ئې افغانستان ته رالېږلي وو.

وروڼو خوېندو!

د ملگرو ملتونو اداره د لويو ځواكونو؛ په ځانگړې توگه د متحده ايالاتو په ادارې بدله شوې؛ په تېرو شلو كلونو كي ئې د افغانستان د ټولو قضاياوو په ارتباط دريځونه او پرېكړي د اشغالگرانو په حمايت كي وې؛ ايساف او يوناما او نوري ادارې ئې د امريكا تر فرمان لاندي عمل كولو. تل ئې د پېښو په اړه؛ خاصتاً د غير نظاميانو د مرگ ژوبلي په ارتباط؛ د حقيقت خلاف دروغجن اظهارات كړي.

آبله ورځ ئې ادعاء وكړه چي په تېرو شپږو مياشتو كي ئې له افغانستان سره دوه مليارد ډالر مرسته كړي؛ يعني كه د افغانستان نفوس 40 مليون ونيسو او هره افغان كورنۍ لس تنه؛ نو څلور مليونه كورنۍ كېږي؛ كه دوه مليارد ډالر په څلور مليون كورنيو ووېشو نو هري كورنۍ ته بايد 500 ډالر رسېدلي وي؛ او دا په پشپړه توگه د خلكو سترگو كي خاوري شيندل او ښكرور دروغ دي؛ ملل متحد په ټولو داسي برخو كي د مالي فساد تور تاريخ لري؛ اتيا سلنه مرستي ئې تالان كېږي، كله چي د ماشومانو په نامه پيسې راټولوي نو د يوه غم ځپلي هېواد د ماشومانو شمېر به تر نيمايي نفوس زيات ښي!! تل ئې ارقام غير حقيقي او له مبالغو ډك وي.

وروڼو خوېندو!

كه ملت مسلح وي نو د دنيا هيڅ ځواك به پر افغانستان د بريد او يرغل جرأت ونه كړي؛ خو كه ملت بې وسلې شو او وسله يوازي د فوځ په لاس كي وه؛ نو په داخل كي به له كودتاگانو سره مخ وو او له بهره به د تاجكستان په څېر يو وړوكى هېواد هم كولى شي موږ وگواښي. تاسو د ظاهر خان اردو هم وليده؛ په مسكو كي څو روزل شوو افسرانو؛ چي رتبه ئې تر جگړن لوړه نه وه؛ سپينه كودتا وكړه؛ او د شاه په دفاع كي په ټول هېواد كي حتى يوه مرمۍ هم وار نه شوه؛ تاسو د اشغال د دوران فوځ هم وليد چي د ولس په ضد وجنگول شو او د بهرنيانو تر وتلو وړاندي متلاشي شو. او دا دئ اوس بريتانيا او امريكا غواړي د هغه فوځ صفري قطعات او خاص ځواكونه يو ځل بيا د افغانانو په خلاف وجنگوي؛ اعلان ئې كړى چي دوى به د خپل فوځ په خاصو قطعاتو كي تنظيموي او اوكراين ته به ئې لېږي!!

افغانان چي مسلح ول او جنگي تجربه ئې درلوده؛ وتوانېدل شل كاله د ناټو په وړاندي مقاومت وكړي او ماته وركړي؛ په داسي حال كي چي د نړۍ هيڅ هېواد دا جرأت نشو كولى چي د مجاهدينو حتى تش د خولې حمايت وكړي؛ خو عراقي ولس بې وسلې شوى وو؛ نو ځكه ئې څو مياشتي هم مقاومت ونشو كړى؛ حتى خپل جمهور رئيس صدام حسين ئې څو مياشتي ونشو ساتلى.

كه موږ وغواړو له خپلو گاونډيو سره سيالي وكړو؛ د بهرنيو مداخلاتو مخه ونيسو؛ خپلي پولي وساتلى شو، په ټول هېواد كي بشپړ امنيت تأمين كړو نو شا و خوا پنځه لكه فوځ او امنيتي ځواكونو ته ضرورت لرو؛ كه دا د معاش مقابل كي فوځ وي نو دومره مالي توان نه لرو چي داسي ځواك وپاللى شو؛ نن موږ د ملكي پرسونل د معاشاتو په ارتباط هم له نورو د مرستو جلبولو هڅي كوو؛ او كه په بهرنيو مرستو دا كار كوو نو دا د غلامۍ پيل دئ؛ د نورو په مرستو جوړ شوي وسله وال ځواكونه مو وآزمويل چي د بهرنيو لپاره له خپل ملت سره وجنگېدل؛ چاره ئې فقط دا ده چي موږ رضاكار ملي وسله وال ځواك ولرو

وروڼو خوېندو!

قرآن موږ ته يوازي له هغه سره د جنگ امر كړى چي زموږ په خلاف ئې وسله راايستلې او جنگېږي؛ د هغه وژل ئې جائز كړي چي مسلمان وژني؛ نو هغه چي د شوروي ځواكونو او ناټو تر قومندې لاندي د افغانانو په خلاف جنگېدلي؛ او اوس هم د دښمنانو له لوري د بل جنگ لپاره روزل كېږي؛ له دوى سره د قرآن د لارښوونو له مخي د خيبر د يهودانو په څېر معامله هم كېدى شي؛

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک