No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ذبیح الله مجاهد: هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره له کوم «عذر» پرته له افغانستانه بهر ته ځي، د هغوی د تګ مخنیوی کېږي.

هغه زیاته کړه چې د اسلام د اصولو پر بنسټ، که چېرې مېرمنې له هېواده بهر ته سفر کوي باید محرم ولري.

‏هغه نجونې چې د زده کړیالۍ بورسونه ترلاسه کوي او د زده کړو لپاره باید نورو هېوادونو ته ولاړې شي، له هېواده بهر ته د هغوی د تګ لپاره به هم یوه لار وارزول شي.

: ‏د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، په سپین بولدک کې د اسلامي امارت د سرتېرو او د پاکستان پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ شخړه یوه سیمه‌ییزه ستونزه وه او په وینا یې دې ستونزې ته رسېدنه شوې ده.

‏ذبیح‌الله مجاهد وايي، د چاڼیزو عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو تر څنګ د سیمې د ګذر وکیل او د جومات امام هم ملتیا کوي. د هغه په وینا، که څوک له ګذر وکیل او جومات امام پرته د کور پلټنه کوي، هغوی ته باید اجازه ور نه‌کړل شي، ځکه په وینا یې دوی اسلامي امارت پورې تړاو نه‌لري.

‏ښاغلي مجاهد وویل، د اسلامي امارت ځواکونو ته اجازه نه‌شته چې د خلکو د کورونو وسایل تلاشي کړي. د هغه په وینا، د اړتیا پر مهال د کور له څښتن څخه غوښتنه کېږي چې دا کار په خپله وکړي.

: ‏کورنیو چارو وزارت له شرکتونو، خصوصي او دولتي بنسټونو او هغو کسانو چې له مخابرو ګټه اخلي، غوښتي چې جوازونه واخلي او که د جوازونو موده یې بشپړه شوې وي، بېرته دې تمدید کړي. د دې وزارت په اطلاعیه کې ویل شوي، هېڅ خصوصي شرکت او ورکشاپ نه‌شي کولای چی د مخابرو وسایل ترمیم او پروګرام کري.

: ‏د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، د سپین‌بولدک-چمن لار له څلورو ورځو وروسته، نن بېرته د تګ-راتګ لپاره پرانیستل شوه. دا لار تېره اوونۍ د پنج‌شنبې په ورځ د اسلامي امارت او پاکستاني پوله‌ساتو ځواکونو تر منځ د جګړې له کبله بنده شوې وه.

: ‏د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي، یو کوچنی د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یوې برمې څاه ته چې ۱۵۰ مټره ژوروالی لري، غورځېدلی او د ژغورلو هڅې یې پیل شوي. نږدې دوه اوونۍ وړاندې د حیدر په نوم ۱۱ کلن زابلی ماشوم هم یوې ژورې ته لوېدلی و چې له څلور ورځنیو عملیاتو وروسته یې مړی راوایستل شوی.

: ‏د افغانستان بانک نن (یک‌شبنه) د یوې ازادې پروسې له لارې شاوخوا ۱۲ مېلیونه امریکايي ډالر پلوري. مرکزي بانک په یوه ټویټ کې له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.

: ‏د هرات او نیمروز ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د ورځې شاوخوا درې زره افغانان د اوزګارۍ له امله ایران ته ځي. د چارواکو په وینا، دا شمېر کسان په قانوني ډول د هرات او نیمروز له لارې ایران ته اوړي خو یو شمېر نور بیا له قاچاقي لارو څخه هم دغه هېواد ته ځي.

: ‏د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د چارواکو په خبره، دا پېښه نن سهار د هرات-تورغونډۍ لویې لارې په اوږدو کې د یو سراچه ډوله او لارۍ موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې یې شپږ کسان وژل شوي دي.

: ‏د واشنګټن پوسټ او ای بي سي نیوز سروې:

د بایډن د محبوبیت کچه تر ټولو ټیټې درجې ته راکېوتې.

یوازې ۳۸ سلنه امریکایان د هغه پلویان او ۵۵ سلنه ترې نفرت لري.

: ‏د اوکراین ولسمشر:

د روسیې پر ضد یو داسې لښکر جوړوو چې بهرني او د نړۍ د هر کونج نه راغلي داوطلبان به په کې وي.

: ‏امریکا وايي هڅه کوي ډاډه شي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي. د سپينې ماڼۍ ځينې چارواکو امریکایي رسنیو ته ویلي، د امریکايي حکومت هڅه دا ده چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د امریکا بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

: ‏په افغانستان کې د ماموریت پر مهال ځينې استراليايي ځانګړو ځواکونو یوازې وژل پېژندل. په استرالیا کې د استرالیايي ځواکونو د یوې محاکمې عیني شاهد ویلي، د ځانګړو ځواکونو ځینې غړو ورته ویل چې دوی یوازې وژل پېژني.

: ‏د المان لومړي وزیر اولاف شولتس ویلي چې هېواد یې د اوکراین ترڅنګ ولاړ دی. هغه زیاته کړې ده چې دوی به د اوکراینانو ملاتړ ته دوام ورکړي ځکه د ده په وینا، دا د تاریخ ښی لوری دی او دوی پوهېږي چې اوکراینیان ملامت نه دي ځکه له خپلې خاورې څخه دفاع یې مسلم حق دی.

: ‏د پاکستان د اقتصادي چارو دولتي کمېټې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بېسارې توګه ټیټه شوې ده. یادې کمېټې څرګنده کړې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کلنۍ سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

: ‏هندوستان د امریکا متحده ایالتو هغه غوښتنه رد کړې ده چي غوښتل یې هند دې په ملګرو ملتونو کي د روسیې پرضد او د اوکراین په ملاتړ خپله رایه ورکړي.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس رابرټ مارډیني په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی. هغه نن په یوه ټویټ کې له مرسته کوونکیو غوښتي چې د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او د عامه خدماتو سېسټم د پاشل کېدو د مخیوي لپاره باید ګامونه پورته شي.

: ‏خبرگزاری رویترز به نقل از مقام‌های نظامی کره جنوبی و جاپان گزارش داده است که کره شمالی روز گذشته یک موشک جدید را که احتمالا موشک بالیستیک است، آزمایش کرده است. در ماه گذشته میلادی نیز این کشور یک سلسله آزمایشات موشکی پی‌هم را انجام داد.

: ‏اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی چې د اوکراین په دویم لوی خارکیف ښار کې د روسي او اوکرایني پوځيانو تر منځ خوله په خوله جګړه پیل شوې ده. کرملېن ویلي، له اوکرایني چارواکو سره یې د خبرو اترو لپاره بلاروس ته یو پلاوی استولی، خو اوکراین نور هېوادونه د مذاکرې لپاره وړاندیز کړي دي.

: ‏د جودو نړۍوال فډراسیون د پوتین افتخاري ریاست یې ځنډولی دی.

دغه فډراسیون ویلي چې دغه پرېکړه یې پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې کړې ده.

: ‏په اوکراین کې د نښتو په دوام، ځينو لوېدیځو هېوادونو اوکراین ته پوځي وسلې استولې دي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس هم رپوټ ورکړی چې امریکا او متحدانو یې د پیسو نړیوال لېږد سیسټم «سوېفت» ته د روسیې د ځينو مهمو بانکونو لاسرسۍ بند کړی دی.

: ‏ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه به نیروهای حملهٔ هسته‌ای این کشور دستور اماده باش داده است.

کریملین میگوید که این تصمیم بعد از سخنان خصمانهٔ ناتو گرفته شده است.

: ‏د یوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دې هیواد او بیلاروس په سرحد کې روسیې سره خبرو ته تیاری وښود.

زیلینسکي د بیلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشنکو سره په تلیفوني تماس کې ویلي چې د یوکراین پلاوی به د دې هیواد او بیلاروس په سرحد کې د روسیي پلاوي سره وګوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک