مهم ترین های امروز شنبه
✒: د لوړو زده کړو وزارت د اعلان سره سم په سړو سیمو کې د دولتي پوهنتونونو دروازې نن شنبه د کب ۷مه د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شوې او ګڼ محصلین خپلو درسونو ته حاضر شول.
د لوړو زده کړو وزارت وایي، نجونې به د سهار لخوا او هلکان به د ماسپښين لخوا خپلو ټولګیو ته حاضریږي.
✒: د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د هند له خوا۲۵۰۰ ټنه مرسته شوي غنم، نن د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته راورسېدل. هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن افغانستان ته راورسېده.
✒: یک هیأت سازمان سازمان ملل که به تازهگی به افغانستان آمده میگوید که احتمال دارد هزاران کودک به علت سوء تغذیه در این کشور جان بدهند.
✒: د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اوکراین کې د مېشتو افغانانو او محصلینو د خوندیتوب په اړه اندېښنه لري. وزارت په ټویټ کې ویلي چې له شته سرچینو څخه په اوکراین کې د مېشتو افغان اتباعو خوندي ځایونو ته د لېږدولو لپاره کار کوي او له یو شمېر هېوادونو سره په اړیکه کې دی.
✒: د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا د خزانې وزارت د هغه جواز هرکلی کړی دی چې پر بنسټ یې پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو باندې هر ډول بندیزونه لرې شوي دي.
✒: د کابل امنیه قومنداني وایي چې د دغې قومندانۍ اړوند د ۱۱ حوزې امنیتي ځواکونه په اړونده سیمه کې د خلکو او کابل ښاریانو، تجارانو او نورو هېوادوالو د لا ښه امنیت او ډاډ په خاطر د غلو، اختطافګرو او نورو مجرمنیو د نیولو او له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړي دي چې لا هم دوام لري.
✒: د افغانستان ا.ا کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استازو د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجراییه رییس مایرات امانوف سره د ټاپي پروژې په اړه ناسته کړې ده او د یادې پروژې امنیتي طرحه یې ورسره شریکه کړې ده.
✒: په کابل کې د وزلوبې درېیم پړاو سیالۍ لا هم دوام لري، دغه سیالۍ د ۱۶ لوبډلو تر منځ وړمه ورځ پيل شوي چې لا هم دوام لري. د ملي ټلویزیون رییس احمدالله وثیق وویل چې ددې سیالیو موخه ملي لوبو ته وده ورکول دي. هغه د لوبډلو له غړو وغوښتل چې په دې سیالیو کې دې ټاکلو اصولو ته پاملرنه وکړي.
✒: د امریکا د کانګرس د خارجي اړیکو د کمېټې غړی پیټر مایجر:
له اوکراین سره د بایډن چلند، افغانستان سره د بایډن د تېر کال چلند او کړنه رایاده کړه.
✒: کاخ سفید: پوتین و لاوروف را تحریم خواهیم کرد.
جن ساکی, سخنگوی کاخ سفید در نشست خبری روزانه خود اعلام کرد که ولادیمیر پوتین, رئیس جمهور و سرگئی لاوروف, وزیر امور خارجه روسیه توسط مریکا علیه تحریم خواهند شد.
✒: بیانیه مشترک 43 کشور پس از وتوی قطعنامه شورای امنیت توسط روسیه.
نماینده دائم آمریکا پس از قرائت بیانیه مشترک 43 عضو سازمان ملل متحد اعلام کرد که روسیه در رای گیری محکوم کردن «حملات به اوکراین» از اختیارات خود سوءاستفاده کرد.
✒: سپينې ماڼۍ له کانګریس د ۶،۵ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده څو د اوکراین بحران مدیریت کړي. سپينه ماڼۍ وايي دا پیسې به د بهرنیو چارو وزارت په واک کې ورکول کېږي او دوی به د اوکراین له حکومت سره د ناورین په مدیریت کې همکاري کوي.
✒: ترکیه افغانستان ته د نږدې زر ټنه بېړنیو بشري مرستو د لېږلو خبر ورکوي. د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دې مرستو بار اورګاډی چې ۶۲ واګونونه لري، پرون له انقرې څخه خوځېدلی او ټاکل شوې چې له ۴۲۰۰ کیلومتره واټن وروسته به افغانستان ته ورسېږي.
✒: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اسراییل لومړي وزیر ته د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. نوموړي ویلي چې دوی ته د اوکراینیانو ژوند ارزښت لري او هغوی نباید تر دې ډېر د یو جابر له لوري د اور د لمبو خوراک شي.
✒: د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکې د اوربند په اړه د پوتین وړاندیز منلی او خبرو اترو ته یې چمتووالی ښودلی دی. د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند سرګي نیکیفوروف پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دوی د اوربند وړاندیز نه دی کړی خو د دغې موضوع په اړه د پوتین وړاندیز مني.
✒: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې ډېر ژر به په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه ناسته جوړه شي. هغه زیاته کړې ده چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې پر روان بشري او اقتصادي ناورین بحثونه وشي.
✒: خبرگزاری رویترز گزارش کرده است که با ادامه درگیریها میان نیروهای روسی و اوکراینی در بخشهای از کییف، مسکو و کییف چراغ سبز برای آغاز گفتوگو نشان دادهاند.
✒: د اسوشیټیډ پریس په وینا، روسیې پر اوکراین د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ویټو کړی دی. په پرېکړه لیک کې پر روسیې غږ شوی چې سمدستي دې پر اوکراین بریدونه ودروي او له دغه هېواده دې خپل ځواکونه وباسي.
✒: امریکایي چارواکو ویلي چې چمتو دي، د اوکرایین ولسمشر زیلنسکي په مصوونه توګه له کیېف وباسي، بلخوا ولسمشر زیلینسکي ویلي چې پر نړیواله ټولنه یې بشپړ باور له لاسه ورکړی او اوکرایین کې خپل مقاومت ته دوام ورکوي، نوموړي ویلي نه تسلیميږي او نه هم تیښته کوي.
✒: خبرگزاری اسوشیتدپرس به نقل از یک مقام ارشد اطلاعاتی امریکا گزارش داده است که ولودیمیر زلنسکی، رییس جمهور اوکراین پیشنهاد واشنگتن برای کمک به او از بهر خارج شدن از اوکراین را رد کرده است. به گفته این مقام اطلاعاتی، زلنسکی در جواب گفته است: «نبرد اینجاست.»
✒: یو لوړپوړي روسي چارواکي ویاچسلاو ولودین ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې له کیف څخه تښتېدلی دی. که څه هم اوکراین وړاندې تر دې د زلنسکې د تېښتې راپورونه رد کړي دي خو ویاچسلاو څرګنده کړې ده چې نوموړي د لویو په نامه د اوکراین غربي سیمې ته پناه وړې ده.
✒: رئیسجمهور اوکراین از مردم روسیه خواست تا با جنگ مخالفت کنند. وی همچنین همه کسانی را که میخواهند از اوکراین دفاع کنند به کشورش دعوت کرد.
زلنسکی ضمن اشاره به اینکه بر خلاف ادعاها، در کییف بوده است، گفت: تا آخر از اوکراین دفاع خواهیم کرد.
✒: د امریکا د مالیې (خزانې) وزارت په افغانستان کې د سوداګریزو فعالیتونو د اسانتیا لپاره نوی جواز صادر کړ چې ددې جواز له مخې د افغانستان سوداګریز نظام، خصوصي سکتور او بانکونه له دې وروسته له مالي محدودیت پرته په ازاداه توګه د نړۍ له نورو بانکونو او ادارو سره مالي راکړه ورکړه کولی شي.
✒: د یوکراین ولسمشر پر خپل ټویټر کې د نړۍ ټول رهبران انفالو کړې دي.
ولادیمیر زلنسکي دغه اقدام وروسته تر هغې کړی، چې پر یوکراین د روسیې تر برید وروسته هیڅ هیواد له یوکراین څخه په واقعي معنی دفاع ونه کړه.
زلنسکي ویلي، چې له روسیې سره جګړه کې یوازې پاتې شوی خو له خپل هیواد څخه دفاع کوي.
