No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، بهر ته د هغو هېوادوالو تګ منعه دی چې قانوني اسناد نه لري او په غیراصولي او قاچاقي توګه سفر کوي.

نوموړی وايي، « هغه هیوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي  له هیواده د باندي سفر کولای شي او هم په اطمینان سره هیواد ته راتللای شي

‏ذبیح الله مجاهد وایي هغه هیوادوال چې قانوني اسناد یا دعوت نامې ورسره وي له هیواده د باندي سفر کولای شي او هم په اطمینان سره هیواد ته راتللای شي.

: ‏د افغانستان بانک سبا چهارشنبه 14 میلیونه ډالر د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه غوښتي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

: ‏اسلامي امارت د کب لسمه د افغانستان لپاره تاریخي او له ویاړه ډکه ورځ بولي.

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کب په لسمه د دوحې هوکړې لاسلیکېدل له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او د اشغال په خاتمې منتج شول.

‏په اعلامیه کې پر نړۍ غږ شوی چې د افغانستان له دښمنۍ لاس واخلي او له دې هېواد سره د متقابل درناوي په بنسټ ولاړ تعاملات پيل کړي.

 په دې اعلامیه کې نړۍ ته ډاډ ورکړل شوی چې اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې هیچا ته د تهدید پېښولو اراده نه لري.

: ‏ملا عبدالسلام حنفي د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې نمانځغونډه کې:

« موږ له ټولو ګاونډيو او د نړۍ ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو او له دوی سره زموږ اړیکې د متقابل درناوي په اساس دي

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، « قطر کې له امریکا سره د خبرو پر مهال امریکايي لوري ګواښ وکړ، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره به یا افغانستان تجزیه کیږي او یا به د سوریې په برخلیک اخته کیږي خو د دوی په وتلو سره هیڅ هم ونه شول

: ‏ملا عبدالغني برادر د دوحې هوکړې د دویمې کلیزې نمانځغونډه کې:

پر نړیوالو غږ کوو، چې پر افغانستان د جګړې د تحمیلولو پر ځای د تفاهم او مذاکرې لار غوره کړي.

له ځوانانو او مسلکي کسانو غواړم چې افغانستان کې پاتې شي او د نورو هېوادونو پر ځای د خپل هېواد د ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

: ‏د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې توافقنامې د لاسلیک دوه کاله پوره شول.

د ا.ا غړی انس حقاني دا توافقنانه تاریخي بولي او وایي، چې ددې توافقنامې په اساس بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او جګړه پای ته ورسیده.

دغه هوکړه دوه کاله مخکې د فبرورۍ په ۲۹ لاسلیک شوه.

: ‏ملا فاضل مظلوم: امنیتي ځواکونه دې له خلکو سره ښه چلند وکړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال ملا محمد فاضل "مظلوم" خوست ولایت کې له لومړۍ لوا څخه د لیدنې پرمهال له امنیتي ځواکونو وغوښتل، چې د خلکو امنیت تامین کړي، خلکو او ځوانانو سره ښې اړيکې ولري.

: ‏یو شمېر کابل ښاریان په پلازمېنه کې د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی وايي، چې که څه هم په بازارونو کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو بيې يو څه راټيټې شوې، خو له نږدې يوې اوونۍ راهيسې يو ځل بيا لوړې شوې دي.

: ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې تر نیم میلیون ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت مرستیال ارسلاح خروټي یوې خبري ناستې ته ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د بېرته راغلو افغانانو شمېر ۵۵۰ زره کسانو ته رسېږي.

: ‏امریکا ته د تللو افغان کډوالو له ډلې یو یې د جرمي مخینې د لرلو له امله بېرته ایستل شوی دی. امریکايي رسنۍ وایي، ددغه هېواد حکومت یو افغان وګړی چې د تخلیې ماموریت پر مهال له کابل تر امریکا رسېدلی و، بېرته له امریکا ایستلی او افغانستان ته یې لېږلی دی.

: ‏د کډوالو وزارت مرستیال ارسلا خروټی:

شپږو میاشتو کې پنځه نیم لکه افغانان هېواد ته راستانه راستانه شوي.

: ‏اعلام حمایت سازمان کشورهای آمریکایی از اوکراین.

پانزده کشور عضو سازمان کشورهای آمریکایی با ارسال بیانیه‌ای مشترک به ولودیمیر زلنسکی، رئیس جمهور اوکراین با کی‌یف اعلام همبستگی کردند.

: ‏زلسنکی: باید حریم هوایی اوکراین بر روی موشک‌ها، هواپیماها و هلی‌کوپترهای روسی بسته شود. طی پنج روز گذشته 56 موشک و 113 موشک کروز به اوکراین شلیک شده است.

:‏وزیر دفاع روسیه: نیروهای مسلح روسیه "عملیات نظامی ویژه" را تا رسیدن به اهداف خود ادامه خواهند داد.

: سرگی ‏لاوروف: غرب از ایجاد تأسیسات نظامی در کشورهای اتحاد جماهیر #شوروی سابق که عضو ناتو نیستند، دست بردارد.

