No-IMG

مهم ترین های امروز دوشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درېیمه او وروستۍ لوبه کې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه. د بنګله‌دېش لوبغاړیو لومړی توپ وهنه پیل کړه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ. افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې په اسانۍ سره وکولای شول ټاکل شوی هدف بشپړ کړي.

: ‏امنیتي ځواکونو هرات ولایت کې یو ایرانی وګړی د اختطاف کوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

چارواکي وایي، دغه ایرانی وګړی چې څو ورځې مخکې د هرات - اسلام کلا له لارې تښتول شوی و، تر بېرته ازادولو وروسته یې نوموړی هرات ولایت کې د ایران قنسلګۍ ته سپارلی دی.

ددې پېښې په تور یو تن نیول شوی دی.

: ‏د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د کندز پر سیند د یوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. د بغلان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دې پله په جوړېدو څه باندې ۲۳ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د سیمې خلک یې ورکوي.

: ‏په افغانستان کې د پاکستان سفير منصور احمد خان پرون په جلال‌اباد ښار کې یوې غونډې ته وويل، د اسلام‌اباد او کابل په اړيکو کې نوی څپرکی پرانيستل شوی او پاکستان هڅه کوي چې له افغانستان سره ښه سوداګري ولري.

: ‏په ننګرهار ولایت کې د کورنیو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون؛ په دې نندارتون کې کورني تولیدات نندارې ته ایښودل شوي او موخه یې دې محصولاتو ته بازار موندنه او کورنیو تولیداتو کارولو ته د خلکو هڅول دي.

: ‏د بلخ عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت له درملتونونو یې څه باندې ۳۰ ټنه ټیټ‌ کیفیت درمل راټول کړي او اور یې ورته اچولی دی. د دې ریاست په خبره، د دې درملو ارزښت شاوخوا ۴۵۰ زره افغانیو ته رسېده.

: ‏د ونو پرې کول او نيالګيو ته زيان رسول ښاري جرم ګڼل کېږي. کابل ښاروالي وايي چې سرغړونکي به د ښاري پلان او کور جوړونې قانون د ١٨ مادې د پنځمې فقرې له مخې د ساحې د بیارغونې مصرف څلور چنده جريمه تادیه کوي.

: ‏راتلونکې میاشت په افغانستان کې د واکسینو پراخ کمپاین پیلېږي. د افغانستان د نوي حکومت روغتیايي چارواکي وایي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت په ټول هېواد کې د کرونا، پولیو او شري ناروغیو د واکسین پراخ کمپاین پیل شي.

: ‏د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي هره ورځ نږدې ۱۸ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکول کېږي.

د دې ادارې د مسؤلینو په خبره، اوس مهال په افغانستان کې تر اووه میلیونه زیات کسان الکټرونیکي تذکرې لري.

: ‏د اوکراین دفاع وزارت:

تر اوسه مو د روسیې ۴۳۰۰ سرتېري وژلي، ۲۷ جیټ، ۲۶ هلیکوپټرې مو ترې پرځولي.

وایي، همدا راز مو ۱۴۶ روسي ټانکونه، ۴۹ ټوپونه او ۷۰۶ نظامي لارۍ مو هم ور ویجاړې کړې دي.

: ‏روسیې سره مذاکراتو ته د اوکراین د ولسمشر شرط: زموږ له هېواده ځواکونه شاته کړئ او پرېږدئ چې اوکراین اروپایي ټولنې سره یو ځای شي.

: ‏اروپایي ټولنه: اوکرایني کډوال دریو کلونو لپاره پرته له ثبت، ویزې او د مهاجرت له راجستریشن څخه قبلوو.

: ‏جوبایډن: پر روسیه د بندیزونو پرته بله لار د دریمې نړیوالې جګړې پیل دی.

: ‏د اوکراین جګړې د روسي روبل ارزښت د ډالرو پر وړاندې ۲۸،۷۷ سلنه راوغورځاوه.

یو ډالر ۱۱۹ روبلو ته لوړ شو.

: ‏د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي: هېواد مو بېساري اقتصادي او هراړخیز بحران سره مخ دی او عرب هېوادونه باید لاس راکړي.

وایي، د عربي ټولنې برخه وو او یوو به.

: ‏د اوکراین جګړه کې تر اوسه پورې تر دوه زره د ډېرو ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. راپورونو د اوکرایني چارواکو له قوله ویلي چې په دې جګړه کې ۳۵۲ کسان وژل شوي او ۱۶۸۴ نور ټپيان شوي دي. چارواکو ویلي چې دغه راز ۲۶۸ زره کسانو له اوکراین څخه ورڅېرمه هېوادونو ته کډه کړې ده.

: ‏د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس ویلي چې ښایي د اوکراین جګړه څو کاله دوام ومومي. نوموړې له سکای نیوز سره په مرکه کې زیاته کړې ده چې که چېرته په اوکراین کې د روسیې جګړه ونه درېږي نو ممکن دا مسئله له ناټو سره په یوه اوږده جګړه واوړي.

: ‏د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ (کرملین) ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې روسیه باندې د غرب وروستي لګول شوي بندیزونه بې ارزښته دي. هغه زیاته کړې ده چې روسیه په سیستماتیک ډول باندې تر ټولو سختو اقتصادي بندیزونو ته چمتووالی لري.

: ‏د اروپايي ټولنې هېوادونو او کاناډا پرون پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې خپل هوايي حریم د روسیې د الوتنو پر مخ وتاړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د دې کار موخه د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار اچول دي چې پر اوکراین یرغل پای ته ورسوي.

: ‏د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوټزل نن په یوه ټوېټ کې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په کابل ښار او کابل ته څېرمه سیمو کې د کور په کور پلټنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. پوټزیل زیاته کړې، د عامو خلکو په ګډون د نړیوالو بنسټونو کارکوونکي له دې پلټنو خورا اغېزمن شوي دي.

: ‏وروسته له هغې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د اټومي وسلو د تیارسي امر وکړ، د چين د بهرنيو چارو وزارت نن (دوشنبه) وويل، ټولې خواوې بايد ارامي غوره او د جګړې له ډېرېدو ډډه وکړي.

: ‏د اروپایي اتحادیې سفیر «آندرس وان برانت» پر خپلې تویټر پاڼې لیکلي چې اسلامي امارت باید د ځينو قومونو او ښځو ترهول، د کورونو تلاشي او د دوی توقیفول ودروي، نوموړی زیاتوي چې که څه هم په یوکراین کې جګړه روانه ده خو اروپایي اتحادیه اسلامي امارت تر نظر لاندې ساتي.

‏مخکې تر دې وان برانت اسلامي امارت باندې پر یوکراین د روسیې د یرغل د نه محکومولو له امله هم نیوکه کړې وه.

: ‏د روسي او یوکرایني چارواکو ترمنځ مذاکرات پیل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د روسي چارواکو له خولې ویلي، د یوکراین او بېلاروس پر پوله د روسیې او یوکرایني چارواکیو تر منځ خبرې پیل شوي.

له دغو مذاکراتو سره هممهال په پنځمه ورځ هم یوکراین کې جګړې دوام لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک