No-IMG

سلمان لایق د خپل ژوند ټول اسرار د "غره سړی" نومي ناول کې حفظ او بربنډ کړي

نظر محمد مطمین

 

ژمنه یې کړې وه چې ياد ناول دی یې له مرګ وروسته چاپ شي.

سلیمان لايق تر ډېره د خپلی مبارزې اړوند صریح نه غږېد. يوځل يوه خبريال ورته و ويل چې پښېمانه یې نو ولې ملت نه بخښنه نغواړې. ده کړل چې په خره سپرېدل يو شرم او ښکته کېدل بل شرم.

لایق صاحب ویلي و چې کله زه مړ شم زما ناول دي چاپ شې، هغه ته څو لکه ډالر هم د ځینو بهرنیو کمپینو لخوا ددې ناول د چاپ او د هغوی واک کې ورکولو لپاره وړاندیز شوې و، خو لایق بیا هم ویلي و چې د پیسو ګټلو لپاره  مې دا ناول نه دی لیکلی.

له مهمو لیکوالو مې اوريدلي: "کله چې ښاغلي سلیمان لایق د قبایلو او سرحدونو چارو وزیر و، لغمان ته تللی و، تور غر ته نږدې د مجاهدینو او خلقیانو / پرچمیانو + شورویانو ترمنځ جګړې پر مهال یو زخمي مجاهد ژوندی نیول شوی و، له مجاهد څخه ښاغلي سلیمان لایق پوښتلي و، چې ولي له موږ سره جګړه کوئ.

مجاهد: تاسي کافران یاست، روسان مو هیواد ته راوستل.

لایق: موږ خو سوچه افغانان یو، لمونځ کوو.

مجاهد: تاسي اوښتي یاست، مرګ مو رواه دی.

لایق: که بیرته دی زه خلاص کړم، ژمنه وکړه چې بیا به زموږ ضد جګړه نه کوي.

مجاهد: ومې وژنئ، خو دا خبره مه راته کوه، چې خلاص شم، او ژوندی یم، ستاسي پر ضد به جګړه کوم.

لایق: څه در سره وکړم چې بیا زموږ ضد جګړه ونه کړي.

مجاهد:  هیڅ نه درڅخه غواړم، یا مې ژر ووژنئ او یا مې بندي کړئ، دا دروغجنې خبرې مه کوئ.

لایق: زه دي خوشی کوم، خو بیا به جګړه نه کوي.

مجاهد: دا ژمنه نه کوم، که رښتیا پښتون یې، نو پښتون د چا د ازادیدو لپاره شرطونه نه ږدې.

لایق صاحب ټکان  وخوړ، هغه مجاهد چې له بدن یې ویني څاڅي، مخ یې په خاورو سپیره، او د خلقیانو/پرچمیانو لخوا ښه وهل شوی او ځورول شوی، په دغسي سخت حالت کې د پښتونولي خبره ورته کوي.

لایق: زه ولاړ شه، ته نور خوشی یې، بل څه در سره وکړم.

مجاهد: ډیر په تکلیف مې کلاشینکوف پیدا کړی و، هغه مې غنیمت نیولی و، که رښتیا ځواني کوي، هغه کلاشینکوف هم راکړه.

لایق: وعده وکړه چې بیا به په هغه کلاشینکوف زموږ ضد جګړه نه کوي.

مجاهد: ژمنه در سره نه کوم، که مې خوشی کوي او کلاشینکوف راکوي، نو شرطونه به نه ږدي.

لایق: زه په مخه دي زیړي ګلونه، زه پوه  شوم چې موږ دا جګړه نه شو ګټلای."

 

ښاغلي لایق په ۱۳۹۱ کال کې له بي بي سي سره مرکه کې وویل: '' پر (د غړه سړی / مردي از کوهستان) نومي ناول کار کوم، چې په ۱۳۵۹ کال کې مې پیل کړ او ټول عمر به پرې کار وکړم، زه غواړم د انقلاب او د هغه اړوند پېښې له خپله نظره په دې رومان کې وړاندې کړم، دا ډېر مهم کار دی او غواړم پای ته ورسېږي او خلک یې ولولي. دا د یوې اتلولۍ کیسه ده او اتل یې هم زموږ (د خلق دیموکراتیک ګوند غړو) په اصطلاح انقلاب ضد یانې له مجاهدینو یو دی. ''

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

Said Jan Agha Ayubzai

ډیر می خوش شو خو برعلاوه د ددی ویلو نه پلار می ویلی دی چه محترم سلیمان لایق ډیر پوه او وطنپرست انسان دی د وطن لپاره یی ډیر سه کړیدی

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک