مهم ترین های امروز چهارشنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ۱۵ حوزې اړوند سیمه کې یې د تاجکستان یو تبع د ترهګریزو کړنو په تور نیولی دی.
سرچینې لیکلي چې د نیول شوي کس امید نومیږي.
هغه ویلي چې له تاجکستان لومړی روسیې، ترکیې او ایران ته تللی او بیا افغانستان ته اوښتی دی.
✒: کابل کې د شرابو یوه کارخانه کشف شوې او سلګونه بوتله الکولي مشروبات نیول شوي.
✒: د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د لوګر د عینکو مسو کان د استخراج بهیر د پیل خبر ورکړ.
باختر اژانس د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو له قوله وايي، چې د عینکو مسو کان د چینایي شرکت MCC سره قرارداد شوی او ټاکل شوې چې په څو ورځو کې یې د استخراج چارې پیل شي.
✒: برېښنا شرکت وایي، هېواد ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځېده.
برېښنا شرکت وايي، د منځنۍ اسیا د برېښنا په شبکه کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته د ازبیکستان وارداتي برېښنا کمه شوې چې د یادې ستونزې په حل سره د هېواد برېښنا بېرته عادي حالت ته راوګرځېده.
✒: نصیر احمدفایق نماینده افغانستان در ملل متحد: افغانستان در ملل متحد بر ضد تجاوز روسیه بر اوکراین رای می دهد.
✒: د افغانستان ا.ا د اقتصاد وزارت مرستیال وایي چې یاد وزارت پر یوې داسې اقتصادي پالیسي کار پیل کړی دی چې په بشپړېدو او تصویب سره به یې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې پام وړ مثبت تغیرات راشي.
✒: در جلسه کابینه، در مورد فعالیت لوی څارنوالی، مشخص شدن سرنوشت دوسیههای زندانیان پیشین مجاهدین که در ادارۀ پیشین بودند و تصمیمگیری در مورد اموال مصادره شده و دیگر موضوعات بحث و تصمیم اتخاذ شد.
✒: مشاور ارشد دفتر ریاست جمهوری اوکراین: دور دوم مذاکرات با روسیه عصر امروز با حضور هیئتها برگزار میشود.
✒: سرویس وضعیتهای اضطراری اوکراین اعلام کرد که بیش از 2000 غیرنظامی اوکراینی کشته شدند.
✒: د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، چې تر دې دمه شاوخوا ۸۳۶ زره یوکراینیان د جګړو له کبله کډوال شوي دي.
پر یوکراین د روسیې د برید په ۷مه ورځ روسیې د یوکراین د ختیځ ساحلي ښار خیرسون د نیولو ادعا وکړه او د یوکراین د دوهم ستر ښار خارکیف په کوڅو کې د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
✒: د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مېک مکانل په تازه څرګندونو کې ویلي، چې بایډن له افغانستان د وتلو پر مهال پراخې تېروتنې کړې دي او مسوولیت یې هم پر ده دی. دده په وینا بایډن ددې مهم ماموریت د پای پر مهال د هېڅ جنرال او نظامي چارواکي څرګندونو او مشورو ته ارزښت نه ورکاوه.
✒: د افغان مېرمنو له وړتیاوو او استعدادونو باید د افغانستان د پرمختګ لپاره استفاده وشي. د بشري حقونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ویلي د افغان مېرمنو د حقونو په اړه یې له بېلو اړخونو سره پراخ بحثونه لرلي دي.
✒: د امریکا ولسمشر جو بایډن د امریکا د کانګرس په ګډې غونډه کې ټول تمرکز د اوکراین او روسیې پر جګړې کړی دی او ویلي یې دی، چې امریکايي پوځیان تر اوسه پورې د اوکراین په جګړه کې نه دي ښکېل او نه به هم ځان ښکېل کړي.
✒: د سبیر په نوم د روسیې یو لوی بانګ غواړي چې خپلې پانګې له اروپایي مارکېټ څخه وباسي. د یاد بانک چارواکو ویلي چې پیسې یې په غیر نورمال ډول له بانک څخه ایستل کېږي.د دغه بانک په خبره،د بانک کارکوونکو ته هم ګواښونه شوي دي او دا اقدام یې د خپلو کارکوونکو او پانګې د ساتنې په موخه کړی دی.
✒: په کابل کې د بریتانیا سفارت سرپرست بهر ته د افغانانو د تګ په اړه د ا.ا د وضاحت هرکلی کړی دی. هوګو شورتز ویلي، دی هیله لري چې ا.ا بهر ته پر تلونکو افغانانو کوم بندیز ونه لګوي او دغه راز ښځې هم له کوم محدودیت پرته بهر ته سفرونه وکړای شي.
✒: د جګړې د دورې د متحدینو په نامه یو بنسټ ویلي، وروسته تر هغه چې امریکا له افغانستان څخه ووته بیا یې د خپلو متحدینو هیڅ غم نه دی خوړلی. یاد بنسټ زیاته کړې ده چې په افغانستان کې د امریکا ۷۸ زره متحدین پاتې دي چې د تخلیې تر ماموریت وروسته یې بیا چا پوښتنه هم نه ده کړې.
✒: انتونی بلینکن، وزیر خارجه امریکا گفته است که جامعه جهانی باید تلاشها را برای مهار بحران افغانستان دو برابر سازد. وی خواستار فشار بر امارت اسلامی از بهر توقف بازداشتهای «ناعادلانه» بانوان معترض و خبرنگاران، احترام به حقوق افغانها و دسترسی آنان به آموزش و کار شده است.
✒: په ملگرو ملتونو کې د افغانستان او میانمار پرزول شویو حکومتونو استازي به د روسیې په خلاف رایه ورکړي.
سرچینو (RFI) ته ویلي چې د افغانستان او میانمار د پخوانيو حکومتونو استازي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې هغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړي چې په یوکراین د روسیې برید غندي.
✒: په کوزوو کې د امریکا پخوانی سفیر او ددې هېواد ډیپلوماټ فلیپ کازنټ وايي، ښايي امریکا د خپل پوځ په لیکو کې د افغان سرتېرو او کمانډویانو یوه ځانګړې قطعه رامنځ ته کړي.
دغه امریکايی ډیپلوماټ وايي، چې ښايي امریکا د افغانستان د پخوانیو ځانګړو ځواکونو یوه ډله چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې رول درلود، په خپل پوځ کې ځای پر ځای کړي، څو په دې توګه یې ځینې هیوادونو لکه یوکراین ته د جګړې لپاره ولیږي.
کازنت زیاتوي، چې دغو ځواکونو د افغانستان په جګړه کې کافي تجربه تر لاسه کړې او امریکا ددوی له ظرفیتونو کار اخیستلو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د تخلیې مهال څه باندې شل زره هغه افغان سرتېري چې په کمانډو او ځانګړو ځواکونو کې يې دندې لرلې، امریکا ته انتقال کړل.
✒: د نړیوال بانک اجرایوي بورډ پرون د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې څخه یو میلیارد ډالر په افغانستان کې د پوهنې، کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو په برخه کې د لګولو پلان تصویب کړ. د نړیوال بانک په وینا دغه پیسې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې ولګول شي.
✒: جرمني او بریتانیا د همدې میاشتې په وروستیو کې په جنیوا کې له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه غونډه کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په خپل ټوېټر ددې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی او وايي، چې دا غونډه په افغانستان کې د بشري وضعیت د بهبود لپاره د هڅو یوه برخه ده.
✒: په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې استازی وايي، چې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره لا ډېرو ګډو هڅو ته اړتیا ده.
نوموړي پر خپله ټوټېرپاڼه ددې تصویر په خپرولو سره ویلي، چې هر ماښام ګڼ شمېر افغان مېرمنې او ماشومان د ډوډۍ د پلورنځیو مخکې د ډوډۍ د غوښتلو لپاره کتارونه جوړوي.
