No-IMG

ستره اسلامي او ملي اجتماع دې ملي بيرغ په اړه پريکړه وکړي

افغانستان کي نور هر څه حل او فصل شؤل فقط بيرغ پاته دى، زما خپل موقف د بيرغ په اړه دادى چې کله د سترو علماؤ، مشرانو، پوهانو رښتني واقعي ستره اجتماع جوړه شي او د اساسي قانون اصلاح تر سره شي همهغه ستره اسلامي او ملي اجتماع ته دې دا موضوع هم حواله شي هغوى دې له هره اړخه موضوع وڅيړي او داسي يو بيرغ دي وټاکي چې د علم، کمال، تاریخ، ملت، وحدت او ارزښتونو رښتنى سمبول يا نښه وي، او ټول افغانان د تل لپاره همهغه يو بيرغ وټاکي چې بيا بدل هم نشي

هر افغان  ګوند کولى شي د خپل ګؤند لپاره د خپلي خؤښې بيرغ وټاکي مګر ملي اسلامي بيرغ به د ټولو متحدالمال يو وي

هر هغه ګوند چي د راتلونکې اسلامي دولت له اساسي قانون سره معمولي ټکر وي بايد لغوه شي

هر هغه ګؤند چي لږ تر لږه 3 ميليون افغانان پکي شموليت ونلري هغه ټول بايد لغوه شي

خلاصه ټول هيواد کې بايد تر 2 إلى 3 زيات حزبونه نه وي

د انتخاباتو په اړه زما شخصي نظر دادى چې

د نوماندۍ لپاره دې دقيق ښه سالم اسلامي ملي معیارونه وټاکل شي، هر هغه څوک چي په ټاکلي معيار پوره نه وي د نوماندۍ حق دې نه ورکول کيږي، په دى صورت کي د ټاکنو يا انتخاباتو  مانا فقط د غښتلي حکومت جوړول او له اسلامي اصولو سره برابرول دي

په ساده ټکو

که فرض کړه له اسلامي ملي معيار سره په تول برابر کسان نوماندان وي، نو څه فرق کوي چي هر يو ئې وګټي?

فايده به دا وي هم به د نړۍ خوله ور بنده وي هم به اکثریت خلک د حکومت ملاتړي وي

د عالي اسلامي او ملي کميسيون تشکيل

يوه ځانګړي د علماو او سترو پوهانو داسي يوه شورا بايد تل موجوده وي چې د هغي صلاحيت په ټولو حساسو اسلامي او ملي مسايلو کي تر حکومتي دسګاه لوړ وي، مګر د هغوى موضوعات بايد معلوم وي په هر څه کي دخالت ونلري

د عالي اسلامي او ملي کميسيون د غړو دَ تعين  لپاره بايد ډير سخت اسلامي ملي فلتر او معيارونه ټاکل شؤي وي چې څوک هم په هغه معيار برابر نه وي نشي کولى د عالي کميسيون غړى شي،

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک