No-IMG

ورور حکمتیار د ماليزيا د خارجه وزرات استازي احمد اعظم او پلاوي سره وکتل

جمعه؛ د ۱۴۰۰ھ‌ش کال د حوت ۶مه:

 

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي ګلبدين حکمتيار نن له غرمې وروسته په دوه جلا-جلا کتنو کې د مالېزيا د خارجه وزارت له ځانګړي استازي ښاغلي أحمد أعظم او ورسره مل‌پلاوي سره وکتل. نوموړی له ښاغلي حکمتیار سره يې پر يو لړ مهمو سياسي او اقتصادي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتيار راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ وويل:

پر افغانستان د روسي يرغل پر وخت مالېزيايي ملت د افغان جهاد کلک حمايت وکړ، يو له هغو ملتونو چې زموږ ملت او راتلونکي نسلونه به يې منندوی وي، مالېزيايي ملت دی. هيله‌مند يو چې مالېزيا نن هم لکه د تېر په‌څېر په‌دې تاريخي او حساس پړاو کې د افغان ولس په څنګ کې پاتې شي، او خپلې إسلامي او بشردوستانه مرستې ترې ونه‌سپموي.

راغلي مالېزيايي پلاوي بيا د مشر د غوښتنې په ځواب کې وويل:

تاسې د افغانستان د جهاد ژوندی تاريخ ياست، نړۍ له‌تاسې او ستاسې له جهاد او مبارزې د آزادۍ درس او الهام واخيست، د مالېزيا ملت له تاسې سره ځانګړې مينه لري، ستاسې شخصيت او مبارزې ته په ځانګړي تقدس او درناوي قائل دی، له همدې کبله غواړي چې په هره برخه کې ستاسې وياړلي ملت ته د خپلو بشردوستانه مرستو لاسونه ور اوږده کړي.

د ښاغلي أحمد أعظم پر وينا: د مالېزيا هېواد به په سياسي او اقتصادي ډګر کې افغانستان سره همکار پاتې شي او د يادې همکارۍ د لا تقويت په‌پار به نور هم کوټلي او اړين ګامونه واخلي.

دغه‌راز نن ماښام په يوه بله کتنه کې د ‌حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير د يوې بلې مهمې ناستې کوربه هم وو چې درې‌تنه بهرمېشت سياسي شخصيتونه (د اسلامي بانک پخوانی رئيس ښاغلي انجينير سيد آقا ، په امريکا کې د پوهنتون استاد دکتور داوود نسيمي او ښاغلی انجينير حميدالله صديقي ) يې برخه‌وال وو.

په ياده کتنه کې د هېواد پر سياسي او أمنيتي ثبات، خپلمنځي تفاهم او له فعلي حکومت سره د مخالفو ډلو ټپلو پر پخلاينې تفصيلي خبرې وشوې.

ناويلې دې پاتې نه‌وي؛ چې ياد سياسي شخصيتونه په هېواد کې د خپلمنځي سولې او ثبات له‌پاره د بهرمېشتو افغانانو په استازيتوب ګړندۍ او مخلصانه هڅې کوي او له‌نېکه‌مرغه په‌دې برخه کې يې د پام‌وړ لاس‌ته راوړنې هم لرلي.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک