د اسدالله هارون او هغه په څېر د نورو سپاهیانو مظلومیت چې زما په سپېڅلتوب دلالت کوي
مجاهد سرفراز
هارونه/مجاهده، مبارزه! مه خفه کېږه، چې ټول خفه سره رضا شول مګر تا سره هیڅ دښمن پخلاینه نه کوي، همدا ته هغوی ته معلوم یې چې دهغوې واقعي نه پخلا کېدونکی دښمن یې، ستا مکتب فکري مکتب دی، په هر سنګر کې مبارزه کوې، کله چې د جنګ په میدان کې یې په اول خط کې جنګېږې، کله چې په کور کلي، ښوونځي، دفتر کې یې ، له هغې دې د مبارزې سنګر جوړ کړی وي، څنګه ته له غربي او شرقي استعمارګر طمع لرې چې ستا په څېر ازادي خواه سره معامله وکړي.
په فخر ژوند کوو په فخر مبارز او سرلوړي شهیدان
کېږو
او همدا تاریخ کې شوي او همدا به تکرارېږي، د امام ابوحنیفه رحمه الله ژوند یې نمونه او بېلګه.
پټه مینه مې همداسې پټه ښه ده
زړه مې غواړي خو اظهار کولی نه شم
سلامت ګودر په بیع رانه غواړي
خو زه سودا د یو چینار کولی نه شم