: ‏دبیرکل ناتو اعلام کرد که آنها طرف درگیری در اوکراین نبوده، نیرو اعزام نکرده و هواپیماهای خود را در حریم هوایی اوکراین به پرواز در نخواهند آورد.

: ‏د اوکراین ولسمشر اروپایي پارلمان ته: ثابته یې کړئ چې له موږ سره یاست او یوازې مو نه پرېږدئ.

وایي، روسیه ترهګره ده.

: ‏بزنس انسایډر: اوکراین د خپلو پوځونو د دفاع لپاره ورتلونکو بهرنیو داوطلبانو ته د ویزې شرط لغوه کړ.

وایي، څوک چې له موږ سره درېږي، بې ویزې دې راځي.

: ‏روسیه د یوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) پر مرکزي دفتر برید کوي.

د روسیې دفاع وزارت وایي د کیف ښار هغه اوسیدونکي چې د دې هیواد د امنیتي خدماتو (SBU) مرکزي دفتر سره نږدې ژوند کوي باید ژر تر ژر دغه سیمه پریږدي.

‏د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د دې هیواد پوځ د معلوماتي بریدونو څخه د مخنیوي لپاره د یوکراین پر رواني عملیاتو او جګړې مرکز باندې برید کوي.

: ‏روسیې ویلي سر له نن یې د آلمان په شمول د ۳۵ نورو امریکایي او اروپایي هیوادونو د الوتکو پر مخ خپل هوایي حریم تړلی دی،ملګرو ملتونو د امریکا او روسیې د تازه ټکرونو په اړه اندیښنه ښودلې او دا یې د نړیوال نظم لپاره ستره ګډوډي بللې ده.

: ‏امریکا یوولس روسي ديپلوماتان له دغه هېواد وباسي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ملګرو ملتونو او ټولو اداراتو ته یې ویلي چې د روسیې شاوخوا ۱۱ ديپلوماتان باید ژر تر ژره له امریکا و ایستل شي.

: ‏د اوکراین په اړه د ملګرو ملتونو په فوق العاده غونډه کې به د ملګرو ملتونو شاوخوا ۱۹۳ غړي هېوادونه خپلې څرګندونې ولري او نظریات به شریکوي. په پای کې به یو پرېکړه لیک صادرېږي او په هغه کې به له روسیې وغوښتل شي چې ژر تر ژره خپل سرتېري وباسي.

: ‏زلمي خلیلزاد د دوحې هوکړې دوه کلن کیدو په مناسبت ویلي،خوشاله دی چې افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې ټغر اوس ټول شوی دی،خلیلزاد ویلي که د مخکیني افغان حکومت مشرتابه د سولې سبوتاژ نه وی کړی نو هر څه به په ښه توګه مخکې تللي وو او افغانستان به له اوسني اقتصادي ناورین سره نه وو مخ شوی.

: ‏د ایران د شمال ختیځ زون د ځمکنیو ځواکونو قومندان رضا اذریان ویلي چې دوی له افغانستان څخه د هیڅ ګواښ وېره نه لري. نوموړي زیاته کړې ده چې پر پوله د دواړو لوریو څار شته دی او تر اوسه پورې دوی داسې شواهد نه دي موندلي چې پر بنسټ یې له افغان لوري څخه د ګواښ وېره محسوسه کړي.

: ‏امریکایي لیکوالانو د کانګرس پر مترقي غړو غږ کړی دی چې بایډن په افغانستان کې د ترسره کړو جنګي جنایتونو له امله استیضاح کړي. کاونټرپروچ د یادو لیکوالانو له قوله کانګرس ته ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې شاوخوا یو ملیون افغانان وژلي دي.

: ‏محمد صادق، نماینده ویژه پاکستان برای افغانستان می‌گوید که روز گذشته ۳۶۰۰ تُن گندم کمک شده از سوی حکومت پاکستان به مقام‌های افغان در تورخم تسلیم داده شد.

: ‏په افغانستان کې د برتانیې د سفارت شارژدافیر هوګو شارټر، بهر ته د افغان ښاریانو پر سفر د بندیزونو په غبرګون کې وویل چې دا اقدام د تګ راتګ ازادي محدودوي او د منلو وړ نه دی. نوموړي په یو لړ ټویټونو کې له اسلامي امارت څخه په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.

: ‏په پام کې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه د افغانستان په تړاو غونډه وکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې دیبورا لاینز به د افغانستان د وضعیت په تړاو خپل راپور د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتريش په افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د افغانستان پر نوي حکومت یې غږ کړی، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او نړیوال بشري قوانین عملي کړي.

: ‏د روسي سرتېرو (۶۴) کیلومتره په اوږدوالي نظامي کاروان کېیف ته پر لاره دی.

هاخوا یو شمېر چینايي وګړي د یوکراین په ختیځ کې «لیویو» ښار ته پر لاره ټپیان شوي دي.

کېیف کې د چین سفارت وايي، ټپیان روغتون ته استول شوي خو معلومه نه ده چې څو تنه ټپیان دي او د کوم لوري په ډزو کې ټپیان شوي.

: ‏بریتانیا اعلام کرد دارایی‌های چهار مقام ارشد ارتش بلاروس را به دلیل همکاری با روسیه در تهدید حاکمیت اوکراین مسدود می‌کند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک