د حکمتيار صاحب څلورويشتمه درسي حلقه (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه؛ د ۱۴۰۰ھش کال د حوت ۱۱مه:
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار د (سلفي شم که مذهبي پاته شم؟) تر عنوان لاندې خپله ۲۴مه درسي مُحاضَره د بريا نړيوال ټلويزيون د غونډو په تالار کې وړاندې کړه چې ګڼشمېر ورونو او خویندو پهکې ګډون کړی وو.
د تېر پهڅېر نننۍ درسي محاضره هم د مسلمانانو تر منځ يوې بلې إختلافي موضوع
د قبرونو زيارت «زيارة القبور» ته ځانګړې شوې وه.
ښاغلي حکمتيار وويل:
نن ورځ د قبرونو د زيارت په اړہ هم إسلامي أمت د ډېر زيات إختلاف شاهد دی، ځينې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د رسالت په لومړيو كې د قبرونو له زيارت ممانعت كړى وو خو وروسته يې إجازه وركړہ، پهدې معنیٰ چې ګواکې لومړى حكم وروسته منسوخ شوى، ځينې بيا وايي: نارينهوو ته إجازه شته او ښځو ته د قبرونو د زيارت إجازه نهده ورکړل شوې، او ځينې بيا داسې دي چې د قبرونو زيارت شرک ګڼي، خو د قصرونو عبادت او طواف ته بيا نه د شرک خطاب كوي او نه يې هم په اړہ د څه ويلو جرأت او جسارت کولای شي، مړہ بُتان غندي خو د ژونديو بُتانو په ضد هيڅ نه وايي. په داسې حالكې چې په ټول قرآن كې د قبرونو د زيارت او نه زيارت په اړہ صراحتاً هيڅ نهدي ويل شوي، خو طاغوت ته بيا د تحاكم لپاره تګ او ظالمو حُكامو ته خپلې شخړي او منازعات راجع كول د ايمان منافي عمل ګڼل شوى، او په اړہ يې وايي: چي طاغوت ته د فيصلې او تحاکم لهپاره د ورتلونکو نهيوازې إيمان هيڅ اعتبار او وزن نه لري بلكې شيطان هم سخت بې لارې كړي. د ځينو استدلال بيا دادی چې وايي: ښځې د دې لپاره هدېرو ته له ورتګ منع شوي چې د مړو سترګې ډېرې تېزې وي او د جامو تر شا د هغوی بدن هم ورته ښکاري!! حال دا چې قرآنکريم رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمايي؛ چې ته مړو ته هيڅ هم نهشې اورولى، دا ځكه چې مړي هيڅڅه نه اوري او نهيې ويني!!
نوموړي زياته کړه: راشئ وګورو چې په دې اړہ صحيح او سمه عقيده كومه يوه ده؟ إمام بخاري رحمه الله پهخپل کتاب صحيح البخاري کې د قبرونو د زيارت په اړه پر لاندېني روايت استناد كوي او وايي: قبر ته تګ نه د ښځو لهپاره څه مانع لري او نه هم د نارينهوو لهپاره. روايت دادی:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضي الله عنه قَالَ مَرَّ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم بِامْرَأَةٍ تَبْكِى عِنْدَ قَبْرٍ فَقَالَ "اتَّقِى اللَّهَ وَاصْبِرِى". قَالَتْ إِلَيْكَ عَنِّى، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَبْ بِمُصِيبَتِى، وَلَمْ تَعْرِفْهُ. فَقِيلَ لَهَا إِنَّهُ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم. فَأَتَتْ بَابَ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم فَلَمْ تَجِدْ عِنْدَهُ بَوَّابِينَ فَقَالَتْ لَمْ أَعْرِفْكَ. فَقَالَ « إِنَّمَا الصَّبْرُ عِنْدَ الصَّدْمَةِ الأُولَى ». (بخارى:1283)
له أنس بن مالک رضي الله عنه روايت دی چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه ښځه وليده چې پر يوه قبر باندې ژاړي نو ويې فرمايل: له الله تعالى ووېرېږہ او صبر کوه، هغې ښځې چې رسول الله صلى الله عليه و سلم يې نهپېژانده، وويل: له ما درتم شه (پرې مېږده)، ته زما په مصيبت نه يې اخته شوى، ورته وويل شول؛ چي دا خو نبي صلى الله عليه و سلم وو، نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم دروازې ته راغله او هلته يې پيرهداران او ساتونکي ونهليدل، ويېويل: ما ونهپېژندې، ويې فرمايل: صبر هغه دی چې د مصيبت په لومړي سر کې وي.
دا روايت په بخاري كې درېځلي نور هم پر دغو شمېرو راغلى: 1252، 1302، 7154؛ مطلب يې دا دی چې رسول الله صلى الله عليه و سلم يوې ښځې ته چې د قبر خواته يې ژړل، وفرمايل: له الله تعالىٰ ووېرېږہ او صبر کوه، هغې نه پېژنده او ورته ويې ويل: ته له هغه مصيبته فارغ يې چې زما په برخه شوى، نبي علیه الصلٰوة والسلام ترې ولاړ او چا دې ښځې ته وويل چې دا خو رسول الله صلى الله عليه و سلم وو، نو دا يې كور ته ورغله او ويېليدل چې د كور په دروازه كې يې ساتونكي نهشته، رسول الله صلی الله عليه وسلم تهيې وويل؛ چې ما ونهپېژندې، رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: صبر هغه دی چې د مصيبت په لومړي سر کې وي. وروسته خو غم په خپله ورو ورو هېر شي، د صبر ثواب هغه مهال د انسان په برخه كېږي چې د مصيبت په پيل كې له بېصبرۍ ځان وساتي.
د حزب اسلامی افغانستان قدرمن أمير وويل:
د دې روايت په اړہ بايد څو خبرو ته پام وکړو:
1: إمام بخاري رحمه الله دا روايت د دې لهپاره راوړى چې وښيي د قبر ليدو ته د ښځو ورتګ جائز دی، ځكه رسول الله صلى الله عليه وسلم د دغې ښځې په دې كار اعتراض ونهكړ، بلکې له بېصبرۍ يې منع کړه.
2: رسول الله صلى الله عليه و سلم د دعوت په لومړيو كې د قبرونو له زيارت مسلمانان منع كړيوو، د رسالت په وروستيو كلونو كې يې اجازه وركړہ، ځينې همدا وروستى د إجازې حكم د لومړي «د منع حکم» ناسخ ګڼي، خو په أصل کې دا نظر يوه اشتباه ده، حقيقت دا دی چي لومړى «د منع حکم» په يوې مرحلې پورې تړاو لري او دوهم «د إجازې حكم» په بلې مرحلې پورې مربوط دی، هغه مهال چې پر قبرونو ګُنبدې ولاړې وې، مجاورين يې درلودل، خلك به د خپلو حاجتونو د رفعکولو پهخاطر قبرونو ته تلل، شرک او خرافاتو خپلې ناولې او تورې وزرې پر ټولنې خپرې کړېوې، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم قبرونو ته له ورتګ نهی او ممانعت وكړ، خو هغه مهال چې دا حالت ختم شو، نه نور پر قبرونو ګُنبدې وې، نه زيارتونه، نه يې خواته مجاورين، د شرک، بدعاتو او خرافاتو ټغر ټول شوىوو، اسلامي نظام حاكم وو، د ټولنې أفراد د توحيد په مدرسه كې ښه روزل شويوو، نو قبرونو ته په دې موخه د ورتلو اجازه وركړل شوه چې مرګ ور پهياد كړي، پند ترې واخلي او مړو ته د مغفرت او بښنې دعاء وكړي. د إسلامي امت اوسنى حالت داسی دی لكه د رسالت د لومړيو كلونو حالت، اوس بايد هر مفتي او عالم خلكو ته همغه څه ووايي؛ چې رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت په لومړيو كلونو كې ويليوو، زيارت ته له تلو هم نارينه منع كړي او هم ښځې، يوازې هغه مهال اجازه وركړي چي ډاډہ وي د قبر خواته د ګناه او شرک ارتكاب نه كوي.
نوموړي زياته کړه:
د تعجب ځای دادی چې ځينې جومات ته د ښځو تګ حرام ګڼي خو زيارتونو، مېلو، ودونو او بازارونو ته يې پر تګ اعتراض نهلري او پورتنيو رواياتو ته پر ورته رواياتو ناسم استناد كوي او وايي چې قبرونو ته د نهتګ مخكينى حكم منسوخ شوى، په داسې حال کې چې دا ناسمه انتباه ده.
د نوموړي پر وينا؛ پر قبرونو د ګُنبدو او دربارونو جوړول او دې دربارونو ته ورتګ د دې لامل شوی چې په ټولنه کې بُتپرستي منځته راوړي او ټولنه پر شرکي خرافاتو ولړي، پهداسې حال چې د إسلامي أمت جد ابراهيم عليه السلام خپله لومړنۍ مبارزه له بُتماتونې پيل کړه، د نمرود پهدربار کې يې ټول بتان ماتکړل او د ملنډو په دود يې خپل خپل تبر د غټ بت پر غاړه وځړاوه، د خپل بتلمانځونکي پلار پر ضد ودرېده او د هغه له حکم يې سرغړونه وکړه، د هغه مبارزه له بتماتونې پيل او د بيت الله پر جوړولو پای ته ورسېده، همغه چې د يو خدای لمانځنه پهکې کېږي. دغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم د بتپرستۍ او شرک له منځه وړلو پر ضد مبعوث شو او په مدينه کې د إسلامي خلافت له تأسيس وروسته يې علي رضي الله عنه مأمور کړ او دا دنده يې ورته وسپارله چې له يوې لوېشتې جګ قبرونه ټيټ کړي او ګُنبدې يې ونړوي او...
دا ټول څه موږ ته راښيي چې قبرونو ته د ورتګ مسأله خورا حساسه ده او د شرک لومړی توغ له همدې زيارتونو ټګمارو منجاورينو پورته کړی او د بتپرستۍ انګېزه هم له همدې ځای اخيستل شوی، داسې چې لومړی مړي لمانځل شوي او وروسته د همدې مړو مجسمې د بتانو په شکل جوړې شوي او لمانځنه يې پيل شوې.
قدرمن مشر د خپلې محاضرې پهپای کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم مُقنع او تفصيلي ځوابونه ورکړل او له هغه وروسته د نوموړي په دعائيه نننۍ درسي محاضره پایته ورسېده.
د حزب اسلامی افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه.
