ايا امارت رښتيا خپلې خويندې او ناموسونه پلوري؟
يوه ورځ د اختر وه د تاجيکو وطندارانو ديرې ته موږ يو درجن پښتانه ورغلوو ما ستړې مه شې او خبرې تراخره په پښتو کولې يو پنجشيری ورور و هغه ډير خوش اخلاق و له پخوا مو سره پيژندل څو ټکي پښتو ئۍ راسره وويله بيا ئې زما يو کابلي ملګري ته مخ کړ چيګفت? ما ورته ژر جواب ورکړ مال: له فلمونو هندي او اردو زده کولاي شې ,انګريزي زده کولاي شې خو اکثريت (پښتنو) کليوالو سره په ژبه نه پوهيږي مال که زما کور ته راغلې تر اخره درسره دري او فارسي وايم اوس ته ما سره ستا په کور کې پښتو ووايه ميلمه دې يم.
کابلي ورته ترجمه وکړه ,پنجشيري اشنا کړس کړس وخندل وايي چي زورور ادم استي بخدا راست هم ګفتي دا نور دري زبانان هغه وخت په بحث پوه شول چيزما کابلي ملګري له خولې ئې ژباړه واوريده خدای شته ځينې بيخي شوم شول.
موږ چاي وچکلو ترې راووتو هفته روسته مې د هغه مجلس يو بل فارسي زبانه وليد روغبړ مو وکړ راته ئې وويل د اختر په ورځ چي تاسو زموږ له ديرې ووتۍ بحث درباندو وشو ويل يې دا کليوال ډير غټ متعصب او فاشست دی. وايي ما ورته وويل له کلونو ئې پيژنم دوکان ته راځي په فارسي راسره غږيږي ټوقې کوي کمونست غږ راته کوي پرچمي راته وايي او زه ورته مجاهد اشرار وايم سياسي بحث کوو مګر کوم تعصب مې پکې نده ليدلی.
اوس تازه په تازه کله کله د هماغو تاجيکو وطندارانو د خلې خبرې اورم چي پښتنو(ط البانو) له پروان,کاپيسا او پنجشير انجونه بيولي او په پنجابيوو يې خرڅې کړې وايي سخت وحشت يې پيل کړی.
تيره ورځ مې يوه هزاره وطندار سره همدا بحث و ما ويل دې کاذبو تبليغاتو ته څه اړتيا دا خلک ويني? نه تالب دقوم په ادرس زما استازی دی نه امارت د پښتنو دی زه ډيرو مسايلو کې امارت سره اختلاف لرم مګر دا نه منم چي تالبان دې داسې ذليل شي چي خپلې خويندې په پنجابيوو وپلوري قطعا د منلو نده که دا ځينې وطنداران دا فکر کوي نو بيا ولې د خپلو ناموسونو د نجات لپاره د داسې بيغرته سپکو پښتنو خلاف جګړه نکوي?
خدای شته هزاره وطندار چي د شيخ علي و قناعت ئې راسره وکړ وايي زه درسره همنظر يم در قوما يې من هيچ همينطور واقيعه نشده.
دښمن هم باعزته ښه وي
