No-IMG

مهم ترین های امروز پنج شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ریاست الوزا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د خصوصي سکټور ملي کنفرانس پر مهال له پانګه‌والو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې سوداګري او پانګه‌ونه وکړي، ځکه په وینا یې اوس په افغانستان امن دی او پانګه‌ونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.

‏ملا برادر له نړیوالو غوښتنه وکړه چې پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې او د افغانستان په اقتصادي وده کې خپله انساني او بشري وجیبه ادا کړي.

‏ښاغلي ملا عبدالغني برادر زیاته کړه چي کور په کور تلاشي د هېوادوالو د امن لپاره ده او په وینا یې هېوادوال باید په دې برخه کې د اسلامي امارت ستاینه وکړي.

: ‏اسلامي امارت په لویه څارنوالۍ کې په فساد ککړو پخوانیو چاواکو د دوسیو د برخلیک ټاکلو په اړه څېړنه کوي. اسلامي امارت دا پرېکړه د کابینې په غونډه کې کړې او لویې څارنوالۍ ته یې دنده سپارلې چې په دې اړه خپل راپور چمتو او د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان په ملي او اسلامي روحیه سمبال شوې اردو لري او هیواد ته هر ډول متوجه ګواښ دفع کولی شي.

: ‏نیروهای امنیتي در جریان عمليات تصفيوي در کابل روز گذشته از يک خانه رهايشي ده پايه راکت انداز نوع امريکايي را کشف و ضبط کرده است.

: ‏د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ویلي چې ولسونه دې خپلې وسلې او مهمات په خپله خوښه دولت ته وسپاري. نوموړي زیاته کړې ده چې ډېری خلکو وسلې، مهمات او دولتي وسایط په کورونو کې له ځان سره ساتلي دي چې د امینتي ځواکونو د کور په کور پلټنې په ترڅ کې ډېری نیول شوي هم دي.

: ‏د مهر نیوز د خبر له مخې د افغانستان مخکیني ولسمشر اشرف غني نن په اماراتو کې په یوه تازه مرکه کې ویلي چې،پر امریکا او متحدینو یې زمونږ کاذب باور ددې سبب شو چې،د افغانستان مخکینی جمهوري حکومت په آسانۍ را وپرځیږي،د غني دغه تازه بشپړه مرکه به ژر خپره شي.

: ‏د هرات د پاسپورټ ادارې مسوولین وايي چې تر اوسه یې پر څه د پاسه ۱۸۷۰۰ پاسپورټ غوښتوونکو پاسپورټونه وېشلي او له دې لارې یې څه د پاسه ۹۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

: ‏به اساس فرمان شیخ⁩ الحدیث والتفسیر ⁦هبة⁩ ⁦الله⁩ اخندزاده، پس از این  گرفتن پول به‌منظور عرایض، وثایق و فیصله‌های محکمه، منع شد.

قابل یاد آوریست که قبلآ از موارد ذکر شده پول اخذ و به حساب دولت تحویل داده می‌شد.

: ‏د امریکا د کانګرس دوو غړو اعلان کړی دی چې هېواد یې اوکراین ته ۲۰۰ د الوتکې ضد سټینګر توغندي استولي دي. د کانګرس دغو غړو د خپلو نومونو له اخیستو پرته ویلي چې امریکا اوکراین ته د ملاتړ ژمنه ورکړې ده او د یادې ژمنې د پوره کولو په موخه یې له دغه هېواد سره د ۲۰۰ سټینګر استولي دي

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو ډول د ماتې خوړونکو و. هغه زیاته کړې ده چې بایډن د افغانستان د بحران مدیریت کې پاتې راغی او په لوی لاس یې نړۍ ته وښوده چې امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

: ‏د روسي عسکرو له لوري د خرسون ښار تر نیولو وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ادعا کړې چې پر اوکراین د روسیې د برید له پیله تر اوسه پورې شاوخوا نهه زره روسي سرتېري وژل شوي دي.هغه زیاته کړې چې له تېرې شپې راهیسې د روسانو پر وړاندې د اوکرایني مقاومت جګړه په پوره شدت روانه ده.

: ‏د  روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د جوبایډن وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یې دي له روسیې سره به هر ډول اړیکې پرې کړي ویلي، چې امریکا په دې ډول څرګندونو غواړي روسیه ووېروي خو هغه ټینګار کوي چې دوی له امریکا نه وېرېږي او هیڅکله به ورته تسلیم هم نه شي.

: ‏راپورونه وایي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې افغانستان ته د بشري مرستو د جلب او رسولو په موخه غونډه شوې ده. راپورونه کاږي چې په دې ناسته کې د کاناډا، جرمني، ایټالیا، جاپان، مالیزیا، هالنډ، اسپانیا، سویس، بریتانیا او امریکا استازو برخه اخیستې وه.

: ‏محمدبن سلمان، ولیعهد سعودی:

ما به اسرائیل به عنوان یک دشمن نگاه نمی‌کنیم بلکه به آن‌ها به عنوان یک متحد احتمالی در بسیاری از منافع که می‌توانیم با هم آن را به دست آوریم،می‌نگریم.

ایرانی‌ها همسایه ما هستند و همسایه ما تا ابد باقی خواهندماند،پس بهتر است که مسائل را حل کنیم.

‏د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې د ماموریت مرستیالې آنا اویستیګنیوا زیاته کړې، چې افغانان اوس خپل اولادونه پلوري خو غربي هیوادونو د مختلفو دلایلو له امله د افغانستان شتمنۍ بندې کړي.

‏نوموړې وایي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اسلامي ترکستان غورځنګ (ETIM) او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په شمول له ترهګرو ډلو سره مرسته کوي او د سیمې په نا امنه کولو کې مرسته کړي.

‏د روسیې ځانګړي استازي مرستیاله وایي چې روسیه د پنجشیر ولایت جنگیالی له نږدې څاري او داخلي جګره د دې هیواد او د سیمې په زیان بولي.

نوموړې پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د اسلامي امارت ته د ګواښونو په اساس پرمخ ولاړه نه شي او باید له خپلو تېروتنو درس واخلي.

: ‏د افغانستان غصب شویو شتمنیو په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا کې د چین او امریکا د استازو ترمنځ لفظي شخړه شوې.

چین د افغانستان د شتمنیو د کنگل لپاره په امریکا نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هیواد باید د افغانستان کنگل شوې شتمنۍ په مکمله او عاجله توگه خلاصې کړي.

‏د امریکا استازي د چین د استازي په ځواب کې ویلي چین غواړي له دې موضوع څخه سیاسي گټه واخلي او د طالبانو ښه نظر ترلاسه کړي.

: ‏د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران استازې ویلي چې د افغانستان کنگل شوې شتمنۍ د افغانستان د خلکو دي

نوموړي ویلي د افغانستان د کنگل شویو شتمنیو خلاصول چې د افغانستان داقتصاد بیارغوني او د دې هیواد د خلکو د ژغورنې سبب کیږي باید سیاسي بڼه ونه لري او له کوم شرط پرته باید ازادې شي.

: ‏د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازی وایي، چې تر څلورو لسیزو وروسته په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې دا رامنځ ته کیدو فرصت شته او اوس دغه هیواد ټول د یوه حکومت له لوري اداره کیږي.

‏نوموړي د افغانستان د اوسني اقتصادي وضعیت د حل لپاره د دې هیواد د کنگل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه او ویې چې د یو هیواد له خوا د افغانستان د شتمنیو نیمه برخه جلا کول د افسوس وړ خبره ده.

: ‏سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان په مسئله د خبرو کولو لپاره وخت نه درلود.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله کلنۍ وینا کې د افغانستان پر مسئلې هیڅ خبرې ونه کړې چې دې کار غبرګونونه زیات کړي.

‏د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي خبریالانو ته وویل چې جوبایډن پر نورو مسائلو دومره بوخت و چې په یو ساعت کې یې د دغه هېواد پر ټولو مسائلو د خبرو لپاره وخت نه لاره.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې ډیبرا لاینز تېر ماښام د دغه سازمان په یوې غونډه کې، وویل چې په افغانستان کې د بشري ناورین له جدي ګواښونو مخنیوی شوی دی.

خو نوموړې پورته شوي ګامونه د لنډې مودې لپاره اغېزناک بولي نه د اوږدې مودې لپاره.

‏ډیبرا لاینز همدارنګه ویلي چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره له تعامل پرته، هغوی نه شي کولای بشري مرستې د دغه هېواد خلکو ته برابرې کړي.

مېرمن لاینز ټينګار کړی ښايي د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د تعامل موضوع د ځينو لپاره ستونزمنه وي، خو دا کار اړین دی.

: ‏نماینده دایمی چین در سازمان ملل، امروز در نشست شورای امنیت این سازمان در باره افغانستان خواستار برداشته شدن تحریم ها بر افغانستان شده و از تصمیم جوبایدن در مورد ذخایر ارزی افغانستان انتقاد کرد.

: ‏ملګرو ملتونو سازمان کې د برېټانیا دایمي استازي وویل نړۍواله ټولنه چې د تېر حکومت د امنیتي ځواکونو او چارواکو په وړاندې د غچ اخیستونکي کړنې او د لږکیو د حقونو نقض او د مدني ټولنې د غړو له نیولو اندېښمنه ده.

: ‏نماینده دایمی ایالات متحده در سازمان ملل گفت که این مسوولیت امارت اسلامی است که شرایط را برای ثبات اقتصادی فراهم سازد. او گفت ما می‌خواهیم که فعالیت بانک‌های افغانستان به حالت عادی برگردند و زمینه سازی این کار مسوولیت امارت اسلامی است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک