له سرو لښکرو څخه د افغانستان د آزادی اخستلو یو بل ځلانده ستوري له فاني دنیا څه د ابدیت په لور کوچ وکړ
انا لله وانا الیه راجعون
له سرو لښکرو څخه د افغانستان د آزادی اخستلو یو ځلانده ستوري له فاني دنیا څه د ابدیت په لور کوچ وکړ.
کل نفس ذایقة الموت
مرحوم امرصاحب نثار د وردګو ولایت د سبد آباد ولسوالی او سیدونکۍ د سرو لښکرو څخه د افغانستان دآزادی اخستلو اتل دی پخپل جهاد کې قاطع ، پاک نفسه او له دښمن سره یی نه په خولا کیدونکی دریځ درلود.
د سرو لښکرو له ماتې وروسته کله هم چه د دې ضرورت شو چه د ژوند او کور خواته توجه وکړي هیڅ یی هم نه درلودل،
تر آخره د ژوند په کرایی کور کې استوګن وو صابر او د قوي ارادې خاوند وو هیڅوخت یی چاته د بیوسۍ غږ ونکړ
الله تعالی دې جنت الفردوس ورته نصیب کړي، کورنۍ جهادي ملګرو او خپلوانو ته یی تسلیت وایم او صبر جمیل ورته غواړم
د روسانو په وړاندې د جهاد یو لوی قهرمان وفات شوی ، انا لله و انا الیه راجعون ، چارګل خان (نثار)
انالله واناالیه راجعون
الله تعالی دی مرحوم چارګل نثار صیب ته مغفرت او جنت الفردوس نصیب کړي،فامیل ته یی جمیل صبر .رحمه الله تعالی رحمة واسعة واسکنه فسیح جناته یا ارحم الراحمین
آمرصاحب چارګل خان نثار
د وردګو ولایت د اسلام د لاری اتل مجاهد، او سرښندونکي مبارز چی د وطن او هيواد افغانستان پاکه خاوره یی د سرو لښکرو د ناولو قدمونو څخه. په پاکولو کی لویه ونډه در لوده او د پخواني شوروي اتحاد يرغل په ماته کی یی د اسلام د یو سپيڅلی مخلص مشر په حیث دنده سر ته ورسوله او بې دریغه سرښندنو ورسته یی د وخت ظالم دښمن د ګران هيواد افغانستان پريښودلو ته اړ کړل ، او ليدلي خوبونه يې د خاورو سره خاورې کړل امر صاحب چار ګل خان نثار نن شپه د ور پیښی ناروغی له امله له دی فانی نړی سترګی پتی کړی
قاضی محمد حسن اسلامی
انا لله و انا الیه راجعون.
په ډیری خواشینی سره مي نن د امر صیب چارګل خان نثار صیب د مرګ خبر واورید.
هغه ددی ولس د جهاد د مشقت بارو ورځو . سختو شپو او شیبو یو ملګری ؤ. باهمته انسان ؤ. صریح سړی ؤ. د وردګو د ګربت کنډو کنډو . او لوړي څوکي . د شنيز دري هر بوټي او هره ونه . هر کلی او هر فصل . د هغه د جهاد او میړانی شاهد دی . خو وايي د وفات پر وخت هغه د غربت او فقر په بړستن کي ساه ورکړه. چا ونه پاللو او نه يي د هغه جهاد او مبارزی ته وکتل. چا يي بوشتنه ونه کړه. چايی د کور او ژوند احوال وانه خيست.
البته مطرح جهتونه يادوم.
هو دا دنیا او د دنيا خلک همداسي دي.
د بیوفایی یوه سيلي را الوتلی ده. يو بدرنګ توپان ګورم.
الله د هر چاته خبل عمل وربه کار کړی.
الله تعالی د مرحوم ته جنتونه او کورني ته یی صبر جميل او اجر عظیم ورکړي.
متاسفانه چي چايی د جنازی خبر هم رانه کړ. دا يي بله بیوفایی. ډیر وروسته مي د فیسبوک له لاري دا غمجن خبر واورید ماويل ځه . د ټولو دا حال دی.
