حکمتيار: ایا د کلیمي په ليکلو سره بيرغ اسلامي کيږي؟
رسول الله (ص) په ۵۷۱ میلادی کال کی وزیږیده په څلویښت کلني کی په پیغمبری مبعوث شو ۱۳ کاله یی په مکه مکرمه کی دعوت وکړ بلاخره په ۶۱۴ میلادی کال کی د مکی معظمی څخه مدینی منوری ته په هجرت سره په مدینه کی د اسلامی دولت بنیاد کیښود چی د پیغمبر (ع) هجرت د مسلمانانو د تاریخ مبداء وټاکل شو.
پیغمبر (ص) د یو لوی امت بنسټ کیښود، داسی چی لومړی په حجاز باندی مسلط شو لا یی رحلت نه وو کړی چی سرحدات یی د روم او فارس تر کرښو پوری ورسیده او مسلمانان د رومیانو او فارسیانو له تصادم سره مخامخ شول.
یوه پیړی نه وو پوره شوی چی د دی ستر امت او ستر هیواد سرحدونه په شرق کی تر هند او د چین ترکستان پوری، په غرب کی تر مراکش پوری، په شمال کی تر هسپانیا پوری او په جنوب کی تر یمن پوری ورسیده او د روم او فارس دوه امپراطوری یی ده واړه ولایتونه شو.
دا لوی ملک چی دری لویی وچې(اسیا، اروپا او افریقا) یی په بر کی نیولی د اسلام تر بیرغ لاندی راغی د نړی فکري، علمي، نظامي او سیاسي قیادت د مسلمانانو لاسته ورغی په هیڅ میدان کی د مسلمانانو په وړاندې سیال، حریف او رقیب پاته نشو
د دی لوی امت او د دی ستر او پراخ هیواد په تاریخ کی څوک مثال او نظیر نشی وړاندی کولی. اقتصادی وضیعت یی هم دومره ښه چی په مرکزی سیمو کی داسی محتاج کس نه موندل کیده چی زکات اخیستلو ته چمتو وی.
په سلګونو قومونه له زرګونو ژبو سره دغسی ستر او واحد امت کی مدغم شول لکه د یوی کورني غړی، چی نه یی یو د بل په نسبت د لوړوالی احساس کولو او نه هم چا د اجنبی توب احساس کولو دیارلسنیمی پیړی مو په ټوله دنیا حکومت وکړ تر ټولو ستر هیواد، ستر امت او لوړ عالی مدنیت مو درلود ، دنیا کی مو نه له سیاسی پلوه سیال درلود نه د نظامی پلوه او نه له فکری پلوه اسلامی دولت مستقیما د محمد (ص) په لاس لس کاله رهبری شو چی د دفتر بیرغ یی تور رنګ لره، د مجاهدینو بیرغ یی سپین رنګ لره او د دخلی نظم بیرغ یی شین رنګ درلود او بیا په ترتیب سره
• خلفاء راشدین ۳۰ کاله
• امویان ۹۳ کاله
• عباسیان ۵۲۴ کاله
• متفرقه خلافتونه ۴۲ کاله
• عثمانیان ۶۴۴ کاله په نړي حکومت وکړ
بلاخبره سل کاله وړاندی په ۱۹۲۴ میلادی کال کی د یو ستر ګډ دسیسی په نتیجه کی دا لوی او عظیم اسلامی خلافت د انګریزانو په لمسون د صلیب تربیرغ لاندی داخلی او خارجی دښمنانو دا ستر خلافت نسکور کړ
دښمن دا ستر اسلامی امت په خپل نظامی ځواک نه دی ټوټه کړی، د نفاق داخلی جبه د هغوی په خدمت کی وو د مسلمانانو سنګرونه یی ضعیف کول عرب یی د ترکانو په خلاف وجنګول او شعیه یی د سنیانو په خلاف
د مصطفی کمال اتاترک له خوا د انګریزانو په لمسون اسلامی دولت ړنګ او پر ځای یی اسلامی خاوره له یو واحد رهبری څخه تقریباً په ۵۷ ملی دولتونو باندی ټوټه شو نن هغه ستر امت په دومره واړه واړه حکومتونو ټوټه شوی چی ځینی یی لویو کلو ته ورته دی.
غرب دا ټول هیوادونه په خپلو منځو کی سره وویشل هر یوه ته یی یو ملی بیرغ او خاص جغرافیوی موقعت په داسی ډول سره ترسیم کړ چی هر یو یی د اسلامی هویت پر ځای پر ملی هویت او د اسلامی بیرغ پرځای په ملی بیرغ فخر
سایکس پیکو په نوم یو انګریز سیاست مدار د اسلامی خلافت د سقوط څخه وروسته په ۲۵ دقیقو کی د اکثریت اسلامی ممالکو لپاره ملی بیرغونه ډیزاین کړ دمثال په ډول د سوډان په ملی بیرغ باندی یی عقاب علاوه کړ د مصرملی بیرغ تری جوړ شو او د لا اله الا الله کلیمه یی ورباندی ولیکه د عراق ملی بیرغ تری جوړ شو او بیا څو سوتوری یی پری ولګولی د سوریه ملی بیرغ تری جوړ شوپه دی وړوکی تغییر سره انګریز ډیزاینر په اسلامی امت کی عمیق او خطرناک تغیر راوست سایکس پیکو د همدا ملی بیرغونو په واسطه اسلامی امت له یوبل نه بیل شو
د مسلمانانو ترمنځ د همدی ملی بیرغونو د مقدس ګڼلو په سبب اختلاف دومره زیات شو چی هر یو یی حاضر دی د همدی بیرغ لپاره ځان ټوټه ټوټه کړی، افغانان په افغانیت ویاړ کوی، تاجکستانیان په تاجکیت، ترکان په ترکیت، عربان په عربیت...
او حاضر دی چی دهمدی انګریزانو په واسطه ترسیم شوی جغرافیوی موقعتونو او بیرغونو باندی یو بل ووژنی په داسی حال کی چی اسلام مسلمانانو ته یو واحد امت او یو د بل ورونه وایی هر وسیله چی د مسلمانانو ترمنځ د تفرقی او نفاق سبب ګرځی مردود دی
په همدی ملی سرحداتو کی غلام پاچایان او جنرالان یی په مسلمانانو باندی مسلط کړ وړی وړی مستعمری یی تری جوړی کړی نن یی بازارونه د دوی مارکیټونه دی د ځمکی لاندی او باندی ذخایر یی هم د دوی د کمپنیو په واک کی دی
داخلی او خارجی سیاستونه هم دوی ورته ټاکی نن د نړی ټول جنګونه په همدی اسلامی هیوادو کی (چی د امت پرځای یی ایمان او باور پرملت دی) روان دی
په دی جنګونو کی که د چا کور ورانیږی مسلمان دی که څوک هجرت ته مجبوریږی مسلمان دی مطبوعات، صوتی او تصویری رسنئ، رادیو، تلویزون د دوی له لاری او د دوی له لوری جوړیږی تغزیه کیږی مدیریت یی هم د هغوی په لاس کی
فساد خوروی قومی،مذهبی او ملی اختلافاتو ته لمن وهی د ځوان نسل په تباه کولو باندی مصروف دی چی له خپل دینی او اسلامی هویت څخه یی پردی کړي.
په ځوان نسل باندی د مطبوعاتو له لیاری او د تعلیمی موسساتو د نصاب له لیاری فکری بمبارد روان دی غواړی چی ځوانان د اخلاقی او معنوی پلوه اوباش، کوبای، منحط او مبتزل وروزل شی
د دی لپاره چی د خپل امت د ځلانده تاریخ څخه بیخبره وی او هم د دین سره یی رابطه د تل لپاره قطعه شی په دی سلو کلونو کی هغوی وتوانیدل چی په امت کی د غسی سیکولر ځوانانو تربیه کړی چی په شعوری او غیر شعوری ډول په دی باور وی چې دین بیل دی او سیاست بیل او په ژوند کی یی تر ټولو ستر ارمان ملی بیرغ او ملی پولی وی.
په داسی حال کی چی دین د حکومت کولو لپاره راغلی ، سل کاله مخکی موږ د نړی په یوی لوی برخی باندی د همدی دین په واسطه حکومت کولو
د نړی په تاریخ کی هیڅ غیر سیاسی پیغمبر نه دی مبعوث شوی موږ د انسانیت په تاریخ کی غیر سیاسی دین نه مومو
رسول الله فرمایی چی د یهودانو پیغمبران هم د دوی سیاسی چاری سمبالولی دا دسیاست صیغه هم غربیانو زموږ له فرهنګه اخیستی.
له دی ټولو اوسنیو بدبختیو څخه د وتلو یواځنی لار دا دی چی یو ځل بیا موږ اسلام ته رجوع وکړو فرعی اختلافات لری وغورځوو ولایتی، سمتی، قومی او ملی تعصبات شاته وغورځوو یو بل ته لاس ورکړو او په یو واحد امت کی مدغم شو:
